top of page

د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د افغانستان د ښځو وضعیت اندېښمنونکی وباله

  • Writer: Zan News
    Zan News
  • Oct 19
  • 1 min read
Photo: Ariana News/EU
Photo: Ariana News/EU

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ژیل برتران د خپل شپږ ورځني سفر په پای کې د افغانستان د بشري حقونو وضعیت، په ځانګړي ډول د ښځو حالت، اندېښمنونکی بللی دی.


برتران د طالبانو پرېکړه چې ښځو یې د ملګرو ملتونو له دفترونو د کار کولو منع کړې، «د نړيوالې ټولنې لپاره منفي نښه» بللې او له دې ډلې یې غوښتي چې په دغو محدوديتونو بياکتنه وکړي.


نوموړي يک‌شنبه (۲۷ تله) په يو بيان کې ويلي چې د طالبانو محدوديتونه پر مرستندويه ادارو د مرستو بهير ستونزمن او لګښت‌ناک کړی دی.


د ده په وينا، اروپايي ټولنې له هغه وخته چې طالبان په اګست ۲۰۲۱ کې بيا واک ته رسېدلي، تر اوسه له ۱.۸ ميليارده يورو زياتې مرستې د بشردوستانه، روغتيا، ښوونې او اقتصادي پراختيايي چارو لپاره افغانستان ته ځانګړې کړې دي.


هغه زياته کړې چې يو تازه بسته د ۸۳ ميليونه يورو په ارزښت هم د خصوصي سکتور د پياوړتيا، د کار د فرصتونو د رامنځته کولو، ښوونې، روغتيا او د ښځو د اقتصادي پياوړتيا لپاره طرحه شوې ده.


د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي په خپل بيان کې همدارنګه د رسنيو د ازادۍ پر ملاتړ ټينګار کړی دی.


هغه د افغانستان د ترهګريزو ډلو حضور اندېښمنونکی بللی او له طالبانو او پاکستانه يې غوښتی چې زغم وښيي او د ملکي وګړو ساتنه وکړي.

 
 
bottom of page