top of page

د بشري حقونو د فعالانو اتحاد له طالبانو سره د فرانسې تخنیکي خبرې وغندلې

Maryam Naiby
Nov 8
2 min read
The French tricolour flag waves against a clear blue sky, with a cityscape visible in the background.
Photo: PhotoVolcano / Envato Elements, licensed to Zan TV

د بشري حقونو د فعالانو اتحاد د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لپاره له طالبانو سره د فرانسې تخنیکي خبرې غندلې او خبرداری یې ورکړی چې طالبانو ته د دغو کډوالو سپارل ښايي هغوی د شکنجې، تعقیب، خپل‌سرو نیونو او د مرګ له خطر سره مخ کړي.


دغه اتحاد په یوه اعلامیه کې ویلي چې د کډوالو د ایستلو لپاره له طالبانو سره همکاري، سره له دې چې فرانسه د دې ډلې پر نه رسمیت پېژندلو ټینګار کوي، له طالبانو سره د اړیکو د عادي کېدو او د هغوی د سیاسي دریځ د پیاوړتیا لامل کېږي.


په دې اعلامیه کې له اروپايي حکومتونو غوښتل شوي چې د کډوالو د بېرته ستنولو لپاره له طالبانو سره خبرې ودروي او هېڅ پناه غوښتونکی دې د امنیتي وضعیت او د شکنجې، تعقیب او خپل‌سرو نیونو د احتمالي خطرونو له خپلواکې او دقیقې ارزونې پرته افغانستان ته نه ستنوي.


دغه اتحاد همدارنګه ټینګار کړی چې د افغان وګړو پر وړاندې احتمالي تورونه باید د کوربه هېوادونو په خپلواکو محکمو کې د عادلانه محاکمې د اصولو په رعایتولو سره وڅېړل شي.


د دې بنسټ په باور، په هغو مواردو کې چې د کسانو بېرته ستنول له قانوني پلوه د مخنیوي وړ نه وي، د حقوقي تضمینونو په شتون کې درېیمو هېوادونو ته د هغوی لېږد، افغانستان ته د ستنولو په پرتله لږ خطر لرونکی بدیل کېدای شي.


دا غبرګون وروسته له هغه څرګندېږي چې د فرانسې د کورنیو چارو وزیر لوران نونیز تر دې وړاندې تایید کړې وه چې پاریس د قانوني استوګنې له اسنادو پرته د یو شمېر افغانانو د بېرته ستنولو لپاره له طالبانو سره «تخنیکي خبرې» کوي.


د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دغو خبرو موخه د هغو افغانانو بېرته ستنول دي چې په دې هېواد کې د استوګنې له اجازې پرته ژوند کوي او د عامه نظم لپاره ګواښ ګڼل کېږي. دغه وزارت ټینګار کړی چې تخنیکي خبرې د طالبانو د رسمیت پېژندلو په معنا نه دي.

 
 
bottom of page