top of page

جبري شړل، بې‌سرنوشتي او د لوږې اوښکې؛ د بې‌سرپرسته افغان ښځو کیسه له ایرانه تر اخراج وروسته

  • Ariahn Raya
  • Jul 30
  • 3 min read
Photo: Wakil Kohsar/AFP via aljazeera
Photo: Wakil Kohsar/AFP via aljazeera

په اسلام‌قلعه کې د مهاجرو په کمپ کې، چې د ایران او افغانستان ترمنځ پوله ده، ښځې داسې ولاړې دي، چې نه ورته د وطن د بیرته تګ هیله پاتې ده، نه د هغه خوا د ژوند دوام ته کومه لاره لري؛ دا هغه ښځې دي، چې کلونه‌یې په ایران کې د ژوند په څنډو کې تېر کړي دي.


نجونې او ښځې چې په تر ټولو ټیټو کارونو کې، د ډېر لږ مزد او هېڅ ملاتړ پرته، کلونه په ایران کې تېر کړي؛ له تحقیره، له خپل هویت تر پښو لاندې کېدو، او د هم‌ژبهو ایرانیانو د سپکو خبرو سره؛ اوس، له جبري شړلو وروسته، داسې وطن ته راګرځېدلي دي، چې هلته څوک ورته منتظر نه دي.


دغه بې‌سرپرسته ښځې، چې تازه هرات ته را رسېدلي، له خپل نامعلوم راتلونکي سره ډار لري او وایي، نه سرپناه لري، نه د خوړو نان، او نه د روڼ سبا هیله.


زرغونه، ۳۸ کلنه، یوه بې‌سرپرسته مېرمن ده چې له خپلو درې ماشومانو سره بیرته وطن ته شړل شوې ده.


هغې، لکه څنګه چې د سوځنده ګرمۍ خوله‌یې له تندي روانه ده، په ساه او خفګان سره وایي:

«ایراني دولت موږ په زور وشړلو. چیغې مې ووهلې چې مې مېړه د افغانستان د ملي اردو سرتېری و، خو د طالبانو له راتګ مخکې شهید شو، خو بیا هم راته رحم و نه شو. زه دا درې یتیم ماشومان چې له ځان سره لرم، چیرته لاړه شم؟ نه نان لرم، نه سرپناه. له چا مرسته وغواړم؟ پرته له خدایه بل څوک نه لرم.»


په هغو سلګونو زرو افغان مهاجرو کې، چې په وروستیو میاشتو کې له ایرانه په زور شړل شوي، زرګونه بې‌سرپرسته ښځې له خپلو وړو ماشومانو سره لیدل کېږي، چې یوازې یې اوږده لاره وهلې ده، او له لوږو ماشومانو، بې له وسایلو او د کور د ژوند اسانتیاوو، افغانستان ته ستنې شوې دي.


شهلا، چې له دې بې‌سرپرستو ښځو څخه یوه ده، وایي چې د مزار ولایت اوسېدونکې ده او مېړه یې دولس کاله مخکې له لاسه ورکړی دی.


«شلمه کاله مخکې له خپل مېړه سره ایران ته لاړم، هغه وخت نوې ناوې وم. اته کاله تېر شول، یعنی دولس کاله مخکې، مې مېړه پولیسو ونیو، ډېر یې وهلی ټکولی و. چې افغانستان ته راغی، تماس‌یې ونیو او ویې ویل چې تداوۍ ته ځي او بیا راګرځي، خو بیچاره وفات شو، ځکه ډېر وهل شوی و.»


شهلا اوس د سرپرست د نشتوالي غم هېر کړی، خو د سرپناه نه‌درلودو درد‌یې له زړه نه وځي.

«تر څو وخت مخکې مې ویل چې سرپرست نه لرم، ډېر رنځ مې ایسته، خو اوس چې خپل وطن ته راغلې یم، پوهېږم چې سرپناه نه لرم. دا ډېر دروند درد دی، چې له خپلو دوو لورګانو سره وطن ته راغلې یم، خو نه ځای لرم، نه سرپناه.»


په مهاجرو موقتي کمپونو کې، د افغان ښځو او نجونو په سترګو او څېرو کې وېره، وحشت او اندېښنه ښکاري.


زهره، ۲۷ کلنه، چې له خپلو دوو بچیانو سره د موقتي کمپ په یوه څنډه کې ناسته ده، وایي:

«موږ پولیس ونیولو، له ایرانه‌یې وشړو، ویل‌یې خپل وطن ته لاړ شئ. خو دلته هېڅوک زموږ انتظار نه درلود. نه مو کور درلود، نه داسې کورنۍ چې راسره مرسته وکړي. زه واړه وم، کاکا مې یولس کلنۍ کې مې د یو سړي سره واده کړ، ویل‌یې پلار او مور دې په حادثه کې مړه شوي دي. مېړه مې په څاه کې کار کاوه، کار کې د ګاز له امله ومړ، کاکا مې هم له کوره وشړلم، زه د ایرانیانو په کورونو کې صفا کاره وم، د ژوند مصرف مې خپله پیدا کاوه.»


هغې، چې سترګې‌یې له اوښکو ډکې دي او غږ‌یې له بې‌سرنوشته غمونو ډک دی، خبرې ته دوام ورکوي، وایي:

«زه چې د ایران د تنباکو په کمپ کې وم، دومره پیسې نه لرلم چې خپلو بچیانو ته څه شی واخلم. بچیان مې شپه له لوږې ژړل، زه یوازې ورته کتلای شوم. اوس کېدای شي دلته د افغانستان په کمپ کې دولت موږ سره مرسته وکړي، خو وېره لرم چې بیا خپل ماشومان د لوږې له لاسه ژاړونکي ونه وینم.»


که څه هم طالبان وایي چې د مهاجرو ستونزو ته د حل لاره لټوي او سهولتونه برابروي، خو لیدل کېږي چې له دې افغان مهاجرو د بېرته راتګ وروسته، هېڅ ډول بنسټیز امکانات د استوګنې او ملاتړ لپاره نه‌شته؛ په ځانګړې توګه هغو بې‌سرپرستو ښځو ته، چې تر ټولو زیات له پامه غورځول شوې دي.

 
 
bottom of page