د نجونو کتاب او قلم د طالبانو د بندیز د لوړو دېوالونو په کټار کې بند
- Ariahn Raya
- Sep 13
- 3 min read
د شهلا کیسه د زننیوز سره

د غور د وچو او یخو غرونو په زړه کې، هلته چې ژوند له کوچنیوالي نجونو ته دا ور زده کړي چې «په چوپتیا ساه اخیستل» یو هنر دی، یوه نجلۍ اوسېده چې پخوا یې ګومان کاوه کولای شي نړۍ بدله کړي؛ د کتاب په وسیله، د قلم په وسیله، د پوهې په وسیله. نوم یې شهلا قریشي دی؛ ۱۸ کلنه ده، خو د هغې د خوبونو عمر تر هغه ډېر لنډ و لکه څومره چې یې فکر کاوه.
هغې ویل:
«هر سهار، د اوو نیمو بجو په وخت، کتابونه مې تر بغل لاندې نیول او په خوښ زړه به ښوونځي ته روانه شوم. باور مې نه کېده چې داسې ورځ به راشي چې ښوونځی جرم وي او نجلۍ کېدل ګناه.»
د طالبانو له واکمنېدو سره، د غور د لعل او سرجنگل ولسوالۍ لېرې پروت کلی «جوقلک» هغه ځای چې د شهلا قریشي په زړه کې د هیلو رڼا پرې خپره شوې وه، له زرګونو هغو ځایونو څخه شو چې د نجونو لپاره زدهکړه پکې ناڅاپه ممنوعه اعلان شوه.
په هماغو ورځو کې، نه یوازې د ښوونځی دروازې وتړل شوې، بلکې د شهلا په زړه کې د هیلو کړکۍ هم ورو ورو د خاموشۍ پر لور روانې شوې.
«کله چې مې واورېدل نور ښوونځي ته نه شم تللی، داسې وه لکه چا چې په زړه کې مې خنجر ښخ کړی وي. له شپې تر سهاره مې ژړل، باور مې نه کېده چې ژوند مې باید په کور کې بند پاتې شي، بې کتابه، بې راتلونکي.»
شهلا د خپلو خوبونو د ژغورلو لپاره پرېکړه وکړه چې له هېواده ووځي.
هغې ایران ته سفر وکړ، په دې هیله چې ښايي د پولې هاخوا د هغې په څېر نجونو ته ځای وموندل شي؛ خو هیله یې ډېر ژر په ناامیدۍ بدله شوه.
«په ایران کې هم چې ورغلم، راته یې وویل ته اتباع یې، ښوونځي ته نه شې تلای. زړه مې مات شو. داسې وه لکه هر ځای چې لاړم، نړۍ راته وایي: ته یوازې باید چوپه پاتې شې.»
له افغانستان ته د ناامیده ستنېدو وروسته د شهلا روحیه ونه زغملای شوه او له سختو رواني او روحي ستونزو سره مخامخ شوه.
هغې څو میاشتې د نیمروز په یوه روغتون کې بستر تېره کړه او اوس د اعصابو په دواګانو ورځ تېروي؛ په داسې حال کې چې د هغې لپاره نه ښوونځی شته، نه ارمان او نه هم روښانه راتلونکی.
«څو ځله مې پرېکړه وکړه ځان ووژنم. یو ځل خو آن تر وروستي ګامه ورسېدم... خو نه پوهېږم څه وشول چې وژغورل شوم. ښايي ځکه چې مور مې لا هم د زما د موسکا په تمه ده، یا ښايي ځکه چې زړه مې غوښتل څوک مې غږ واوري.»
اوس شهلا په یوه تیاره کوټه کې، د نیمروز د یوې وړه کوره په یوه زاړه کونج کې، خپلې ورځې د ارامو ګولیو او شپې د ژړا سره تېروي.
هغې زننیوز ته وویل:
«نور پر هېڅ شي باور نه لرم. نه پر عدالت، نه پر ژوند. یوازې تمه کوم ووینم چې تر کله ژوندۍ یم...»
او دا درد یوازې د شهلا نه دی، بلکې د هغې کیسه د زرګونو نجونو د ژوندانه انعکاس دی؛ نجونې چې غږونه یې چوپ شوي، خو لا هم د دې وطن په تیارو کې د هیلو یوه نیمهساه شعله په زړونو کې لګیا ده. شعله چې که مړه شي، نه یوازې یو نسل، بلکې د یوې ملت راتلونکی به په تیارو کې ډوب کړي.

