top of page

طالبانو څلور کسان د هرات په اعتراضونو کې د ګډون په تور ونیول

  • Writer: Zan News
    Zan News
  • Jun 13
  • 1 min read
Social Media
Social Media

سیمه‌ییزې سرچینې په هرات کې وايي، طالبانو څلور کسان د دې ولایت په وروستیو اعتراضونو کې د ګډون په تور نیولي دي.


سرچینو د جمعې په ورځ، د غبرګولي ۲۲مه، ویلي چې دا کسان په هرات کې د ولسي اعتراضونو وروسته د طالبانو د ځواکونو له‌خوا نیول شوي دي. د سرچینو په وینا، د طالبانو د ځواکونو د ډزو په پایله کې یو تنکی ځوان هم ټپي شوی دی.


دا نیونې په داسې حال کې شوې دي چې د هرات د جبرئیل سیمې اوسېدونکي د سه‌شنبې په ورځ، د غبرګولي ۱۹مه، د طالبانو له‌خوا د پوښاک د ډول له امله د ښځو او نجونو د نیولو په اعتراض کې واټونو ته راووتل.


تر دې مخکې، یوناما په هرات کې د لږ تر لږه ۳۰ ښځو د نیولو او د معترضانو پر وړاندې د طالبانو د ځواکونو له‌خوا د زیات زور کارولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه. د بشري حقونو د څار سازمان هم ویلي چې د طالبانو ځواکونو د هرات د اعتراض د سرکوب پر مهال پر معترضانو ډزې کړې دي چې په پایله کې یې یو ماشوم وژل شوی، یو شمېر کسان ټپیان او یو شمېر نور نیول شوي دي.

 
 
bottom of page