یوناما: ښځې د ګواښ او غچ اخیستنې له وېرې د طالبانو د ځواکونو ناوړه چلند نه راپوروي
- Zan News

- 16 hours ago
- 3 min read

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) وایي، ښځې د ګواښ او غچ اخیستنې له وېرې او د طالبانو پر ادارو د بېباورۍ له امله د دغې ډلې د ځواکونو ناوړه چلند نه راپوروي.
یوناما د دوشنبې په ورځ د (زمري په ۱۹مه) د «په افغانستان کې د امنیتي سکتور حساب ورکونه» تر سرلیک لاندې نوی راپور خپور کړی دی.
دغه بنسټ وایي، د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته د طالبانو له بېرته ستنېدو راهیسې یې د بشري حقونو، امنیت، د قانون حاکمیت او له خلکو سره د طالبانو د پولیسو، استخباراتو او زندانونو د مسؤلانو د چلند وضعیت څارلی دی.
په راپور کې راغلي چې د دغې ډلې د غړو د ناوړه چلند په اړه د خلکو یو شمېر شکایتونه له څېړنې او حل پرته پاتې شوي دي.
یوناما وایي، د ګواښ او غچ اخیستنې وېره، د طالبانو تر ادارې لاندې د شکایت د لارو پر وړاندې له بېباورۍ سره یوځای، لامل شوې چې ډېر قربانیان هغه څه راپور نه کړي چې ورسره شوي دي. د ښځو لپاره دا وضعیت ځکه لا ستونزمن شوی چې ښځینه کارکوونکې نشته یا کمې دي چې د هغوی شکایتونه واوري.
یوناما داسې موارد هم ثبت کړي چې پکې د طالبانو نظامي محکمو د دغې ډلې د ځواکونو پر ضد د خلکو د شکایتونو له منلو ډډه کړې ده. د راپور له مخې، د طالبانو نظامي محکمو یو شمېر شکایت کوونکو ته ویلي چې نور دې د خپلو ادعاوو لپاره «د مجاهدینو پر ضد» محکمې ته نه ورځي.
یوناما خبرداری ورکړی چې دا ډول چلند د حساب ورکونې له معافیت سره د روانې فضا په دوام کې مرسته کوي.
دغه بنسټ وایي، طالبان د ډېرو مطرح شویو شکایتونو په اړه نه روښانوي چې څه ډول څېړنه شوې، څه پایله تر لاسه شوې او ایا مسؤل کس په رښتیا حساب ورکوونکی ګرځول شوی که نه. د یوناما په وینا، خلک په ډېرو مواردو کې نه پوهېږي چې شکایت یې تر کومه رسېدلی او په اړه یې څه پرېکړه شوې ده.
راپور د تاوتریخوالي د قضیو د تعقیب پر مهال د ښځو د وضعیت په اړه هم اندېښنه ښودلې ده. یوناما وایي، څرګنده نه ده چې د طالبانو د څېړنو په طریقو کې د ښځینه قربانیانو او شاهدانو د ساتنې لپاره مشخص تدابیر شته که نه، او ایا د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو د څېړلو پر مهال د هغوی ځانګړي شرایط او اړتیاوې په پام کې نیول کېږي که نه.
یوناما لیکلي چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت او د زندانونو اداره یو شمېر ښځینه پولیسې او ساتونکې په دندو ګوماري، خو دقیق شمېر او د هغوی د دندو ډول روښانه نه دی. دا هم معلومه نه ده چې ایا دغه ښځې د ښځینه قربانیانو شکایتونه څېړلی شي او که یوازې په عادي دندو کې کارول کېږي. د طالبانو په استخباراتو کې د ښځینه کارکوونکو د حضور په اړه هم معلومات نشته.
د راپور له مخې، افغانستان لا هم د بشري حقونو د نړیوالو ژمنو پر رعایت مکلف دی، چې پکې د ژوند، ازادۍ او د افرادو د امنیت د حق ساتنه او د شکنجې، ظالمانه او سپکوونکو چلندونو مخنیوی شامل دي.
یوناما وایي، واک ته د طالبانو له بېرته ستنېدو وروسته اساسي قانون او یو شمېر پخواني قوانین لغوه شوي او دغې ډلې شریعت د خپلو قوانینو بنسټ ګرځولی دی.
یوناما دا هم ویلي چې د طالبانو د مشر له داسې کوم مشخص فرمان څخه خبر نه دی چې د قربانیانو لپاره د حقیقت د پوهېدو، د تاوان د جبران او د ور اوښتي زیان په بدل کې د غرامت د ترلاسه کولو حق تضمین کړي.
دغه بنسټ له طالبانو غوښتي چې د شکایتونو د ثبت لپاره خوندي، د لاسرسي وړ او د باور وړ لارې رامنځته کړي، څو ښځې او نارینه وکولای شي د ګواښ، غچ اخیستنې یا تبعیض له وېرې پرته د دغې ډلې د ځواکونو ناوړه چلند راپور کړي.
یوناما همداراز د قربانیانو، شاهدانو او هغو کسانو د خوندیتوب غوښتنه کړې چې د بشري حقونو د نقض موارد راپوروي.






