په ننګرهار کې د کور د چت نړېدل؛ د یوې کورنۍ اووه غړي مړه شوي
- Zan News

- Apr 8
- 1 min read

د طالبانو ځايي چارواکو په ننګرهار کې ویلي چې په دې ولایت کې د یوه کور د چت د نړېدو له امله د یوې کورنۍ اووه غړي مړه شوي دي.
قریشي بدلون، په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر، ویلي چې دا پېښه د سهشنبې په شپه (د وري ۱۸مه) د شیرزاد ولسوالۍ د «کمي ترمي» په سیمه کې رامنځته شوې ده.
بدلون ویلي چې په وژل شویو کې ښځې او ماشومان شامل دي.
د دې پېښې لامل سخت باران بلل شوی دی.
هغه زیاته کړې چې له دې پېښې سره، په تېرو دوو ورځو کې د بارانونو او سېلابونو له امله د تلفاتو شمېر ۲۴ مړو او ۳۳ ټپیانو ته رسېدلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو ورځو کې په ننګرهار کې د کورونو د چتونو د نړېدو ورته څو پېښې هم راپور شوې دي.



