خوست: یوه نجلۍ د خپلو وروڼو له خوا ووژل شوه


محلي سرچینې په خوست کې وایي چې یوه ځوانه نجلۍ په نوم عاقله په دغه ولایت کې د خپلو دوو وروڼو له خوا وژل شوې ده.
دا پېښه د شنبې په ورځ (۵ تله) د خوست ولایت په مرکز کې رامنځته شوې ده.
د سرچینو په وینا، د عاقلې وروڼه چې تېر کال د انسان تښتونې په تور د طالبانو له خوا نیول شوي وو، یوازې درې ورځې وړاندې له زندان خوشې شوي او له آزادۍ وروسته یې دا قتل ترسره کړ.
سرچینې زیاتوي چې دغو دوو وروڼو په تېرو شپږو میاشتو کې عاقله درې ځله نامزد کړې وه څو د هغې له مهر څخه پیسې تر لاسه کړي.
راپورونه ښيي چې طالبان د عاقلې له قضیې خبر وو، خو د هغې د وژنې د مخنیوي لپاره یې هېڅ اقدام نه دی کړی. ځینې سرچینې حتی وایي چې طالبانو د دې نجلۍ په وژنه کې له وروڼو سره مرسته هم کړې ده.
د سرچینو په وینا، د قتل عاملین اوس په آزاد ډول ګرځي او د طالبانو له لوري پر هغوی هېڅ ډول تعقیب نه دی شوی.






