top of page

طالبانو په بلخ کې یوه ښځه په عام محضر کې په دورو ووهله

  • Writer: Zan News
    Zan News
  • Feb 5
  • 1 min read
Photo: AFP via 8ammedia
Photo: AFP

طالبانو په بلخ ولایت کې یوه ښځه د «نامشروع اړیکو» په تور په دورو وهلې ده.


د طالبانو سترې محکمې د پنجشنبې په ورځ، د سلواغې ۱۶مه، اعلان کړی چې د بلخ ولایت د زاري ولسوالۍ د دې ډلې د ابتدائیه محکمې د پرېکړې پر بنسټ، یوه ښځه پر ۳۵ دورو محکومه او سزا شوې ده.


په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دا حکم د طالبانو د سترې محکمې د عالي مقام له تایید وروسته عملي شوی دی.


د خبرپاڼې له مخې، دا سزا د امنیې قومندان، د استخباراتو مدیر، د ولسوالۍ مرستیال او د سیمې د یو شمېر اوسېدونکو په حضور کې اجرا شوې ده.


طالبانو په افغانستان کې بېرته واک ته تر رسېدو وروسته، بدني سزاوې، په ځانګړي ډول په عام محضر کې د دورو وهلو سزا، په پراخه کچه عملي کړې دي. نړیوالو بشري حقونو بنسټونو دا ډول سزاوې بیا بیا غندلې دي، خو طالبان یې د شریعت له خپل تفسیر سره سم تطبیق ته دوام ورکوي.

 
 
bottom of page