طالبان؛ وسلوال ناپوهان دي چې له ناپوهۍ يې واکمني جوړه کړې ده
- Zan News

- Oct 6
- 2 min read

څلور کاله له هغه وخته تېرېږي چې جمهوري نظام ونړېد او طالبان يو ځل بيا واک ته ورسېدل؛ څلور کاله چې هره ورځ يې د دوکې، ناپوهۍ او تاوتريخوالي ياد تازه کوي. ذبيحالله مجاهد، د طالبانو وياند، په خپل وروستي مرکه کې له «اسکای نيوز» سره ادعا کړې چې دا ډله له «د مشروعيت له ستونزې» سره نه ده مخ، او ګڼ هېوادونه په «غيرعلني ډول» هغوی منلي دي.
خو حقيقت دا دی چې طالبان نه مشروعيت لري او نه د حکومت کولو وړتيا. تر اوسه هېڅ هېواد پرته له روسيې دا د ښځو دښمن او د بشري حقونو ناقض رژيم په رسميت نه دی پېژندلی. نړيواله ټولنه لا هم طالبان يو شاتګپاله ډله ګڼي، چې له نړۍ سره د خبرو اترو موخه يې يوازې د خپل واک دوام دی.
د مشروعیت دروغ
طالبان هڅه کوي چې د سياسي نندارو او فريبوړونکو اصطلاحاتو له لارې خپل څېره د نړۍ پر وړاندې ورغوي، خو مشروعيت د پټکارۍ او دروغو په وسيله نه شي رانيول کېدای. مشروعيت هغه وخت مانا لري چې نجونې زدهکړې ته ولاړې شي، رسنۍ آزادې وي او خلک بې له وېرې خپل غږ پورته کړي؛ نه هغه وخت چې کابل په تيارې او چوپتيا کې ډوب وي.
د انټرنیټ بندیدل؛ د پوهاوي بندول
په ټول افغانستان کې د ۴۸ ساعتونو لپاره د انټرنېټ بندېدل، چې د بانکونو د تړل کېدو او د خلکو د ورځني ژوند د فلج کېدو سبب شو، يو «تخنيکي اختلال» نه، بلکې د خلکو د غږ د غلي کولو يو قصدي عمل و. طالبان له پوهاوي ويريږي - له دې چې خلک وګوري، ولولي او درک وکړي. له هغو ښځو چې انلاين زدهکړه خپله وروستۍ هيله بولي، تر هغو خبريالانو پورې چې په جلاوطنۍ کې د بېغږه خلکو غږ ساتي، ټول د طالبانو له دې وېرې قربانيان دي.
د ښوونځیو تړلې دروازې؛ د "افغان کلتور" دروغ
د طالبانو وياند ويلي: «زه نشم کولی د نجونو ښوونځي ته د راستنیدو په اړه هیڅ ژمنه وکړم.» دا يوه جمله د طالبانو د ټول سياست لنډه څېره ده: بې ژمنې، تبعيض او سپکاوی. څلور کاله تېر شول، ميليونه نجونې لا هم د ښوونځیو تر بندو دروازو شا ته پاتې دي، او طالبان لا هم وايي چې «موضوع تر څېړنې لاندې ده». حقيقت دا دی چې هغوی له زدهکړې ويريږي، ځکه پوهېږي چې پوهه د ناپوهۍ تر ټولو ستر دښمن دی.
د روغتيايي زدهکړې بنديز؛ د ښځو پر ژوند بريد
طالبانو د ښځو لپاره په طبي او نرسنګ څانګو کې زدهکړې هم بندې کړې دي. په هغه هېواد کې چې ښځې د زيږون پر مهال ژوند له لاسه ورکوي، طالبان ادعا کوي: «موږ کافي ښځينه ډاکټرانې لرو.» دا يوازې د ناپوهۍ نښه نه ده، بلکې د ظالمانه بېرحمۍ سند دی. هغوی آن د ژوند حق هم له ښځو اخيستی دی.
په پایله کې، د طالبانو تیاره امارت د دین په نوم د انسانیت په وړاندې ترټولو لوی جرم ترسره کوي. هغوی اسلام يو سياسي لرګی ګرځولی او افغانستان يې د چوپتيا په زندان بدل کړی دی. خو هېڅ نظام د ناپوهۍ، دروغو او زور پر بنسټ نه دی پاتې شوی.
هغه ورځ به راشي چې د نجونو غږونه يو ځل بيا د ښوونځیو په ټولګیو کې انګازې وکړي، او تاريخ به طالبان نه د يو حکومت، بلکې د يوې مذهبي او انساني فاجعې په توګه ياد کړي.
ليکوال: تميم عطايي

