top of page

Google Image
په پاکستان کې مېشت افغان ښځینه خبریالانې له کومو ستونزو سره مخ دي؟
January 23, 2025
خالده نياز
افغان خبریالانو لپاره په پاکستان کې د کار فرصتونه تقریباً نه شته
"د تورخم له لارې پاکستان ته رسېدل یو خورا سخت سفر و، په دې موده کې د ژوند ستونزې ډېرې وې، ما خپله پېژندنه پټه ساتلې وه چې څوک مي ونه پېژني" دا د افغانستان څخه تعلق لرونکې ښځینه خبریالې، مزدلفه کاکړ، خبرې دي. مزدلفه کاکړ وايي چې هغه د ۲۰۲۲ کال د دسمبر په ۷مه نېټه د یوې ستونزمنې سفر وروسته پاکستان ته ورسېده۔
ښځینه خبریاله مزدلفه کاکړ وایي چې د طالبانو د واکمنۍ څخه وروسته په افغانستان کې د هغې په شمول د هغو ښځو لپاره ژوند ډېر سخت شو چې له رسنیو یا نړیوالو غیر حکومتي سازمانونو سره ئي کار کولو. مزدلفه وایي چې د هغې سره وېزه وه خو بیا هم پاکستان ته رسېدل ډېر سخت وو. د لارې ستونزې یوې خواته، دلته په پاکستان کې هم آرام ساه ونه شوه اخیستلی او له بېلابېلو ستونزو سره مخ شوې. موږ خبریالان په یوې عجیبه کشمکش کې راګېر شو چې نه مو بیرته افغانستان ته تللای شو او نه مو دلته په آرامۍ ژوند کولای شو.
مزدلفه وایي چې د امنیتي ستونزو سربېره، اقتصادي ستونزې هم ورسره وې. دلته په پاکستان کې د افغان خبریالانو لپاره د کار فرصتونه تقریباً نه شته چې له امله یې دوی له اقتصادي ستونزو سره مخ دي. په پردیس کې که کار هم نه وي نو ژوند ډېر ستونزمن کېږي. د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو د بیا واکمنۍ وروسته، په افغانستان کې د نجونو لپاره د تعلیم دروازې بندې شوې او هغوی ته د کار کولو اجازه هم ورنه کړه. طالبانو د ښځو لپاره د رسنیو دروازې هم وتړلې او هغوی ته وویل شول چې په تلویزیون سکرین کې دې نه ښکاري، په داسې حال کې چې ځینې ښځینه خبریالانو ته مستقیم ګواښونه هم پیل شول، چې له امله یې ډېرو ښځینه خبریالانو هېواد او دندې دواړه پرېښودې. د دې ښځو ډېرو پاکستان ته مخه وکړه، چې ځینې یې بهرنیو هېوادونو ته تللې دي او ځینې یې لا هم دلته مېشتې دي.
که له پاکستانه هم وایستل شو، نو چېرته به ځو؟
مزدلفه کاکړ په اسلام آباد کې ژوند کوي او غواړي چې یو داسې هېواد ته لاړه شي چېرې چې هغې ته ټول بنسټیز انساني حقوق ورکړل شي. مزدلفه کاکړ وايي چې کله هم د پاکستان حکومت افغان مهاجرینو ته د وتلو لپاره وخت ټاکي، نو دوی ته ویره پیداکېږي چې که له پاکستان څخه هم وایستل شي، نو چېرته به ځو، ځکه په افغانستان کې د دوی ژوند ته خطره ده. هغې وویل چې د دوی په ستونزو کې لا هم کمی نه دی راغلی. په دې ورځو کې د افغان ښځینه خبریالانو لویه ستونزه دا ده چې د بهر تګ لپاره د دوی وېزو پروسه ډېره سسته روانه ده، او له دې امله په رواني فشار کې دي، دومره وخت تېریږي او بیا هم ډېر خبریالان د دې په تمه دي چې د دوی د وېزې پروسه به کله بشپړه شي او دوی به له دې ځایه یو امن هېواد ته لاړ شي.
