top of page

په ننګرهار کې د کور د چت نړېدل، یوه ښځه مړه شوې او دوه ماشومان ټپیان دي

  • Writer: Zan News
    Zan News
  • Mar 30
  • 1 min read
Social Media
Social Media

د ننګرهار ولایت د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویلي، د غني‌خېل ولسوالۍ کې د یوه کور د چت د نړېدو له امله یوه ښځه مړه شوې او دوه ماشومان ټپیان شوي دي.


د دې قوماندانۍ ویاند، سید طیب حماد، ویلي چې دا پېښه د یکشنبې په ماښام (د وري ۹مه) د غني‌خېل ولسوالۍ په «ویال ۲۵» سیمه کې رامنځته شوې ده.


هغه زیاته کړې، چې دا پېښه د وروستیو بارانونو له امله شوې او د نازیان ولسوالۍ کې هم د یوه بل کور چت نړېدلی، چې په هغه کې دوه کسان ټپیان شوي دي.


د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د شمېرو له مخې، د وروستیو بارانونو له امله په ټول هېواد کې لږ تر لږه ۱۷ کسان مړه شوي او ۲۶ نور ټپیان شوي دي.ان، در پی بارندگی‌های اخیر در سراسر کشور، دست‌کم 17 نفر جان باخته و 26 نفر دیگر زخمی شده‌اند.

 
 
bottom of page