top of page

Reuters

د پاکستان په کډوالو کې د افغان مهاجرینو بې وسي: بیرته افغانستان ته ستنېدل د ژوند له خطر سره مخ

۱۸ دلو ۱۴۰۳

Muhammad Jawad - Pakistan

زن نیوز - پاکستان: د اګست 2021 کې د طالبانو واک ته په رسېدو سره د افغانستان څخه دریم ځل د خلکو په لویه کچه کډه کېدل وشول. تر دې وړاندې په 1979 کې د روس پر ضد د "جهاد" په نوم جګړه او بیا د ناین الیون وروسته د طالبانو حکومت پر وړاندې د امریکایي او متحدو ځواکونو عملیاتو پر مهال افغانانو خپل کورونه پرېښودل. د اټکلونو له مخې د طالبانو د اوسني واک وروسته له افغانستان څخه شپږ لکه خلک پاکستان ته راغلل، خو د مرستندویه ادارو د معلوماتو له مخې دا ځل شاوخوا یو میلیون مهاجرین راغلي، چې زیاتره یې قانوني اسناد نه لري۔

صفیه بی‌بی (مستعار نوم)، چې د افغانستان د ننګرهار ولایت کې د څارنوالې په توګه دنده ترسره کړې، دا مهال په اسلام‌اباد کې د خپل کورنۍ درې ښځینه غړو او ماشومانو سره په یو کور کې اوسیږي. هغې وویل چې څو اوونۍ وړاندې یې ورور د ورځني اړتیاوو د پېرلو لپاره بازار ته تللی و، چېرته یې پولیسو ونیوه او افغانستان ته یې وشړلو ځکه د هغه ویزه پای ته رسېدلې وه.

صفیه بی‌بی وایي چې ورور یې په افغانستان کې د پولیسو په یوه لوړ پوړ مقام کې دنده ترسره کړې وه، چې له کبله یې ژوند له جدي ګواښ سره مخ دی. هغې زیاته کړه، دیپورټ کېدو موږ له بې شمېره ستونزو سره مخ کړي یو، خو تر ټولو لویه اندېښنه د زما د ورور امنیت دی، چې اوس په افغانستان کې خوندي نه دی.

پخوانۍ څارنوالې وویل چې دوه کاله وړاندې یې په ملګرو ملتونو کې د مهاجرینو ادارې (UNHCR) سره خپله راجسټریشن کړې وه، خو هغوی ورته ویلي و چې درې میاشتې وروسته به ورسره اړیکه ونیسي، خو تر ننه هیڅ پرمختګ نه دی شوی.

زما د موبایل سم بنده شوې، نو هره اوونۍ پخپله UNHCR دفتر ته ورځم چې د خپل قضیې په اړه پوښتنه وکړم، خو هلته نه څوک لارښوونه کوي او نه هم دننه د تګ اجازه راکوي، صفیه بی‌بی په ګیله سره وویل. دا حالت نه یوازې د صفیه بی‌بی، بلکې د ګڼو نورو افغان مهاجرینو لپاره هم د ناڅرګندۍ او ستونزو سبب ګرځېدلی، کوم چې په پاکستان کې د قانوني حیثیت نه لرلو له امله له سختو حالاتو سره مخ دي.

په پېښور کې مېشته افغان کونډه، نسیمه بي‌بي (مستعار نوم)، د خپل کورنۍ یوازینۍ کفيله ده. هغه د ګنډلو او ګلدوزۍ له لارې د خپلو درې زامنو تعلیم او د کور لګښتونه پوره کوي. د طالبانو د سختو قوانینو، په ځانګړې توګه د ښځو د محرم پرته له کور څخه د وتلو بندیز له امله، هغې د خپلو ماشومانو د ښه راتلونکي لپاره پاکستان ته هجرت وکړه.

نسیمه بي‌بي وایي، په کور کې هېڅ نارینه نشته. که بېرته افغانستان ته لاړه شم، نه به کار وکړم او نه به د خپلو ماشومانو تعلیم جاري وساتم، نو بېرته تګ مې تصور هم نشي کولای.

خو په پاکستان کې د غیر قانوني مهاجرینو پر وړاندې روانو عملیاتو هغې ته سختې ستونزې راولاړې کړې دي. زما ویزه ختمه شوې ده، چې له کبله یې زما د کور مالک هره ورځ وایي چې پولیسو غیر قانوني مهاجرینو ته د کور په کرایه ورکولو منع کړې ده. اوس باید ژر تر ژره بله ځای پیدا کړم، خو نه کوم بدیل لرم او نه د اضافي لګښتونو وس.