د افغان خبریالانو په وینا، په پاکستان کې مېشت افغان خبریالانو شمېر شاوخوا ۵۰۰ دی، چې په کې څومره ښځینه خبریالانې دي، د دې په اړه معلومات نشته. دغه خبریالان زیاتره په پېښور او اسلام آباد کې ژوند کوي. مینہ اکبری هم د افغان ښځینه خبریالانو څخه ده. لکه د مزدلفه کاکړ په څېر، مینہ اکبری هم د طالبانو د واکمنۍ وروسته له افغانستان څخه پاکستان ته انتقال شوې. هغه یو څه وخت په پېښور کې اوسېدله خو وروسته یې په اسلام آباد کې ژوند پیل کړ. مینہ اکبری هم غواړي چې له دې ځایه یو داسې هېواد ته لاړه شي چېرې چې هغه په آرامۍ ژوند کولای شي. هغه په دې انتظار کې ده چې کله به یې ویزه ترلاسه کړي او له دې ځایه به لاړه شي۔
په پاکستان کې د افغان خبریالانو لپاره د کار فرصتونه تقریباً نه شته
په پاکستان کې د افغان کډوالو او په ځانګړي توګه د افغان ښځینه خبریالانو د ستونزو په اړه د خبرو پر مهال، مینہ اکبري وویل چې افغان خبریالان په خپل هېواد کې له ستونزو سره مخ دي، خو کله چې یو بل هېواد ته مهاجرت کوي نو د هغوی ستونزې دوه برابره کېږي۔ .
مینہ اکبري وویل چې هغه نږدې درې کاله کېږي چې په پاکستان کې اوسیږي او دلته له ډېرو ستونزو سره مخ ده. دلته چې څومره افغان خبریالان راغلي دي، هغوی له کار کولو سره ستونزې لري، ځینې خبریالان آنلاین کار کوي، خو ډېر یې بې کاره دي. مینہ اکبري وویل په پاکستاني رسنیو کې د افغان خبریالانو لپاره د کار فرصتونه تقریباً نه شته، مینہ اکبري وایي چې په پاکستان کې افغانان نه یوازې د دندې ترلاسه کولو له ستونزو سره مخ دي، بلکې که کوم افغان دلته سوداګري کول غواړي، نو هغه هم نه شي کولای، ځکه دلته سوداګري کول ډېر ګرانېږي. مینہ اکبري زیاته کړه چې په دې وخت کې د افغان خبریالانو تر ټولو لویه ستونزه دا ده چې وېزې نه ترلاسه کوي. په اسلام آباد کې دوی په دې انتظار کې دي چې کله به یې وېزه ترلاسه شي او له دې ځایه به خپل سفر پیل کړي۔
په پاکستان کې د افغان کډوالو راتګ څنګه او کله پیل شو؟
په پاکستان کې د افغان کډوالو راتګ په ۱۹۷۹ کال کې د شوروي اتحاد په افغانستان باندې د یرغل وروسته پیل شو. د ملګرو ملتونو د مرستې دفتر (اوچا) په وینا، تر ۱۹۸۱ کال پورې د هغوی شمېر ۲۰ لکه او تر ۱۹۹۰ کال پورې ۳۲ لکه ته رسېدلی و. د شوروي اتحاد له وتلو وروسته، په ۱۹۹۰ لسیزه کې د افغانستان د کورنۍ جګړې پر مهال هم کډوال پاکستان ته راتلل.
