طالبان: د افغانستان د ماین چاودنو ډېری قربانیان ماشومان دي
- Zan News

- 5 days ago
- 1 min read

د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي، په تېر یو کال کې په هېواد کې د ماینونو او ناچاودو توکو د چاودنو له امله ۸۷ کسان وژل شوي، چې له دې ډلې ۶۷.۵ سلنه قربانیان ماشومان دي.
د دې ادارې ویاند، محمدیوسف حماد، د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۵مه) په یوه ویډیويي پیغام کې وویل، دا شمېرې د هېواد په کچه د ماینونو او ناچاودو توکو د ۱۹۳ پېښو له ثبت وروسته راټولې شوې دي.
د هغه په وینا، په دغو پېښو کې ۳۳۳ نور کسان ټپیان شوي هم دي.
حماد زیاته کړې، چې په تېر یو کال کې ۵۸ کیلومتره ځمکه د ماینونو او ناچاودو توکو څخه پاکه شوې او ۲۴ زره او ۷۲۰ ماینونه او چاودېدونکي توکي موندل شوي او شنډ کړل شوي دي. د هغه په خبره، دا مهال په افغانستان کې ۱۵۵ د ماینپاکۍ ټیمونه فعالیت لري او له دوه میلیونه او ۱۰۶ زرو څخه زیاتو کسانو ته د ماینونو او ناچاودو توکو د خطرونو په اړه پوهاوی ورکړل شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې افغانستان د لسیزو جګړو وروسته لا هم د جګړو پاتې ماینونو او ناچاودو توکو له پراخ ککړتیا سره مخ دی. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، شاوخوا درې میلیونه او ۳۰۰ زره کسان په هېواد کې د ماینونو له ککړو سیمو څخه د یو کیلومتر په واټن کې ژوند کوي، هغه وضعیت چې د ماشومانو ژوند په مستقیم ډول ګواښي.



