top of page

په تبعید کې د ښځو دادغوښتنه؛ فعالان د افغان ښځو د حقونو د بېرته ترلاسه کولو غوښتنه کوي

  • Writer: Zan News
    Zan News
  • Apr 23
  • 1 min read
Sent to ZAN TV
Sent to ZAN TV

یو شمېر افغان فعالانو په پاکستان کې د یوې دادغوښتنې غونډې په جوړولو سره د افغانستان د ښځو د حقونو د بېرته ترلاسه کولو لپاره پر دوامداره مبارزې ټینګار وکړ.


دا غونډه د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۲مه) ترسره شوه او یو شمېر مدني او سیاسي څېرو پکې ګډون درلود.


دا ناسته د «بدلون لپاره د نوي نسل شبکې» او «په تبعید کې د ازادګانو غورځنګ» له‌خوا جوړه شوې وه او پکې د شکریه بارکزي، عبدالله احمدي او په کویټه کې د کډوالۍ د نړیوال سازمان استازي ګډون کړی و.


مونسه مبارز، د بدلون لپاره د نوي نسل شبکې بنسټ‌ايښوونکې، په دې ناسته کې وویل چې کډوالي انتخاب نه، بلکې جبر دی، خو کولای شي د افغانستان د ښځو د غږ پورته کولو لپاره یوه زمینه برابره کړي.


شکریه بارکزي، د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې، هم وویل چې ښځو نن تر بل هر وخت زیات د زده‌کړو، ځان‌بسیاینې او ګډون اهمیت درک کړی او باید د بدلون لپاره په زړورتیا ودرېږي.


په دې پروګرام کې ویناوالو د ښځو د سیاسي جوړښتونو څخه پر ایستلو، ټولنیزو محدودیتونو او د نجونو د زده‌کړو له حقه پر محرومیت ټینګار وکړ.


د دې غونډې ګډونوالو د دادغوښتنې د دوام او د ښځو د حقونو د بېرته ترلاسه کولو لپاره د ګډو هڅو غوښتنه وکړه.


دا غونډه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، په افغانستان کې ښځې د زده‌کړو، کار او ټولنیز ګډون په برخو کې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي.

 
 
bottom of page