top of page

په فراه کې د یوه کور د دېوال د نړېدو له امله د یوې کورنۍ دوه غړي مړه شوي

  • Writer: Zan News
    Zan News
  • 4 days ago
  • 1 min read




Social Media
Social Media

په فراه ولایت کې د طالبانو مسوولان وايي، د فراه‌رود ولسوالۍ کې د یوه کور د دېوال د نړېدو له امله د یوې کورنۍ دوه کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي.


د فراه‌رود ولسوالۍ د طالبانو ولسوال، محمدصادق جهادمل، ویلي چې دا پېښه د پنجشنبې په ورځ، د سلواغې ۱۶مه، د دې ولسوالۍ په «ګورزنګ» سیمه کې رامنځته شوې ده.


د هغه په وینا، دا پېښه د وروستیو ورښتونو له امله شوې ده.


جهادمل زیاته کړې، چې په دې پېښه کې د کورنۍ پلار او لور یې خپل ژوند له لاسه ورکړی او د کورنۍ ښځه له دوو نورو ماشومانو سره ټپیان شوي دي.


د طالبانو د ځایي چارواکو په خبره، ټپیان د فراه‌رود ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي دي.


د یادونې وړ ده، چې د بارانونو په موسم کې د کورونو د چتونو او دېوالونو د نړېدو پېښې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې تر دې وړاندې هم د کورنیو د غړو د ژوند د له لاسه ورکولو لامل شوې دي.

 
 
bottom of page