میاشتې د طالبانو په زندان کې؛ د درېیو خبریالانو برخلیک په ابهام کې
- Ariahn Raya
- Apr 27
- 2 min read

له میاشتو راهیسې د شکیب نظری، حمید فرهادي او بشیر هاتف د نیولو وروسته، چې درې خبریالان او د رسنیو فعالان دي، د طالبانو په زندانونو کې د هغوی د وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
رسنیزې سرچینې او د دغو خبریالانو همکاران زننیوز ته وايي چې هغوی په نامعلومو شرایطو کې ساتل کېږي او تر اوسه یې له خپلو ملګرو سره منظمې لیدنې ته اجازه نه ده ورکړل شوې.
علي نور، په کابل کې خبریال، زننیوز ته وايي: «طالبانو دا خبریالان شکنجه کړي او حتی د هغوی ملګرو ته د لیدنې اجازه نه ورکوي.»
د هغه په وینا، دغو نیول شوو خبریالانو ته د لاسرسي محدودیت د هغوی د روغتیايي او حقوقي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
په همدې حال کې، نجیبالله شهیر، خبریال، د رسنیو د فعالانو نیول په هېواد کې پر رسنیو د فشار د زیاتېدو نښه بولي.
هغه زننیوز ته وايي: «طالبان د خبریالانو په نیولو سره ښيي چې له رسنیزې ټولنې سره ستونزه لري او نه غواړي چې د هغوی کړنې د رسنیو له لارې خپرې شي.»
د رسنیو د فعالانو له ډلې یوه سرچینه، چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، زننیوز ته وايي: «د دې خبریالانو د دوسیو د څېړنې په بهیر کې هېڅ شفافیت نشته او د هغوی وضعیت لا هم اندېښمنوونکی دی.»
د شته معلوماتو له مخې، طالبانو شکیب نظری د یوه جاپاني بهرنۍ رسنۍ سره د همکارۍ په تور په درې کاله بند محکوم کړی دی. همداراز، حمید فرهادي د «اطلاعات روز» ورځپاڼې سره د همکارۍ په تور په دوه کاله بند محکوم شوی دی.
د دغو خبریالانو د دوسیو د څېړنې جزییات په خپلواکه توګه نه دي تأیید شوي.
تر څنګ یې، د رسنیو د ملاتړ بنسټونو راپورونه ښيي چې په افغانستان کې د رسنیزو فعالیتونو پر وړاندې محدودیتونه زیات شوي دي.
د یوه راپور له مخې، په ۱۴۰۴ لمریز کال کې د رسنیو د ازادۍ له ۲۰۰ څخه ډېر د نقض پېښې او د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي موارد ثبت شوي دي. په دې کې ګواښونه، نیونې او کاري محدودیتونه شامل دي.
همداراز، د طالبانو د ځینو لارښوونو پلي کېدل، لکه د انځورونو پر خپرولو محدودیت، په یو شمېر ولایتونو کې د رسنیو د فعالیت بهیر بدل کړی دی. دې محدودیتونو ځینې تصویري رسنۍ اړ کړې چې خپل فعالیتونه ودروي یا یې بدل کړي.
د دې بهیر په دوام سره، د رسنیو فعالان په افغانستان کې د بیان د ازادۍ د راتلونکې په اړه اندېښنه څرګندوي.
هغوی له نړیوالو بنسټونو غواړي چې په افغانستان کې د خبریالانو وضعیت جدي تعقیب کړي.



