top of page

بې پولې خبریالان: طالبانو افغانستان په «د معلوماتو زندان» بدل کړی

  • Maryam Naiby
  • 4 hours ago
  • 3 min read
Image: © Getty Images
Image: © Getty Images

بې پولې خبریالان (RSF) وایي، طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې افغانستان په منظم ډول په «د معلوماتو زندان» بدل کړی دی، داسې ځای چې له هر نوي فرمان سره د خبریالانو او خپلواکو رسنیو د فعالیت فضا لا تنګېږي.


دغه سازمان د دوشنبې په ورځ د (زمري په ۱۹مه) واک ته د طالبانو د بېرته ستنېدو د پنځمې کلیزې په مناسبت په یوه راپور کې ویلي چې دغې ډلې د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې د رسنیو د ازادۍ د محدودولو لپاره له ۲۰ څخه ډېر سراسري دستورونه او ګڼ شمېر سیمه‌ییز فرمانونه صادر کړي دي. پر طالبانو د نیوکې بندیز، د ښځینه خبریالانو پراخ حذف، د سیاسي بحثونو بندول او د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز، هغه محدودیتونه دي چې RSF ورته اشاره کړې ده.


د بې پولې خبریالانو د سویلي اسیا د څانګې مسؤلې سیلیا مرسیه ویلي چې طالبانو په پنځو کلونو کې «افغانستان د معلوماتو په زندان بدل کړی» او پر طالبانو د نیوکې بندیز اوس د دغې ډلې په قوانینو کې هم ځای پر ځای شوی دی. د هغې په وینا، ښځینه خبریالانې نږدې په بشپړ ډول له رسنیز ډګر څخه حذف شوې، خپلواک بحثونه چوپ شوي او منتقد غږونه تر تعقیب لاندې دي.


بې پولې خبریالان وایي، د ۲۰۲۶ کال په جنوري کې د «جزایي محاکمو د اصولو قانون» تصویب طالبانو ته د منتقدو غږونو د ځپلو لپاره نوې حقوقي وسیله ورکړې ده. په دغه قانون کې په مستقیم ډول د رسنیو نوم نه دی اخیستل شوی، خو خبریالانو ته پکې هېڅ مصونیت یا ملاتړ هم نه دی په پام کې نیول شوی.


د راپور له مخې، د دغه قانون ۲۳مه ماده د طالبانو د چارواکو د سپکاوي لپاره ۲۰ دُرې او شپږ میاشتې بند او ۱۹مه ماده د طالبانو د مشر د سپکاوي لپاره ۳۹ دُرې او یو کال بند ټاکي. ۲۴مه ماده هم خلک مکلفوي چې د طالبانو د حکومت له مخالفانو سره اړیکې چارواکو ته راپور کړي.


بې پولې خبریالانو خبرداری ورکړی چې د «بغاوت»، «نسکورولو» او «بدعت» په څېر د مبهمو مفاهیمو کارول، له سختو مجازاتو سره یوځای، د دې زمینه برابروي چې دغه قانون د خبریالانو او منتقدو غږونو پر ضد وکارول شي.


د بې پولې خبریالانو په وینا، پر رسنیو محدودیتونه واک ته د طالبانو د بېرته ستنېدو له لومړیو اوونیو پیل شول.


دغې ډلې د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې «د خبریالۍ ۱۱ اصول» وضع کړل چې رسنۍ یې د اسلام په اړه د طالبانو له برداشت سره د مخالفو مطالبو له خپرولو منع کولې او هغوی یې مکلفول چې تفصیلي راپورونه د حکومت د رسنیو له مرکز سره همغږي کړي. طالبانو وروسته رسنۍ اړ کړې چې د دغې ډلې حکومت یوازې «د افغانستان اسلامي امارت» وبولي او خپلو ټلویزیوني پروګرامونو ته د طالبانو د منتقدو شنونکو له بللو ډډه وکړي.


د ۲۰۲۱ کال په نومبر کې طالبانو پر ښځینه ټلویزیوني ویاندویانو د لباس محدودیت ولګاوه او هغوی یې مکلفې کړې چې په ټلویزیون کې د راڅرګندېدو پر مهال له سترګو پرته خپل مخونه پټ کړي. د ۲۰۲۲ کال په مارچ کې هم په افغانستان کې د امریکا غږ او ازادي راډیو د پروګرامونو پر بیا خپرولو بندیز ولګېد.


بې پولې خبریالان وایي، په راتلونکو کلونو کې محدودیتونه نور هم سخت شول. طالبانو په ۲۰۲۴ کال کې د ۲۰۱۵ کال د ټولیزو رسنیو قانون لغوه کړ او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په قانون کې یې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو خپرول منع کړل، هغه محدودیت چې اوس له ۲۰ څخه ډېرو ولایتونو کې پلي کېږي.


د ۲۰۲۴ کال په سپټمبر کې طالبانو د سیاسي پروګرامونو ژوندۍ خپرونې هم منع کړې، رسنۍ یې مکلفې کړې چې یوازې د دغې ډلې له تایید شوي نوملړ څخه مېلمانه راوبولي او په رسنیزو پروګرامونو کې یې د طالبانو پر قوانینو او تګلارو نیوکه منع کړه. د ۲۰۲۵ کال په مارچ کې په کندهار کې د طالبانو چارواکو له راډیوګانو د ښځو د غږ خپرول هم منع کړل.


بې پولې خبریالان وایي، د دغو فشارونو له امله سلګونه افغان خبریالان د افغانستان پرېښودو ته اړ شوي دي. دغه سازمان د لارې او کوربه هېوادونو څخه غوښتي چې افغانستان ته د خبریالانو د شړلو یا جبري بېرته ستنولو خطر جدي ونیسي او د خوندیتوب او ویزو په برابرولو سره له هغوی ملاتړ وکړي.


دغه سازمان له طالبانو غوښتي چې ټول هغه مقررات او دستورونه لغوه کړي چې د رسنیو ازادي محدودوي.


دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو له بېرته ستنېدو نږدې پنځه کاله وروسته، پر خبریالانو محدودیتونه، له رسنیو د ښځو حذف او پر خبري محتوا مخ پر زیاتېدونکی کنټرول نه یوازې د بیان ازادي، بلکې خپلواکو معلوماتو ته د افغانستان د وګړو د لاسرسي حق هم په جدي ډول محدود کړی دی.

 
 
bottom of page