ګارډین: له طالبانو سره د اروپا ناسته د افغانستان د ښځو غوسه راپارولې ده
- Zan News

- Jun 25
- 2 min read

ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی چې د اروپايي ټولنې د چارواکو وروستۍ لیدنه له طالبانو پلاوي سره په بروکسل کې، چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه د خبرو لپاره شوې وه، د افغانستان د ښځو او د بشري حقونو د فعالانو له پراخې غوسې سره مخ شوې ده.
دې ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ د (چنګاښ ۴مه) لیکلي چې یو شمېر افغان ښځو دا ناسته «د افغانستان د ښځو پر مخ څپېړه» بللې ده. د هغوی په وینا، اروپا د طالبانو د استازو په خبرو کېنولو سره هغې ډلې ته مشروعیت ورکوي چې ښځې یې له خپلو تر ټولو لومړنیو حقونو محرومې کړې دي.
په راپور کې راغلي چې افغان ښځې دا اقدام د اروپا لهخوا د خپلو پنځه کلنو رنځونو له پامه غورځول بولي. هغوی وايي، اروپايي ټولنه له طالبانو سره په خبرو کولو د افغانستان د ښځو له تر ټولو لومړنیو حقونو محرومیت نادیده نیسي.
دا ناسته د سهشنبې په ورځ په بروکسل کې ترسره شوه؛ وروسته له هغه چې د اروپايي ټولنې ۲۰ غړو هېوادونو د هغو افغان وګړو د بېرته ستنولو لپاره د لارو چارو د جوړېدو غوښتنه وکړه چې قانوني اقامت نه لري.
اروپايي چارواکو ویلي چې له طالبانو سره خبرې پر هغو کسانو متمرکزې دي چې د اروپا لپاره «امنیتي ګواښ» بلل کېږي.
خو ګارډین لیکلي چې د طالبانو چارواکو ته د بلنې په لیک کې د هغو افغانانو یادونه شوې چې په اروپايي ټولنه کې د اقامت قانوني حق نه لري؛ هغه موضوع چې د منتقدانو په وینا، د اخراجونو دایره ډېره پراخه ښيي.
د بشري حقونو فعالان دا ناسته د اروپا د مهاجرتي تګلارو د سختېدو یوه برخه بولي. هغوی خبرداری ورکړی چې له طالبانو سره خبرې، حتی که «تخنیکي» وبلل شي، کولای شي له دې ډلې سره د اړیکو عادي کېدو او پر طالبانو د بشري حقونو د فشارونو کمزوري کېدو لامل شي.
د اروپايي ټولنې د هغو شمېرو له مخې چې ګارډین ورته اشاره کړې، د دې ټولنې غړو هېوادونو د ۲۰۱۳ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ د افغان وګړو شاوخوا یو میلیون د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ترلاسه کړي او نږدې نیمایي یې منل شوي دي.
په همدې حال کې، ملګرو ملتونو مخکې راپور ورکړی و چې افغانستان ته بېرته ستانه شوي یو شمېر افغانان له خپلسرو نیونو، شکنجې او ناوړه چلند سره مخ شوي دي. د بشري حقونو فعالان وايي، افغانستان ته د افغانانو بېرته ستنول، هغه هېواد ته چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له بشري حقونو او انساني کړکېچ سره مخ دی، کولای شي د ډېرو کسانو ژوند له خطر سره مخ کړي.
د اروپايي ټولنې چارواکو ټینګار کړی چې دا ناسته د طالبانو د رسمیت پېژندلو معنا نه لري. خو منتقدان وايي، د ویزو صادرول، په بروکسل کې د ناستې کوربتوب او د طالبانو له استازو سره خبرې په عمل کې دې ډلې ته سیاسي اعتبار ورکوي.
دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې طالبانو د افغانستان ښځې او نجونې له زدهکړو، کار، د تګ راتګ له ازادۍ او په عامه ژوند کې له پراخ حضور څخه محرومې کړې دي. د ښځو د حقونو فعالان وايي، له طالبانو سره هر ډول تعامل د بشري حقونو له شرط پرته، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې، کولای شي په افغانستان کې د ښځو سرکوب عادي کړي.






