top of page

ملګري ملتونه: د اکتوبر تر پایه له ۷۰۰ زرو ډېر افغانان له پاکستانه راستانه شوي دي

Husnah Ahmade
2 hours ago
2 min read
Afghan returnees, including women, men and children, gather near trucks loaded with belongings and temporary tents at the Torkham border crossing.
Photo: Sayed Habib Bidell / UN Women

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وایي چې د ۲۰۲۶ کال له پیل څخه د اکتوبر تر ۳۱مې پورې، ۷۲۴ زره او ۶۰۰ افغان وګړي له پاکستان څخه خپل هېواد ته راستانه شوي دي. ښځې او ماشومان د راستنو شویو کسانو له نیمایي څخه زیاته برخه جوړوي.


دغه بنسټ په خپل «له پاکستان څخه افغانستان ته د راستنېدونکو پر وړاندې بېړنی غبرګون» راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۵ کال د اپرېل له لومړۍ نېټې راهیسې د ټولو راستنو شویو کسانو ۵۰ سلنه ښځې او نجونې دي. د همدې راپور له مخې، ماشومان د ټولو راستنو شویو کسانو ۵۴ سلنه جوړوي.


په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ څخه د مرستو ترلاسه کوونکو ۸۰ سلنه ښځې او ماشومان دي. دا کچه په ۲۰۶ کال کې د مرستو ترلاسه کوونکو ترمنځ ۸۲ سلنې ته رسېدلې ده.


همدارنګه، په ټولیز ډول د مرستو ترلاسه کوونکو ۳۵ سلنه کورنۍ او په ۲۰۲۶ کال کې د مرستو ترلاسه کوونکو ۴۶ سلنه کورنۍ د ښځو تر سرپرستۍ لاندې دي. دا شمېرې ښيي چې د هغو کورنیو په منځ کې چې د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره پر بشري مرستو تکیه کوي، د ښځو تر سرپرستۍ لاندې کورنۍ د پام وړ برخه جوړوي.


د دغه بنسټ راپور همدارنګه ښيي چې د ارزول شویو کورنیو ۷۷ سلنه سرپرستان هېڅ ډول رسمي زده‌کړې نه لري او ۴۹ سلنه یې د کاري مهارتونو له نشتوالي سره مخ دي. دا شمېرې په ځانګړې توګه د کورنیو پر سرپرستانو پورې اړه لري، نه پر ټولو راستنو شویو کسانو.


د راپور په بله برخه کې راغلي چې په ۲۰۲۶ کال کې ۲۰۲ زره او ۸۰۰ راستنو شویو افغان وګړو په افغانستان کې د دغه بنسټ له مرستو ګټه اخیستې ده. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي چې په دغو مرستو کې د بایومتریک ثبت او یو شمېر مستحقو راستنېدونکو ته نغدي مرستې شاملې وې.


دغه بنسټ د پراخو راستنېدنو دوام د افغانستان پر بشري وضعیت او د خلکو د خوندیتوب پر شرایطو د فشار د زیاتېدو لامل بللی او ویلي یې دي چې د افغانستان او پاکستان د پولې په اوږدو کې ناامني، د هېواد دننه بې‌ځایه کېدل او بشري مرستو ته د لاسرسي محدودیتونو وضعیت لا پېچلی کړی دی.


دغه بنسټ ټینګار کړی چې د افغان وګړو راستنېدل باید په خوندي، داوطلبانه او د انساني کرامت په ساتلو سره ترسره شي او له راستنېدونکو او کوربه ټولنو سره ملاتړ ته دوام ورکړل شي.

 
 
bottom of page