top of page

یوناما: په ۲۰۲۵ کال کې له ۳۴ میلیونو ډېر کسانو ته په افغانستان کې خدمات وړاندې شوي

  • Writer: Zan News
    Zan News
  • Apr 15
  • 1 min read
Photo: © UNICEF
Photo: © UNICEF

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په یوه اعلامیه کې ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې، د نړیوالو مرستو د کمېدو سره سره، له ۳۴ میلیونو ډېر کسانو ته بنسټیز خدمات وړاندې شوي دي.


په دې اعلامیه کې، چې د چهارشنبې په ورځ (د وري ۲۶مه) خپره شوې، راغلي چې دغو کسانو له روغتیايي خدماتو، اقتصادي فرصتونو او د معیشت له ملاتړ څخه ګټه اخیستې ده.


د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو په مرسته له ۴.۶ میلیونو ډېر ماشومان په عامه ښوونځیو کې شامل شوي او شاوخوا ۴۵ زره دوامدارې دندې رامنځته شوې دي چې ۵۵ سلنه یې ښځو ته ځانګړې شوې دي.


یوناما همداراز ویلي چې د «د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ستراتېژیک چوکاټ» تر عنوان لاندې د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو پروګرامونو بودجه د درېیم پرله‌پسې کال لپاره زیاته شوې او په ۲۰۲۵ کال کې ۱.۷ میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده.


ایندریکا راتواته، د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیاله او د بشري مرستو همغږوونکې، ویلي چې د مرستو د کمېدو فشار، د کډوالو پراخ بېرته ستنېدل، اقلیمي بدلونونه او عملي محدودیتونه سره سره، بنسټیز خدمات لا هم خلکو ته وړاندې شوي دي.


دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا له ۲۲ تر ۲۳ میلیونو پورې کسان په افغانستان کې بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لرله او له ګاونډیو هېوادونو څخه د ۱ تر ۲.۷ میلیونو کسانو بېرته ستنېدو پر خدماتو فشار زیات کړی دی.

 
 
bottom of page