top of page

طالبانو په هرات کې په پلورنځیو کې د ښځو غږ منع کړی دی

  • Ariahn Raya
  • Sep 11
  • 3 min read
Photo: ALI KHARA | REUTERS via JapanTimes
Photo: ALI KHARA | REUTERS via JapanTimes

په تازه‌ترین سرکوبګر اقدام کې، طالبانو په پلورنځیو کې د ښځو غږ منع کړی دی.


د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې په هرات کې ښځو ته خبرداری ورکړی چې د توکو د پېر پر مهال باید په لوړ غږ خبرې ونه کړي، بلکې یوازې د اشارې په وسیله خپله اړتیا پلورونکي ته ورسوي. دغه پرېکړه د افغانستان د ښځو او د بشري حقونو د فعالانو ترمنځ د غوسې او ناامیدۍ څپه راپورته کړې ده.


د هرات ښځې دا بندیز د ټولنیز سرکوب «تر ټولو سپکونکې» بڼه بولي.


یوه د هرات اوسېدونکې ښځه د زن‌نیوز سره په خبرو کې وویل: «حتی د خبرو کولو حق هم له موږ واخیستل شو. موږ نور انسانان نه یو، یوازې د حضور یوه سیوري یو چې باید چوپ، غلې او نه لیدل کېدونکې پاتې شو.»


د ښځو د غږ بندیز د طالبانو د سختو ښځه‌ستیزه تګلارو دوام دی، هغه تګلارې چې له واک ته د بېرته ستنېدو سره یې په پرله‌پسې ډول پلې کړي دي؛ د نجونو د ښوونځیو تړل، له دولتي ادارو د ښځو ایستل، د تګ راتګ او پوښاک سخت محدودول، ټول هغه ګامونه دي چې ښځې یې له ټولنیز فضا څخه ګام پر ګام شړلې دي.


فریده، چې نوم یې مستعار دی، بله نجلۍ ده چې د طالبانو له دې اقدامه شکایت لري او دا د ښځو له ټولنې ایستل بولي.


هغې وویل: «اوس یوازې همدا پاتې دي چې طالبان راشي او راته ووایي چې ته ښځه یې، ساه مه اخله، ځکه نور هېڅ ډول بندیز نه دی پاتې چې یوازې د ښځو کېدو له امله پر موږ وتپل شي.»


په داسې حال کې چې طالبان هڅه کوي په نړيواله کچه ځان د یوه باثباته او د خبرو وړ حکومت په توګه معرفي کړي، د داسې فرمانونو صادرول یو ځل بیا ښيي چې د دې ډلې په ایډیولوژیک ماهیت کې هېڅ بدلون نه دی راغلی. طالبان نه یوازې په جنسیتي برابري باور نه لري، بلکې د ښځې حضور په هر ډول د خپل نارینه‌محوره نظم لپاره ګواښ ګڼي.


دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د بشري حقونو سازمانونو د طالبانو د ښځو او نجونو پر وړاندې بندیزونه د جنسیتي آپارتاید څرګند مثال بللی او د افغان ښځو پر ضد د محدودیتونو د زیاتېدو په اړه یې خبرداری ورکړی دی. سره له دې، د نړیوالې ټولنې غبرګون لا هم د رسمي بیانونو او د اندېښنو د څرګندولو په کچه پاتې شوی او په عملي ډول پر طالبانو هېڅ اغېزناک فشار نه دی وارد شوی.


بل پلو د ښځو د حقونو فعالان وایي په داسې بازاریو کې چې ښځې آن د خپلو لومړنیو اړتیاوو د څرګندولو لپاره هم چوپتیا ته اړېږي، نور د انساني کرامت په نوم هېڅ نه دی پاتې.


شراره کریمي، د ښځو د حقونو له فعالانو څخه یوې د زن‌نیوز سره په خبرو کې وویل: «طالبان په دغو بندیزونو سره هم د ښځو کرامت تر پوښتنې لاندې راولي او هم ښځې د خپلو فرمانونو بندیانوي. د دې ډلې په نظام کې ښځه یعنې زنداني، په داسې حال کې چې د دوی ښځې پخپله په بهرنیو هېوادونو کې ژوند کوي.»


د طالبانو فرمان د ښځو د غږ د بندیز په اړه یوازې یو اداري دستور نه دی، بلکې یو سیاسي پیغام دی: ښځه په افغانستان کې، چې د طالبانو تر واک لاندې دی، هېڅ حق نه لري.


نه د زده‌کړې حق، نه د کار حق او اوس... آن د پلورنځیو څخه د خپلو اړتیاوو د اخیستو لپاره د غږ حق هم نه.

 
 
bottom of page