top of page

د مقتدره ښځو غورځنګ په هرات کې پر شیعه‌ګانو مرګونی برید وغنده

  • Maryam Naiby
  • 9 minutes ago
  • 1 min read
Sent to ZAN TV
Sent to ZAN TV

د افغانستان د مقتدره ښځو غورځنګ په هرات ولایت کې پر شیعه‌مذهب لرونکو وروستي برید وغنده.


دې غورځنګ په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا پېښه په افغانستان کې د مذهبي ډلو د سیستماتیک هدف ګرځولو د دوام ښکارندویي کوي.


په اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان شیعه ټولنه تل له ګواښ، تبعیض او تاوتریخوالي سره مخ ده او پر جوماتونو، تعلیمي مرکزونو او مذهبي غونډو پرله‌پسې بریدونه د دې ډلې د افراط‌ګرۍ او تروریزم پر وړاندې د زیان‌مننې څرګندونه کوي.


دې غورځنګ له نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او د بشري حقونو بنسټونو غوښتي چې د دغو پېښو پر وړاندې بېړنی او اغېزمن اقدام وکړي، خپلواکې څېړنې ترسره شي او عاملان یې ځواب‌ویونکي وګرځول شي.


دا په داسې حال کې ده چې د جمعې په ورځ (د وري ۲۱مه) د هرات د انجیل ولسوالۍ د «ده میری» په کلي کې په یو وسله‌وال برید کې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي او شاوخوا له ۱۱ تر ۱۵ نور ټپیان شوي دي. ناپېژانده موټرسایکل‌سپرو بریدګرو د شیعه‌ګانو د زیارت ته نږدې پر یو تفریحي ځای برید کړی او خلک یې په ډزو ویشتلي دي.


په افغانستان کې د شیعه‌ګانو اړوند پر غونډو او مراسمو بریدونه مخینه لري او په ځینو پېښو کې مخکې داعش د ورته بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

 
 
bottom of page