top of page

Photo: A. Majeed—AFP

UNHCR: په پاکستان کې افغان کډوال باید د دې هیواد د حکومت اعلامیې ته درناوی وکړي

۴ حوت ۱۴۰۳

Muhammad Jawad Shinwari

زن نیوز - پاکستان: د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو این ایچ سی آر) د وروستي بیان له مخې، په پاکستان کې مېشت افغان کډوالو ته ویل شوي چې تر ۲۸ فبرورۍ پورې له اسلام‌آباد او راولپنډۍ څخه ووځي. خو هغه افغان اتباع چې قانوني ویزې لري، کولی شي په پاکستان کې پاتې شي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (یو این ایچ سی آر) هغو افغان کډوالو ته لارښوونه کړې چې د پروف آف رجسټرېشن (پی او آر) کارتونه لري چې د پاکستان د حکومت د وروستي اعلان درناوی وکړي. د پاکستان حکومت غیرقانوني مېشت افغان اتباعو ته امر کړی چې له هېواده ووځي چې په دې کې هغه افغانان هم شامل دي چې له ۲۰۲۱ کال وروسته پاکستان ته راغلي او دریم هېواد ته د انتقال په تمه دي.

د پاکستان حکومت د طالبانو هغه ادعاوې رد کړې دي چې ګواکي په پاکستان کې افغان کډوال ځورول کېږي. د دې هیواد حکومت ویلي چې افغان کډوال په پاکستان کې له عزت سره ژوند کوي او د دوی سره هېڅ ډول ناانصافي نه کېږي. د پاکستاني چارواکو په وینا په هېواد کې مېشت کډوالو ته د هغوی د حقونو ساتنه ورکول کېږي او ټول اقدامات د قانون سره سم ترسره کېږي.

یو این ایچ سی آر ویلي هغه افغان کډوال چې د پی او آر کارتونه لري، باید له اسلام‌آباد، راولپنډۍ او نورو لویو ښارونو څخه کوچ وکړي او نورو ښارونو ته ولاړ شي. ادارې ټینګار کړی چې کډوال باید د پاکستان د حکومت د احکامو اطاعت وکړي او په غیرقانوني توګه په لویو ښارونو کې له اوسېدو ډډه وکړي.

په اسلام‌آباد او نورو ښارونو کې مېشت افغان کډوالو شکایت کړی چې، سره له دې چې دوی قانوني اسناد او ویزې لري بیا هم نیول کېږي او د شړلو ګواښ ورته کېږي. ځینو کډوالو ادعا کړې چې پولیس ترې لوړه اندازه پیسې اخلي، او که یې نه ورکړي نو هغوی نیسي.

یوه افغانه کډواله چې له کلونو راهیسې په اسلام‌آباد کې اوسېږي د خپل نوم د نه ښودلو په شرط وویل زموږ ټول قانوني اسناد سم دي خو بیا هم موږ ځورول کېږو. پولیس رانه پیسې غواړي، او که ورنه کړو، نو موږ ته ګواښ کوي.

له ۲۰۲۱ کال وروسته، چې طالبان بیا واک ته ورسېدل زرګونه افغانان پاکستان ته راغلل. د دې کسانو ډېری د دریم هېواد ته د تګ په تمه دي. یو این ایچ سی آر هغوی ته هم لارښوونه کړې چې د پاکستاني حکومت د امرونو اطاعت وکړي او په غیرقانوني ډول په لویو ښارونو کې له اوسېدو ډډه وکړي.

پاکستاني چارواکو روښانه کړې چې د غیرقانوني کډوالو د بېرته استولو پروسه روانه ده، او له ۲۸ فبرورۍ وروسته به غیرقانوني مېشت افغان اتباعو پر ضد لا نور سخت ګامونه پورته شي. بل لور ته د افغانستان چارواکو له پاکستانه غوښتي چې له افغان کډوالو سره نرمي وکړي او هغوی ته دا فرصت ورکړي چې په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شي. د کډوالو د حقونو فعالې ادارې او د ملګرو ملتونو سازمانونه د دې وضعیت څارنه کوي او هڅه کوي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو لپاره یوه مناسبه حل‌لاره پیدا کړي.

bottom of page