په ۲۰۰۱ کال کې په افغانستان باندې د امریکایي یرغل وروسته، پاکستان ته د تلونکو افغانانو مجموعي شمېر له ۵۰ لکه څخه زیات شو. په ۲۰۰۲ کال کې د طالبانو د لومړنۍ حکومت له ختمېدو وروسته تقریباً ۱۵ لکه افغانان بېرته تللي او تر ۲۰۱۲ کال پورې دغه شمېر ۲۷ لکه ته رسېدلی و. په راتلونکو لسو کلونو کې وخت په وخت نور افغانان بېرته خپل هېواد ته تلل. په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بیا جوړېدو وروسته، تقریباً ۷ لکه افغانانو یو ځل بیا په پاکستان کې پناه واخیسته.
د ۲۰۲۳ کال د سرشمېرنې په وینا، په اسلام آباد کې مېشت افغانانو شمېر ۱۹ لکه ۲۳ زره ۴۵۳ دی، چې په خیبر پښتونخوا کې ۹ لکه ۳۹ زره ۸۷۸، په پنجاب کې ۳ لکه ۱۰ زره ۸۳۲، په سند کې ۱ لکه ۴۵ زره ۸۷۵ افغانان مېشت دي.
همدارنګه، په بلوچستان کې ۴ لکه ۷۴ زره ۸۱۲ او په وفاقي پلازمینه اسلام آباد کې ۵۲ زره ۵۶ افغانان ژوند کوي. د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنر دفتر په وینا، په پاکستان کې مېشت غیر قانوني افغانانو ټول شمېر ۴۲ لکه ۲۹ زره دی، چې په کې ۵۲.۶ سلنه په خیبر پښتونخوا، ۲۴.۱ سلنه په بلوچستان، ۱۴.۳ سلنه په پنجاب، ۵.۵ سلنه په سند، ۳.۱ سلنه په اسلام آباد او ۰.۳ سلنه په آزاد کشمیر کې دي۔
افغان خبریالانو ته د کرایې کورونه نه موندل کېږي؟
په پېښور کې د یو نړیوال سازمان سره تړلې مسکا صافي وايي چې له افغانستان څخه پاکستان ته مهاجر شوي خبریالان دلته له ډېرو ستونزو سره مخ دي. دغه خبریالان هلته فعال وو خو کله چې څوک مهاجرت کوي نو د هغه حیثیت د یو مهاجر په توګه وي او همدا ستونزه د افغان خبریالانو سره هم شته. 'دلته افغان خبریالانو ته نه نو هغه معاشونه ورکول کېږي او نه هم هغه کارونه، د امنیتي ستونزو سره مخ دي، پولیس راځي او هغوی نیسي، هغوی ته دلته د کرایې کورونه نه موندل کېږي، او د صحت ستونزې هم شته.'
مسکا صافي د افغان خبریالانو د ستونزو په اړه ډېره راپورونه کړې دي. هغه وایي چې افغان خبریالان آنلاین هم خپل کار نه شي جاري ساتلای ځکه هغوی ته امنیتي ستونزې شته، او له هغوی څخه د کار ازادي اخیستل شوې ده.
د خبریالانو د حقوقو لپاره کارکوونکي سازمان فریډم نیټ ورک د ارقامو له مخې، نږدې دوه نیم سوه افغان خبریالان پاکستان ته مهاجر شوي دي چې له هغې ډلې ډېری یې اوس امریکا او اروپا ته تللي دي خو ځینې یې لا هم د وېزو په انتظار کې دي۔
د خیبر پښتونخوا لپاره د فریډم نیټ ورک کوآرډینیټر او سینئر خبریال گوهر علي خان وویل چې د افغان خبریالانو لویه ستونزه په پاکستان کې د هغوی د وېزو ختمېدل وو، دلته د هغوی وېزو معیاد پوره شوی و، او وېره دا وه چې له پاکستان څخه به هغوی وشړل شي خو د فریډم نیټ ورک په هڅو هغوی ته دلته د پاتې کېدو اجازه ورکړل شوه۔
تازهترین مطالب
گزارش های خبری

03:13

03:07

03:19

06:09

03:04

03:54

03:50

02:36
ما را دنبال کنید
bottom of page