top of page

Photo:GettyImage

د قبایلي ښځو لپاره د ودون څخه انکار کول د رواياتو ماتولو په معنا دی

۱۰ دلو ۱۴۰۳

Muhammad Jawad - Pakistan

زموږ دودونه او دستورونه یوازې د ښځو په اړه ولې محدود شوي دي؟

موږ پښتون قبایلي ښځې د خپلو دودونو او رواجونو پالنه خپل ایمان ګڼو، خو ځینې داسې رواجونه شته چې په هغوی کې د ښځو سره ډیره زیاته بې عدالتي کېږي. له دې جملې څخه یو د (سوارې) رسم دی. په دې رسم کې، چې کله ماشومان نوي پیدا کېږي یا په لږ عمر کې وي، کورنۍ یې د هغوی واده ترتیبوي، چې په ۸۵ سلنه کې د کور دننه ټاکل کېږي. په دې کې زیاتره چچازاد، ماما زاد او نور خپلوان شامل وي. کله چې دا ماشومان لویېږي او پوهه ترلاسه کوي، نو ورته ویل کېږي چې ستاسو واده خو لا په ماشومتوب کې ترتیب شوی دی. دا خبر دواړو هلک او نجلۍ لپاره تکلیف ورکونکې وي.

په افغانستان او پاکستان قبایلي رسمونو کې د ودونو څخه انکار تقریباً نا ممکن ګڼل کېږي او د دود او دستور څخه بغاوت ګڼل کېږي. دا تصور په دغو ټولنو کې شتون نه لري او کورنۍ خپلو ماشومانو ته اجازه نه ورکوي چې له دې رشتې څخه انکار وکړي. له همدې امله، ډېر ځله د خانداني روایاتو او عزت و وقار لپاره، د ښځو د خوښې خلاف ودونه ترسره کېږي.

د پاکستان د پېښور اوسېدونکې افغان ښځه جمیلې چې د کندهار اړه لري، وايي چې زه په کوچنيوالي کې واده شوې او زه ډېرو ستونزو سره مخ شوې. کله چې زه ۱۷ کلنه وم، نو زه واده شوې. درې کاله وروسته زما خاوند د بلې ښځې سره واده وکړ. زه یوه لور لرم او زه د خاوند سره بې ځایه یم. جمیلې وايي چې د دې ستونزو سره سره، هڅه کوي چې خپل ژوند ښه کړي. هغه خپلې لور ته د ښه راتلونکي لپاره هڅه کوي او غواړي چې خپله لور د ښه راتلونکي وړتيا ولري. د هغې لپاره دا سفر ډېر ستونزمن و، خو د هغې زړورتیا او ارادې هغې قوي ساتلې.

فجر بی بی چې د پېښور د ګلبهار سیمې سره تړاو لري، د خپل ماشومتوب په وخت کې یې واده ټاکل شوی و. هغې وویل چې کله زه پیدا شوم، پلار مې زما واده له خپل چچازاد سره وټاکه. هغې وویل چې دا د مجبورتیا رشتې ډېر کم بریالي کېږي. مشاهده دا ده چې په زیاتره داسې وادونو کې ودانیز ژوند له ستونزو سره مخ وي. مجبورتیا په اساس ژوند په ګډه تېرول کېږي. واده باید د همفکرۍ او خوشحالۍ ژوند وي، خو په دې زور زیاتي وادونو کې موضوع بل ډول وي. په وړو وړو خبرو اعتراضونه پیل کېږي. د دې ورځني ستونزو څخه د خلاصون لپاره نارینه د دویم، درېیم او څلورم واد آپشنونه لري چې خپله ژوند خوشحال کړي، خو د ښځو لپاره ټولې لارې بند وي. که ښځه طلاق واخلي، نو دا سوچ چې خلک به څه وایي، هغه له دې اقدام څخه منع کوي او کورنۍ یې هم ورته خنډ جوړوي. هغې وویل چې دویم واد اجازه اخیستل هم کومه معموله خبره نه وي، دا هم یو کړاو زغملې مرحله وي چې ښځې خپل حق څخه محرومېږي. پای ته موږ به تر کله د دې دودونو او رواجونو په جال کې اسیر پاتې شو؟ سزا یوازې د ښځو حصه ولې کېږي؟ ایا موږ به یوازې د دودونو او دستورونو پیروي کوو یا به د اسلام تعلیمات هم عملي کړو او په واد کې د دواړو رضایت چې ډېر ضروري دی، په پوره توګه عملي کړو؟۔

ولې قبایلي ښځې له خپلې خوښې سره واده نه شي کولی؟

د ودونو په اړه قبایلي نجونې له بې شمېره ستونزو سره مخ دي. دلته د نجونو واده یوازې د پلار یا د کور مشر په خوښه کېږي. لور ځان د یوې پسونو په څېر احساسوي. پلار یې چې هر ځای واده ټاکي، لور باید په هر حالت کې سر تسلیم کړي، ځکه انکار د دودونو څخه بغاوت ګڼل کېږي. له نجلۍ څخه مخکې پوښتنه نه کېږي، او که پوښتنه هم وشي، نو په هغه مرحله کې چې خبره اکثره ټاکل شوې وي. یوازې د "هو" اورېدو لپاره پوښتنه کېږي.

