طالبانو د جبري ودونو د رد له امله تر ۱۸ کلونو کمه یوه نجلۍ زنداني کړې ده
- Zan News

- Feb 9
- 2 min read

یوناما د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په خپل تازه درېماهه راپور کې ویلي، چې طالبانو تر ۱۸ کلونو کمه یوه نجلۍ د جبري واده د نه منلو له امله نیولې او زنداني کړې ده.
په دغه راپور کې، چې د یکشنبې په ورځ، د سلواغې ۱۹مه خپور شوی او د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر څخه تر دسمبر پورې موده رانغاړي، راغلي چې دا تنکۍ نجلۍ د طالبانو په یوه ولایتي زندان کې ساتل کېږي. یوناما د دې نجلۍ د نیول کېدو د وخت او د زندان د ولایت په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
یوناما د راپور په بله برخه کې ټینګار کړی، چې په دې موده کې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي ګڼې پېښې ثبت شوې دي، چې جبري ودونه پکې ځانګړی ځای لري.
د دې بنسټ د موندنو له مخې، د طالبانو د امر بالمعروف ځواکونه د ۲۰۲۵ کال د می او سپتمبر په میاشتو کې په هرات ولایت کې ښځې د چادر لمونځ اغوستلو ته اړې کړې دي. په راپور کې راغلي، هغه ښځې چې له دې لارښوونې سرغړونه یې کړې وه، د لنډې مودې لپاره نیول شوې دي.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال د نومبر په لومړیو کې هم په هرات ښار کې ښځې په عامه ځایونو کې د برقع اغوستلو ته اړې شوې او هغه ښځې چې برقع یې نه درلوده، روغتونونو، روغتیايي مرکزونو، دولتي ادارو او د ودونو تالارونو ته له لاسرسي بېبرخې شوې دي.
یوناما همدارنګه راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۳مه طالبانو په هرات کې د ښځو د تګ راتګ پر ازادۍ د محدودیتونو له لګولو سره، د هوايي ډزو او د خلکو د تیتولو له لارې، د دې ښار د ۶۴ متري سړک په ښځینه جمعه بازار کې د ښځو د ننوتلو مخه نیولې ده.
په راپور کې راغلي، چې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۶مه د طالبانو د امر بالمعروف ځواکونو په زابل ولایت کې هغه ښځې ودرولې، چې د سهارنۍ سپورتي هڅې لپاره له کوره وتلې وې، او هغوی ته یې خبرداری ورکړی، چې نور دې د دې کار لپاره له کوره نه وځي.
همدارنګه، یوناما ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال د دسمبر په ۸مه د اروزګان ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې په علني ډول د ټکسي او کاسټر موټرچلوونکو ته لارښوونه شوې، چې ښځو ته له شرعي محرم پرته د سپرېدو اجازه ورنه کړي.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال د دسمبر په ۲۷مه د طالبانو د امر بالمعروف ځواکونو په کندهار ښار کې له دوکاندارانو غوښتي، چې هغو ښځو ته توکي و نه پلوري، چې محرم ورسره نه وي.
یوناما زیاته کړې، چې د طالبانو د امر بالمعروف ځواکونه په کندهار او اروزګان ولایتونو کې په دوامداره توګه له روغتیايي مرکزونو لیدنه کوي، څو ښځینه ناروغانې او ښځینه روغتیايي کارکوونکې له محرم پرته د ننوتلو څخه منع کړي. د دې بنسټ په وینا، دا اقدام د ښځو د روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي د محرومېدو او د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د کار مخنیوي لامل شوی دی.



