top of page

په افغانستان کې اختر؛ کله چې میندې د شپې ډوډۍ هم نه لري

  • Ariahn Raya
  • Mar 21
  • 2 min read
Photo: AREF KARIMI / AFP via 8am media
Photo: AREF KARIMI / AFP

په افغانستان کې د درې ورځني اختر دود عموماً له خوښۍ، لیدنو او هیلو سره مل وي، خو د افغانستان د ډېرو هغو ښځو لپاره چې د کورنۍ سرپرستي پر غاړه لري، دا مناسبت د غم، اندېښنې او د بقا د مبارزې بڼه لري.


یو شمېر دا ښځې، چې د خپلو کورنیو د لګښتونو مسوولیت پر اوږو لري، وایي نه یوازې دا چې خپلو ماشومانو ته د نوي کالي او د اختر د مېوې د اخیستو وس نه لري، بلکې د ژوند د تر ټولو لومړنیو اړتیاوو، لکه د شپې د ډوډۍ برابرولو کې هم له جدي ستونزو سره مخ دي.


صفورا، چې د کابل ښار یوه منځنۍ عمره ښځه ده، له همدې کسانو څخه ده.

هغې چې د څلورو یتیمو ماشومانو سرپرستي پر غاړه لري، هره ورځ د سړک غاړې ته کښېني او د سوال کولو له لارې هڅه کوي خپلو ماشومانو ته د ډوډۍ یوه مړۍ پیدا کړي.


هغې په غمجنه غږ زن‌نیوز ته وویل: «حتی د خپلو ماشومانو د نس مړول راته سخت دي، نو د اختر مېوې او یا نوي کالي خو لا پرېږده. یو ځل زما کور ته وګورئ، پوه به شئ چې څه تېروم. موږ حتی په وچه ډوډۍ هم د خپلو ماشومانو نس نه شو مړولی.»


ثریا، د مزارشریف اوسېدونکې او د شپږو ماشومانو مور، هم ورته وضعیت لري.


هغې د خلکو د کورونو د صفاکارۍ له لارې خپل ژوند پر مخ وړي، خو د ثابت کار نشتون لامل شوی چې عاید یې نامنظم او ناکافي وي.

هغې وویل: «سږ کال اختر داسې را رسېږي چې په کور کې هېڅ پیسې نه لرم، نه پوهېږم د کور لګښتونه څنګه پوره کړم. ماشومان مې سرګردانه دي. اختر چېرته؟»


په لوېدیځو ولایتونو کې هم وضعیت ډېر توپیر نه لري.


بی‌بي‌ګل، چې د بادغیس یوه ۴۵ کلنه ښځه ده، وایي د اقتصادي ستونزو له امله یې حتی نه ده توانېدلې چې خپل ماشوم ته یوه جوړه څپلۍ یا ساده کالي برابر کړي. هغې ټینګار کوي، چې د هغې اصلي لومړیتوب یوازې د خپلو ماشومانو لپاره د ورځې خواړه پیدا کول دي.


په هرات کې، زرغونه بله ترخه کیسه لري. هغه وایي، د خپل مېړه د ناروغۍ له امله اړ شوې چې د ژوند د لګښتونو د برابرولو لپاره سوال ته مخه کړي.

هغې وویل: «مېړه مې ناروغ دی، کرایي کور لرو، هره ورځ راځم، که څوک راسره مرسته وکړي، څلور وچې ډوډۍ اخلم او کور ته یې وړم. ډېر ځله داسې شوي چې تش لاس کور ته تللې یم. اختر پر موږ سخت تېرېږي، ځکه هېڅ نه لرو.»


دا ښځې وایي، اختر د دوی لپاره له نورو ورځو سره هېڅ توپیر نه لري، ځکه د هغوی په خبره، اختر هم د هغو ورځو له ډلې دی چې په اندېښنه او بې‌وزلۍ کې تېرېږي.


دا کیسې ښيي، چې د افغانستان د ډېرو هغو ښځو لپاره چې د کورنۍ سرپرستي پر غاړه لري، اختر د خوښۍ نښه نه، بلکې د ژوند د ستونزو او ژورو اقتصادي نابرابریو یادوونکی دی.

 
 
bottom of page