وټه سټه هم عامه وه، خو دا رسم اوس ورو ورو کمېږي. البته، د کم عمر ودونه لا هم ترسره کېږي، چې له امله یې ډیپریشن، جنسي ناروغۍ او کمزوري اولادونه رامنځته کېږي. زما په علم کې داسې ډېرې پېښې شته چې له قبایلي نجونو سره شوې دي، په ځانګړي توګه د ودونو په اړه.

ځینې پېښې چې ځايي ښځو د نوم نه څرګندولو په شرط بیان کړي دي

په پاکستان د خیبر ولسوالۍ کې یوې نجلۍ د خپلې خوښې واده کولو غوښتنه وکړه، نو په کور کې یو شور جوړ شو. د نجلۍ پلار په دې پرېکړه سخت غصه شو او هغې ته یې مختلف ډول ګواښونه ورکول پیل کړل. د ذهني اذیت سره مخامخ، پلار یې هر ممکنه هڅه وکړه چې لور یې له دې پرېکړې څخه منع کړي، خو نجلۍ د خپلې خوښې په حق ټینګه ولاړه وه. بلخوا، هلک هم په پرله پسې توګه د واده غوښتنه کوله او د کورنۍ مشرانو ترمنځ څو جرګې وشوې. د نجلۍ پلار خپلې لور ته عاق ورکړ او پرته له کوم دودیز رسم او رواج څخه یې هغه د هلک کورنۍ ته وسپارله. حیرانوونکې خبره دا ده چې په هلک کې داسې کومه کمی یا خرابي نه وه چې د انکار لامل شي، خو اصلي مسئله د نجلۍ د انتخاب حق منل وو، چې پلار یې په هېڅ صورت منلو ته تیار نه و. دا پېښه څرګندوي چې څنګه قبایلي او ټولنیز دودونو د فشار لاندې والدین د خپلو اولادونو خوشحالي له پامه غورځوي.

د کندهار یوې نجلۍ واده په زور سره د خپل ترور زوی سره ترتیب شوی و. نجلۍ په دې پرېکړه سخت اعتراض وکړ، خو کورنۍ یې دا په دې وینا چې د واده وروسته به هر څه ښه شي خاموشه کړه. خو د واده وروسته د نجلۍ ژوند نور هم خراب شو. په قبایلي سیمو کې واده یو داسې تړون ګڼل کېږي چې ماتول یې هېڅ امکان نه لري. نجلۍ د دې حالاتو څخه ستړې شوې او څو ځله یې د ځان وژنې هڅه وکړه، حتی یو ځل یې د برېښنا د شاکونو له لارې ځان وژنې هڅه وکړه، خو هر ځل یې ژوند وژغورل شو. د هغې خاوند دویم واده وکړ او د هغې اذیت یې نور هم زیات کړ. نه یې هغه ته طلاق ورکوي او نه نجلۍ د خلع اخیستلو وړ ده، ځکه په قبایلي سیمو کې د خلع اخیستلو تصور شتون نه لري. دې اذیت ناکو حالاتو د نجلۍ ذهني حالت خراب کړی او اوس نیمه لیونۍ شوې ده.

د پاکستان د کرک ولسوالۍ یوه ښځینه ټولنیزه کارکوونکې وویل چې په قبایلي ولسوالیو کې ښځې د میراث او جایداد کې برخه والې نه ګڼل کېږي. د دې لامل د دغه سیمو دودیز رواجونه دي چې له مخې یې په جایداد کې د بل قبیلې کس ته برخه نه ورکول کېږي. ځکه چې ښځه کولای شي بل قبیلې ته واده شي، نو په جایداد کې برخه ورکول د قبایلي دودونو خلاف ګڼل کېږي. د ښځو په ستونزو کې د میراث موضوع یو ډېر حساس او بې پامۍ شوی موضوع ده، چې په اړه یې لږ خبرې کېږي. اسلام په واضحه توګه ښځې ته په میراث کې د نارینه و د نیم حق ورکړی، خو دلته دا حق نه منل کېږي. په دې قبایلي سیمو کې دا یوه حساسه او بې پامۍ شوې موضوع ده، چې پاملرنه ورته ډېر ضروري ده، تر څو ښځو ته خپل اساسي حقونه ورکړل شي.

bottom of page