top of page

طالبانو په درېیو ولایتونو کې ۱۲ کسان، د دوو ښځو په ګډون، په درو ووهل

  • Writer: Zan News
    Zan News
  • Apr 15
  • 1 min read
Photo: Petros Giannakouris/AP/dpa/picture alliance
Photo: Petros Giannakouris/AP/dpa/picture alliance

طالبانو په خوست، زابل او هرات ولایتونو کې ۱۲ کسان، د دوو ښځو په ګډون، په عام محضر کې په درو وهلي دي.


د طالبانو سترې محکمې د چهارشنبې په ورځ (د وري ۲۶مه) په خپرو شوو خبرپاڼو کې ویلي چې دغه کسان د «مخدره موادو قاچاق او خرڅلاو» او «نامشروع اړیکو» په تور په درو وهل شوي دي.


د دې محکمې په وینا، په خوست ولایت کې اته کسان د مخدره موادو د قاچاق او خرڅلاو په تور له اتو تر لسو میاشتو بند او له ۱۰ تر ۱۵ درو محکوم شوي دي.


همداراز، په زابل او هرات ولایتونو کې څلور کسان، د دوو ښځو په ګډون، د «نامشروع اړیکو» په تور هر یو په بند او ۳۹ درو محکوم شوي دي.


په وروستیو اوونیو کې د طالبانو له‌خوا د خلکو پر وړاندې بدني سزاوې زیاتې شوې دي، په داسې ډول چې یوازې په تېره یوه اوونۍ کې له ۲۰ څخه ډېر کسان په درو وهل شوي دي.

 
 
bottom of page