د افغانستان د شمال د زلزلې د قربانيانو شمېر ۲۷ تنو ته رسېدلی دی
- Zan News

- Nov 4
- 1 min read

د طالبانو د روغتيا وزارت ويلي چې د افغانستان د شمال د وروستۍ زلزلې د مړ شويو کسانو شمېر ۲۷ تنو ته لوړ شوی دی.
د دې وزارت وياند شرافت زمان نن سهشنبه (۱۳ لړم) په يو خبرپاڼه کې ويلي چې د زلزلې د قربانيانو شمېر ۲۷ تنو ته او د ټپيانو شمېر ۹۵۶ تنو ته رسېدلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونيسف) ويلي وو، په دې زلزله کې ۲۰ تنه مړه او ۹۴۵ نور ټپيان شوي دي، چې له دې ډلې ۹ تنه په بلخ او ۱۱ تنه په سمنګان کې مړه شوي دي.
يادونه ده چې د ۶.۳ ريښتر په کچه زلزله د دوشنبې په شپه (۱۲ لړم) د بلخ ولايت د خُلم ولسوالۍ ولړزوله، چې لړزه يې د سمنګان، کابل، بغلان، سرپل او کندز په ولايتونو کې هم احساس شوې ده.



