د پوښاک له امله نیول کېدل؛ په هرات کې د ښځو ژوند له وېرې او محدودیتونو سره
- Ariahn Raya
- 5 days ago
- 3 min read

په هرات ولایت کې د ښځو پر پوښاک د طالبانو محدودیتونو دا ولایت د زرګونو ښځو او نجونو لپاره د وېرې، کنټرول او سپکاوي ډک چاپېریال ګرځولی دی.
د طالبانو د تلاشي پوستې په څلورلارو او اصلي لارو کې نه یوازې د ښځو تګ راتګ محدود کړی، بلکې د هغوی رواني ارامتیا یې هم په بېساري ډول ګډوډه کړې ده.
ښځې وايي، مخکې له دې چې له کوره ووځي، څو څو ځله هندارې ته ګوري؛ نه د ښکلا لپاره، بلکې له دې وېرې چې د جامو رنګ، د مانتو اوږدوالی یا د پوښاک ډول یې د نیولو، سپکاوي یا له کورنیو سره د اړیکې نیولو پلمه ونه ګرځي.
عاطفه، ۱۹ کلنه نجلۍ، وايي چې وېره هره ورځ تر هغې مخکې له کوره وځي. هغه چې په یوه خیاطي کارځای کې کار کوي، زننیوز ته وايي:
«قسم خورم هر سهار چې د کور دروازه پرانیزم، زنګونونه مې لړزېږي. داسې احساس کوم چې هر طالب چې په سړک ولاړ وي، د پلمې په لټه کې دی څو موږ ونیسي. یوازې دا فکر کوم که ما ونیسي، که د نورو نجونو په څېر ونیول شم، زما او زما د کورنۍ حیثیت به څه شي؟ دا وېره له زندان نه هم بده ده.»
هغه وايي طالبان حتی د هغو ښځو جامو ته هم رحم نه کوي چې د خپلې کورنۍ د نفقې لپاره کار کوي:
«موږ مجبوره یو کار وکړو، مجبوره! خو طالبان موټرونه دروي، ټکسي ګانې تلاشي کوي او د ښځو جامو ته ګوري. که مانتو وي، لکه چې لوی جرم مو کړی وي. هېڅوک نه پوښتي چې موږ په څه ژوند وکړو.»
دا وېره یوازې تر ځوانو نجونو محدوده نه ده.
صفورا، یوه کونډه چې د درېیو ماشومانو مور ده، وايي هر ځل چې د کار لپاره له کوره وځي، له ځان سره خدای پاماني کوي؛ داسې خدای پاماني چې له اندېښنې او ناهیلۍ سره مل وي.
هغه وايي:
«اوس بهر وتل راته عذاب دی. یوه ورځ وېریږم چې جامې مې لنډې نه وي، بله ورځ فکر کوم رنګ یې د طالبانو خوښ نه شي. شپې خوب نه لرم. میاشتې کار کوم، دوه زره افغانۍ ګټم، خو اړ یم هماغه پیسې پر خپلو ماشومانو ولګوم. د ځان لپاره د داسې جامو لګښت له کومه کړم چې طالبان پرې خوښ شي؟ نه پوهېږم د خپلو ماشومانو نس مړ کړم که ځان د طالبانو له نیولو وژغورم.»
کریمه، په هرات کې د یوه کلینیک نرسه، هم وايي چې د طالبانو وېره حتی پر درملیز چاپېریال اغېز کړی دی.
هغه وايي:
«زه هره ورځ له وېرې له کوره وځم. کله چې سړک ته ورسېږم، یوازې دا دعا کوم چې طالبان موټر ونه دروي. طالبانو ډېرې نجونې یوازې د مانتو له امله نیولي دي. له پلرونو سره یې اړیکه نیولې او هغوی یې شرمولي دي.»
هغې زیاته کړې:
«زما د تره لور یوه ورځ یوازې روغتون ته تللې وه. په چوک کې طالبانو هغه له موټر ښکته کړه او څو ساعته یې ودروله تر څو یې پلار راغی. کله چې خوشې شوه، نور هغه پخوانۍ نجلۍ نه وه. له هغې ورځې وروسته ان د باندې وتلو جرأت هم نه لري.»
د ښځو د حقونو فعالان وايي، هغه څه چې په هرات کې روان دي، یوازې «د پوښاک کنټرول» نه دی، بلکې د ښځو پر وړاندې یو ډول سیستماتیک تاوتریخوالی او د ټولیزې وېرې رامنځته کول دي. دا وضعیت په تدریجي ډول ښځې له کار، ټولنې او عادي ژوند څخه حذفوي.
په داسې حال کې چې طالبان دا تګلارې «د شریعت پلي کول» بولي، ښځې وايي دا محدودیتونه مزمنه اندېښنه، رواني ماتې او د دوامدار ناامنۍ احساس رامنځته کړی دی.
د هغوی په باور، د ښځو بدن او پوښاک د طالبانو د ځواک د ښودلو وسیله ګرځېدلې ده.



