ریچارد بنت: اروپا باید افغانان خطر ته بېرته ونه ګرځوي
- Zan News

- Jun 23
- 2 min read

ریچارد بنت، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي، له اروپايي ټولنې او د هغې له غړو هېوادونو غوښتي چې افغانان داسې ځای ته بېرته ونه ګرځوي چې د هغوی لپاره خطرناک وي.
بنت د سهشنبې په ورځ د (چنګاښ ۲مه) په خپله اېکس پاڼه کې بروکسل ته د طالبانو د یوه پلاوي د بلنې په غبرګون کې ویلي چې د اجباري نه ستنولو اصل «مطلق» او «نه تعلیقېدونکی» دی او په دې برخه کې هېڅ استثنا جواز نه لري.
دا غبرګون وروسته له هغه مطرح شو چې اروپايي ټولنې د طالبانو یو پلاوی بروکسل ته د یو شمېر افغان پناهغوښتونکو د بېرته ستنولو په اړه د خبرو لپاره وباله. اروپايي چارواکو ویلي چې دا خبرې تخنیکي دي او د طالبانو د رسمي پېژندنې معنا نه لري.
بنت ویلي چې شکنجه لا هم په افغانستان کې یو واقعي او جدي خطر دی. د هغه په وینا، د طالبانو لهخوا هېڅ ډول تضمین یا ډاډ نه شي کولای دا خطر له منځه یوسي.
په همدې حال کې، ملالې یوسفزۍ، د نوبل د سولې جایزې ګټونکې، هم بروکسل ته د طالبانو بلنه غندلې ده. هغې د دوشنبې په ورځ د (چنګاښ ۱مه) په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې له دې اقدامه «حیرانه او ژوره خواشینې» شوې ده.
ملالې ویلي، طالبان هماغه ډله ده چې نجونې یې ښوونځي ته له تګ منع کړې او ښځې او نجونې یې له عامه ژوند څخه حذف کړې دي.
هغې زیاته کړې چې طالبانو د «جنسیتي اپارتاید» له لارې د افغانستان ښځې او نجونې له زدهکړو، کار او ټولنیز حضور څخه محرومې کړې دي.
ملالې ټینګار کړی دی: «له طالبانو سره هر ډول تعامل باید د افغان ښځو او نجونو له حقونو پیل او پر هماغو پای ته ورسېږي.»
بروکسل ته د طالبانو بلنه د بشري حقونو د فعالانو او د پناهغوښتونکو د مدافع بنسټونو له پراخ غبرګون سره مخ شوې ده. منتقدان وايي، له طالبانو سره خبرې، حتی په تخنیکي کچه، کولای شي دې ډلې ته مشروعیت ورکړي او د افغان بېرته ستنېدونکو امنیت له خطر سره مخ کړي.
دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې طالبانو په نږدې تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان پر ښځو او نجونو پراخ محدودیتونه لګولي دي؛ د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو له تړلو نیولې د ښځو د کار تر منع پورې.
د بشري حقونو بنسټونو خبرداری ورکړی چې افغانستان ته د افغانانو بېرته ستنول، په ځانګړي ډول په اوسنیو شرایطو کې، کولای شي هغوی له نیولو، شکنجې، تعقیب او د بشري حقونو له جدي نقض سره مخ کړي.






