طالبانو په میدان وردک او زابل کې پنځه کسان، د یوې ښځې په ګډون، په عام محضر کې ووهل
- Zan News

- Apr 13
- 1 min read

طالبانو پنځه کسان، د یوې ښځې په ګډون، په میدان وردک او زابل ولایتونو کې په عام محضر کې په درو وهلي دي.
د طالبانو سترې محکمې د دوشنبې په ورځ (د وري ۲۴مه) په خپرو شوو خبرپاڼو کې ویلي چې دغه کسان د «زنا او لواطت» او «غلا» په تور مجازات شوي دي.
په یوې خبرپاڼه کې راغلي چې څلور کسان، د یوې ښځې په ګډون، د «زنا او لواطت» په تور په دوه کاله بند او ۳۹ درو محکوم شوي وو.
په بله خبرپاڼه کې ویل شوي چې د زابل ولایت د شاهجوی ولسوالۍ کې هم یو کس د «غلا» په تور په درې کاله بند او ۳۹ درو محکوم شوی دی.
د طالبانو سترې محکمې ویلي چې دا سزاوې د طالبانو د قضايي مراجعو له تأیید وروسته، د ځايي چارواکو او اوسېدونکو په حضور کې عملي شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په ۲۰۲۱ کال د اګست میاشت کې، په عام محضر کې د شلاق په څېر سزاوو تطبیق بیا پیل کړی دی.
د راپورونو له مخې، له ۲۰۲۱ کال څخه تر ۲۰۲۵ کال پای پورې، لږ تر لږه ۱۸۴۸ کسان، چې شاوخوا ۲۵۰ ښځې هم پکې شاملې دي، په درو وهل شوي او شاوخوا له ۱۰ تر ۱۱ پورې د عام محضر اعدام پېښې هم ثبت شوې دي.