په پېښور کې مېشته افغان مهاجره، نبیله بي‌بي وایي چې شپږ کاله وړاندې یې خاوند د ناروغۍ له امله وفات شو، او له هغه وخت راهیسې یوازې د خپلو ماشومانو کفالت کوي. هغه د سخت مزدورۍ له لارې د خپلو ماشومانو پالنه کوي، په داسې حال کې چې د هغې مشر زوی، چې یوازې ۱۵ کلن دی، په سبزي منډۍ کې د مالونو بار وړونکی (لوډر) په توګه کار کوي.

نبیله بي‌بي وایي زما زوی ته د هغه مالک وویل چې ژر تر ژره افغانستان ته ولاړ شه. ته یتیم یې، که پولیسو تا ونیوه او بندي دې کړ، ستا مور به چیرته خوارۍ کوي چې تا له بنده خلاص کړي؟ د دې خبرو اورېدو سره زوی یې کور ته په ژړا راغی او مور ته یې وویل موږ باید بېرته افغانستان ته ولاړ شو. د نبیله بي‌بي په څېر بې شمېره افغان مهاجرین دا مهال له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي.

په پاکستان کې د غیر قانوني مهاجرینو د ایستلو حکومتي ګام څخه تر ټولو زیات اغېزمن هماغه افغانان دي چې درې کاله وړاندې د طالبانو له ویرې پاکستان ته هجرت کړی و. په دغو مهاجرینو کې د تعلیم‌یافته کسانو لویه برخه شامله ده، چې په پاکستان کې پناه اخیستو وروسته د دریم هېواد ته د انتقال په تمه دي.

خو د سختو حکومتي پالیسو او قانوني ستونزو له کبله دلته پاتې کېدل ورځ تر بلې ستونزمن کېږي. دغه افراد چې خپل ژوند یې خوندي کولو لپاره پاکستان ته راغلي وو، اوس یې په ملګرو ملتونو کې راجسټریشن کړی دی او د نورو هېوادونو ته د تللو لپاره انتظار باسي. خو له یوې خوا د ویزې د غوښتنو په پروسه کې ځنډ، او له بلې خوا د پاکستاني چارواکو لخوا پر دوی د کړنو له امله د دوی ستونزې لا پسې زیاتې شوې دي.

تازه‌ترین مطالب

ایران؛ دانش‌آموزان افغان دارای برگه سرشماری از ثبت‌نام در مکاتب محروم شدند

۳۱ حمل ۱۴۰۴

بازیکن پیشین تیم ملی فوتبال زنان افغانستان با خطر اخراج از آلمان مواجه است

۳۱ حمل ۱۴۰۴

یک شفاخانه ویژه درمان اعتیاد زنان و کودکان در هلمند افتتاح شد

۳۱ حمل ۱۴۰۴

یک روز تلخ درکنار دختر ساجق فروش

۳۱ حمل ۱۴۰۴

گزارش های خبری
ممنوعیت کار از سوی طالبان؛ تلاش زنان برای زنده ماندن با دکان‌های کوچک | Taliban’s Work Ban on Women: Afghan Women Struggle to Survive Through Small Shops
03:07
زنان افغانستان؛ از گرسنگی توان راه رفتن را نداریم | Afghan Women: Hunger Has Taken Away Our Strength to Walk
03:31
عید بازار؛ نمایشگاه صنایع دستی زنان و دختران بازمانده از آموزش و تحصیل در هرات | Eid Bazaar: Exhibition of Handicrafts by Women and Girls Deprived of Education in Herat
02:40
از حرام بودن کار تا حلال شدن گدایی | From Forbidden Work to the Legitimacy of Begging
02:24
ناداری و ناچاری پای زنان بی‌سرپرست افغانستان را به بنیاد‌های خیریه کشانده است | Destitution Has Driven Afghanistan's Unaccompanied Women to Charitable Foundations
02:50
روزجهانی زن، اما دسترسی به حقوق عادی یگانه آرزوی زنان در افغانستان|International Women’s Day, but Access to Basic Rights Remains the Sole Wish of Women in Afghanistan
03:51
رنگ و هنر؛ یگانه پناهگاه دختران افغانستان در سایه حکومت طالبان|Color and Art: The Only Sanctuary for Afghan Girls Under Taliban Rule
02:21
از ممنوعیت‌های طالبان تا افزایش خودکشی در میان زنان و دختران | From Taliban Bans to the Rise in Suicides Among Women and Girls
02:50
ما را دنبال کنید
  • Instagram
  • Facebook
  • X
  • LinkedIn
  • YouTube
  • TikTok
bottom of page