په هرات کې د ښځینه خبریالانو لپاره ځانګړې راډیو «نوای زن» فعالیت پیل کړ
- Zan News

- Oct 22
- 1 min read

په داسې حال کې چې د طالبانو پراخ محدوديتونه د افغانستان په کچه د ښځینه خبریالانو فعالیت سخت محدود کړی، يو غږیز رسنۍ د «نوای زن» په نوم په ځانګړې توګه د ښځینه خبریالانو د فعالیت لپاره په هرات کې خپل کار پیل کړی دی.
د دې راډیو مسؤلين وايي، د دې بنسټ هدف د ښځینه خبریالانو ملاتړ، د ښځو د حقونو لپاره دادخواهي، او د اوسني وضعیت لاندې د ښځو له ژوند او چلنجونو سره تړلو واقعيتونو ته انعکاس ورکول دي.
د دې رسنۍ د مسؤل په وینا، د راډیو ټول کارکوونکي او خبریالان ښځې دي، او ۸۰ سلنه خپرونې یې تعلیمي بڼې لري.
په همدې حال کې، ځینې مېرمنې چې له لارې یې د دې راډیو کارمندانې شوې دي، له دې فرصته خوښي ښيي او وايي، سره له شته ګواښونو او فشارونو، هوډ لري چې د هغه ښځو غږ شي، چې اوس د طالبانو د کنټرول، سانسور او پراخو محدودیتونو تر سیوري لاندې ژوند کوي.
په داسې شرایطو کې چې ډېرې رسنۍ تړل شوې او لسګونه ښځینه خبریالانې بېکاره شوې دي، د «نوای زن» فعالیت یو بېساری او زړور ګام بلل کېږي، څو د بیان ازادۍ او د ښځو د حقونو لپاره مبارزه ژوندۍ پاتې شي.



