top of page


Photo: UN Women/Sayed Habib Bidell
پناه، پېژندنه، خونديتوب, په پاکستان کې د دوو افغان کډوالو مېندو لټون
۲۵ دلو ۱۴۰۳
Muhammad Jawad - Pakistan
زهرا بي بي خپل کور کابل کې پرېښود او پاکستان ته راورسېده، او اوس مهال په اسلام آباد کې اوسي. هغې ته انتظار دی چې دلته د خپلې ټولنې خلک راشي او هغې ته یو خوندي ځای ته بوځي، ځکه چې دلته یې هېڅ نږدې خپلوان نشته.
زهرا د هزاره ټولنې سره تړاو لري، او دا د هغې لپاره دویم ځل دی چې د هجرت سختې تجربې سره مخ کېږي. کله چې ما ترې د حال پوښتنه وکړه، نو هغه د ژړا سره خبرې کولې.هغې وویل زما زړه له درده ډک دی. دا خبرې یې په یوه سا دوه ځله تکرار کړې. بیا یې د ستر غم سره زیاته کړه زه له ځانه پوښتم، زما زوی به څه کېږي؟ زما یوازینی زوی به څه کېږي؟ زهرا بي بي وایي چې زوی یې لا هم له افغانستانه د وتلو توان نه لري.
زهرا بي بي وایي چې هغه په سخت ذهني فشار کې ده، او له ډېر وخت راهیسې یې ارامه شپه نه ده تېره کړې. څو کاله مخکې، د طالبانو د یوه خونړي بمي چاودنې له امله، د هغې نږور شهیده شوه. دا برید خاص د هزاره ټولنې پر ضد شوی و. هغې په درد سره وویل طالبان ډېر ظالمان دي، زه ترې وېرېږم. هغوی زما نږور په بې رحمۍ شهیده کړه. هغوی هیڅ رحم نه لري، د هغوی په سینو کې زړونه نشته.
زهرا بي بي د غم او بې وسۍ نه رېږدېدله. هغې وویل زه یو ځوانه نږور له لاسه ورکړه، نور د بل غم زغملو توان نه لرم. هغې خپله لمسیه په مینه سره ونیوله او ویې ویل زه نه د کور غم لرم، نه د سامان، زه یوازې د خپل زوی او لمسیې فکر لرم. زه چېرته ولاړه شم؟
هغې وویل موږ سختې لحظې تېروو، یوه خوا ته افغان طالبان دي، بل خوا ته د پاکستان حکومت چې زموږ ستونزې یې لا زیاتې کړې دي. د هغې په وینا پرون پولیس زموږ کور ته راغلل، خو شکر چې موږ هلته نه وو. اوس هڅه کوو چې په پېښور کې یو ځای پیدا کړو، خو که د پاکستان حکومت د اسلام آباد نه وروسته پېښور ته مخه کړي، نو موږ مجبوره یو بېرته افغانستان ته لاړ شو، هلته چې زموږ لپاره بې شمېره ستونزې پرتې دي.
د افغان کډوالې مېرمن فاطمې فریاد: موږ له سختو ستونزو سره مخ یو
فاطمه، چې له افغانستان څخه پاکستان ته کډواله شوې او دا مهال په اسلام آباد کې ژوند کوي، له شدیدو ستونزو سره مخ ده. د فاطمې خاوند درې کاله مخکې وفات شوی و، او اوس هغه له خپلو پنځو اولادونو، دوه زامنو او دریو لوڼو سره د ژوند تېرولو هڅه کوي.
فاطمه وايي چې تېره ورځ د اسلام آباد پولیسو د هغې مشر زوی ونیو او افغانستان ته یې بېرته ولېږه. هغې د ژړا په حال کې وویل زما زوی زموږ یوازینی ملاتړ و، همدی زموږ د کور ټول لګښتونه پوره کول، خو اوس موږ بې وسه پرېښودل شوي یو.
د فاطمې په وینا، د اسلام آباد پولیسو او د پاکستان حکومت د دوی ستونزې څو برابره زیاتې کړې، چې له کبله یې مجبوره شوه پېښور ته ولاړه شي. خو په پېښور کې د اوسېدو بندوبست ورته یو بل لوی مشکل ګرځېدلی.
دلته د کورونو کرایې ډېرې لوړې شوي، دوچنده زیاتې شوې دي. چې کله موږ د یو کور مالک سره خبرې کوو، نو هغوی سمدستي وایي چې افغان کډوالو ته کور نه ورکوو. نه موږ د پاکستاني شناختي کارډ لرو، نه قانوني اسناد، نه این او سي (NOC)، له همدې امله موږ ته هر ځای نه ویل کېږي. فاطمې د خپلې بې وسۍ اظهار وکړ.
د افغان کډوالو حالت ورځ تر بلې خرابېږي. نه یوازې د اوسېدو ستونزې شته، بلکې د کار، قانوني حیثیت، او نورو مشکلاتو له کبله یې ژوند نور هم سخت شوی. فاطمه او د هغې په څېر زرګونه نور کډوال د مرستې په تمه دي، خو د حالات د ښه کېدو هیڅ نښې نه ښکاري.
نورجهان له کابله تر پېښوره سفر او نامعلوم راتلونکی
نورجهان چې د افغانستان د پنجشیر ولایت اوسیدونکې ده، په کابل کې محصله وه، خو اوس مهال په پېښور کې ژوند کوي. نورجهان وایي چې طالبانو کابل ته ډېر په چټکۍ سره سقوط ورکړ، دا د باور وړ نه وه. موږ ته نه وه معلومه چې هغوی به په یوه شپه کې د کابل پر ټولو برخو کنټرول ترلاسه کړي، خو زه تر ټولو زیات د خپل مکتب او زده کړو په اړه اندېښمنه وم.
د نورجهان په وینا، طالبانو د هغې د پاکستان سفر ته کوم خنډ نه دی جوړ کړی، خو دا باور لري چې شاید دا ځل طالبان بدل شوي وي. خو هغه کسان چې د طالبانو د ظلم ښکار شوي، لا هم پرې باور نه شي کولی.
نورجهان وایي چې د راتلونکې لپاره کوم واضح پلان نه لري، خو دا یقیني ده چې د افغانستان د اوسني حکومت لاندې د هغې لپاره هیڅ ځای نشته. زه غواړم د خپل ژوند پرېکړې پخپله وکړم زه ازادي غواړم، نو ځکه بېرته نه ستنېږم. موږ پاکستان ته راغلي یو، ځکه چې دلته موږ فکر کوو چې زموږ ژوند خوندي دی.
په همدې حال کې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د بېرته شړلو پرېکړه کړې. د چارواکو په وینا په اسلامآباد او نورو ښارونو کې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ دوام لري.
bottom of page