په هرات کې د ښځو د نیولو پر ضد اعتراض؛ طالبانو معترضان په ډزو او وهلو ټکولو وځپل
- Zan News

- Jun 9
- 2 min read

طالبانو د هرات د جبرئیل سیمې د اوسېدونکو اعتراض، چې د دې ډلې لهخوا د ښځو د نیولو په غبرګون کې شوی و، په ډزو او وهلو ټکولو وځپاوه.
دا اعتراض نن سهشنبه (د غبرګولي ۱۹مه) په هرات کې د طالبانو د امر بالمعروف مأمورانو لهخوا د دې ډلې د خوښې وړ پوښاک له امله د ښځو او نجونو د څو ورځنیو نیونو وروسته پیل شو.
په دې اعتراض کې، د جبرئیل لسګونه اوسېدونکي نن سهار شاوخوا ۸:۰۰ بجې د دې ښارګوټي د عمومي سړک او د «بهار زندگی» څلورلارې په اوږدو کې راټول شول. معترضانو په دې تجمع کې د «زدهکړې، کار، ازادي» شعارونه ورکړل.
سیمهییزې سرچینې وايي، د طالبانو ځواکونو د معترضانو د خپرولو لپاره ډزې کړې او یو شمېر یې په لرګیو او ډبرو وهلي ټکولي دي. د سرچینو په وینا، لږ تر لږه درې معترضان ټپیان شوي او روغتون ته لېږدول شوي دي.
سرچینو همداراز ویلي چې یو ماشوم د اعتراض ځای ته نږدې د مرمۍ د چرو له لګېدو ټپي شوی دی. د هغوی په وینا، طالبانو د تجمع له خپرولو وروسته په جبرئیل کې د خپلو ځواکونو حضور زیات کړی او دې سیمې نظامي بڼه غوره کړې ده.
ریچارد بنت، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي، په هرات کې د معترضانو پر وړاندې د طالبانو لهخوا د زور د زیات استعمال په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. هغه نن په اېکس کې لیکلي چې د تاوتریخوالي عاملان باید ځوابویونکي شي.
ښاغلي بنت زیاته کړې چې د تاوتریخوالي د کمولو، د خلکو ازادیو ته د درناوي، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو، او د لا زیان د مخنیوي وخت را رسېدلی دی.
دا اعتراض په وروستیو ورځو کې په هرات کې د ښځو د نیولو په غبرګون کې ترسره شو. جورجیت ګانیون، د یوناما سرپرستې، پرون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ځانګړې ناسته کې ویلي وو چې طالبانو د شنبې او یکشنبې په ورځو کې لږ تر لږه ۳۰ ښځې په هرات کې د پوښاک د ډول له امله نیولې دي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له ۲۰۲۱ کال راهیسې، له بیا واکمنېدو وروسته، د ښځو پر پوښاک، تګ راتګ، زدهکړو، کار او ټولنیز حضور پراخ محدودیتونه لګولي دي.






