د کم معاش تر سیوري لاندې اختر؛ ډوډۍ، برېښنا او د کور کرایه، که د اختر مېوه او کالي؟
- Ariahn Raya
- Mar 21
- 2 min read

که څه هم د اختر په ورځو کې ټولنې د خوښۍ رنګ او بڼه خپلوي، خو د افغانستان د یو شمېر ښځینه کارکوونکو لپاره په دې ورځو کې نه د پېر او نه هم د دې ورځې د نمانځنې لپاره د چمتووالي کومه نښه لیدل کېږي.
یو شمېر ښځې چې په مکتبونو، روغتونونو او دولتي ادارو کې په کم معاش کار کوي، وایي اختر ورته په یوې سختې معادلې بدل شوی دی: ډوډۍ، برېښنا او د کور کرایه، که د اختر مېوه او کالي؟
مریم، چې د کابل په یوه دولتي مکتب کې د نظافت کارکوونکې ده، د میاشتني څلور زره افغانیو معاش په بدل کې د خپلې پنځه کسیزې کورنۍ سرپرستي پر غاړه لري.
هغې وایي، هره میاشت لا تر نیمایي مخکې یې معاش ختمېږي: «که د کور کرایه او د برېښنا پیسې ورکړو، نو بیا د خوراک لپاره هېڅ نه پاتې کېږي. اوس تاسو ووایئ، په داسې حالت کې اختر څنګه ولمانځم؟»
د کابل په یوه دولتي روغتون کې، شکیلا د نظافت کارکوونکې په توګه کار کوي.
هغه وایي، معاش یې پنځه زره افغانۍ دی، خو د هغې په خبره، دا اندازه حتی د ژوند لومړنیو اړتیاوو ته هم بسنه نه کوي.
«ټول فکر مې دا وي چې په کور کې وچې ډوډۍ وي. ماشومان مې د اختر مېوې او نوو کاليو خبرې کوي، خو زه هېڅ ځواب نه لرم چې هغوی ته یې ووایم.»
په هرات کې، ناهید چې په یوه د نجونو په مکتب کې د ملازمې په توګه کار کوي، هم ورته وضعیت تجربه کوي.
هغې وویل، د ژوند د لګښتونو زیاتوالی د هغې پر کورنۍ اضافي فشار راوستی دی.
«د کور کرایه لوړه ده، برېښنا هم هره میاشت خپل لګښت لري. کله چې دا ټول سره جمع کړم، وینم چې د اختر په څېر اضافي شیانو لپاره هېڅ پیسې نه پاتې کېږي.»
په غور کې، فاطمه چې په یوه روغتیايي مرکز کې کار کوي، وایي سره له دې چې بشپړ وخت کار کوي، بیا هم د خپلې کورنۍ د لومړنیو اړتیاوو په برابرولو کې له ستونزو سره مخ ده.
«موږ کار کوو، زحمت باسو، خو کله چې د میاشتې پای ته رسېږي، زموږ په لاس کې هېڅ نه وي. اختر د نورو لپاره خوښي ده، خو زموږ لپاره یوازې یوه عادي ورځ پاتې کېږي.»
په نیمروز کې، زهره چې په یوه مکتب کې د ملازمې په توګه کار کوي، وایي د هغې درې زره افغانی معاش حتی د خپلې کورنۍ د وچې ډوډۍ لپاره هم بسنه نه کوي.
«کله ناکله اړ کېږم پور واخلم، څو یوازې وکولای شم د خپلو ماشومانو نس مړ کړم. کله چې اختر راشي، ماشومان مې هیله لري، خو زه هېڅ نه لرم چې هغوی پرې خوشاله کړم.»
دا ښځې، د ډېرو نورو اړمنو کسانو خلاف، دندې لري، خو د ټیټ معاش او د ژوند د لګښتونو زیاتوالي هغوی په داسې وضعیت کې راوستي، چې له بېکارانو سره ډېر توپیر نه لري.



