په غزني کې د لاسي بم چاودنې د یوې ښځې ژوند واخیست

2 hours ago
1 min read

په غزني کې د طالبانو سیمهییز مسؤلین وایي چې د دغه ولایت په ګیرو ولسوالۍ کې یوه ۳۰ کلنه ښځه د لاسي بم په چاودنه کې مړه شوې ده.
په غزني کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد سرحدي ویلي چې دا پېښه د شنبې په ورځ د (لړم په ۲۳مه) مازدیګر مهال د ګیرو ولسوالۍ د شیرزاده کلي په یوه استوګنیز کور کې شوې ده.
د سرحدي په وینا، لاسي بم د دې ښځې خاوند کور ته راوړی و.
د یادونې وړ ده چې دا په تېره یوه میاشت کې په غزني ولایت کې د لاسي بمونو او ناچاودو مهماتو د چاودنې درېیمه پېښه ده، چې په دغو پېښو کې ټولټال درې کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.






