CPJ په امریکا کې د نیول شوي افغان خبریال د خوشې کولو غوښتنه وکړه


د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې (CPJ) په امریکا کې د نیول شوي افغان خبریال شعبانعلي رفعت د سمدستي خوشې کولو غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی چې افغانستان ته د هغه ایستل ښايي نوموړی د طالبانو د غچ اخیستنې او ځورونې له خطر سره مخ کړي.
دغې کمېټې د جمعې په ورځ د (نومبر په ۱۳مه) په یوه اعلامیه کې د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو له ادارې (ICE) غوښتي چې رفعت بې له کوم شرطه خوشې کړي او د هغه د پناه غوښتنې د بشپړې څېړنې زمینه برابره کړي.
د دې اعلامیې له مخې، رفعت د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له ۲۱مې راهیسې، چې د پناه غوښتنې لپاره یې امریکا ته د ننوتلو هڅه وکړه، د کالیفرنیا په ایالت کې د کډوالۍ ادارې په توقیف کې دی.
د هغه مدافع وکیل ډېوېډ تار ویلي چې رفعت اوس افغانستان ته د ایستل کېدو له خطر سره مخ دی.
په امریکا کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د سیمهییز پروګرام مشر خوزه زامورا ویلي چې رفعت د طالبانو د ګواښونو له امله له افغانستانه تښتېدلی و او بېرته دغه هېواد ته د هغه ستنول په دې معنا دي چې نوموړی د هماغو کسانو لاس ته سپارل کېږي چې ترې تښتېدلی دی.
دغې کمېټې د رفعت اوږدمهاله توقیف د رسنیو د ازادۍ او بشري حقونو په برخه کې د امریکا له ژمنو سره په ټکر کې بللی او د هغه د پناه غوښتنې د دوسیې د څېړنې غوښتنه یې کړې ده.
شعبانعلي رفعت د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وړاندې، د معارف په دولتي ټلوېزیون کې د پروډیوسر او خبریال په توګه کار کاوه او د کابل پوهنتون د رسنیو لوړپوړی مسؤل هم و.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وایي چې د رفعت د پناه غوښتنې د دوسیې د وضعیت په اړه یې د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د امریکا د کورني امنیت له وزارت او د دغه هېواد د کډوالۍ او ګمرکونو له ادارې سره اړیکه نیولې، خو د اعلامیې تر خپرېدو پورې یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.






