top of page

د بښنې نړیوال سازمان د افغانستان د ښځو د ملاتړ لپاره د عملي اقداماتو غوښتنه وکړه

Husnah Ahmade
2 days ago
3 min read
The black Amnesty International logo and organization name displayed against a bright yellow background.
Amnesty International logo / Source: Prachatai, Flickr

د بښنې نړیوال سازمان د افغانستان د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه د یوه کمپاین په پیلولو سره، د طالبانو له خوا د ښځو د ځپلو او جنسیتي تبعیض د مخنیوي لپاره د جدي اقداماتو او د ښځو د حقونو د ملاتړ په موخه د ډیپلوماتیکو فشارونو د زیاتولو غوښتنه کړې ده.


دغه سازمان ویلي چې په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له بېرته ستنېدو راهیسې، د افغانستان ښځې او نجونې په سیستماتیک ډول له خپلو اساسي حقونو محرومې شوې دي.


له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر پوهنتوني زده‌کړو بندیز، د کاري فرصتونو او د تګ راتګ پر ازادۍ محدودیتونه او له عامه ډګرونو څخه د ښځو لرې کول، هغه موارد دي چې دغه سازمان ورته اشاره کړې ده.


د بښنې نړیوال سازمان دغه محدودیتونه د ټولنې له بېلابېلو برخو څخه د ښځو د لرې کولو لپاره بنسټیزې شوې تګلارې بللې او ویلي یې دي چې د افغانستان د بشري حقونو مدافعان دغه وضعیت «جنسیتي اپارتاید» بولي.


دغه بنسټ د اسټرالیا له حکومت څخه غوښتي چې له خپل ډیپلوماتیک نفوذ څخه په ګټې اخیستنې، په نړیوالو قوانینو کې د جنسیتي اپارتاید د رسمیت پېژندلو او د ښځو او نجونو د حقونو د نقض په تړاو د طالبانو د ځواب ویلو لپاره هڅې وکړي.


د دې کمپاین په یوه برخه کې د افغانستان د یو شمېر ښځو او نجونو کیسې هم خپرې شوې دي، چې پکې یې له زده‌کړو د محرومیت، ټولنیزو محدودیتونو او د خپل راتلونکي په اړه د اندېښنو خبرې کړې دي.


حسنا، چې دغه سازمان د ښوونځي د یوې زده‌کوونکې په توګه معرفي کړې، ویلي چې د نجونو پر زده‌کړو له بندیز سره سره به هېڅکله له زده‌کړو لاس وانخلي او د طالبانو محدودیتونو ته به تسلیم نه شي.


دیانا، یوې بلې افغانې نجلۍ، له زده‌کړو د نجونو محرومیت او د ښځو پر کار محدودیتونو ته په اشارې پوښتنه کړې ده: «ایا نجلۍ او ښځه اوسېدل جرم دی؟» هغې ویلي چې هیله یې ښوونځي ته بېرته ستنېدل او د ښه راتلونکي د جوړولو لپاره د زده‌کړو دوام دی.


ستاره، چې د کابل پوهنتون د یوې محصلې په توګه معرفي شوې، هم د ښځو پر زده‌کړو د بندیز د پایلو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د دغه وضعیت دوام او د نړیوالې ټولنې چوپتیا ښايي د افغانستان د راتلونکو نسلونو لپاره نه جبرانېدونکې پایلې ولري.


د بښنې نړیوال سازمان وایي چې د نړیوالو بحرانونو له امله د افغانستان د ښځو د بشري حقونو وضعیت د رسنیو له پاملرنې او نړیوالو سیاسي لومړیتوبونو څخه لرې شوی دی. دغه سازمان ټینګار کړی چې د دې کمپاین موخه د افغانستان د ښځو وضعیت بېرته د نړیوالې پاملرنې مرکز ته راوستل او د هغوی د غږ پیاوړي کول دي.


دا پروګرام د «جنسیتي تاوتریخوالي پر وړاندې د مبارزې ۱۶ ورځې» نړیوال کمپاین په چوکاټ کې د نومبر له ۲۵مې د ډسمبر تر ۱۰مې ترسره کېږي. د بښنې نړیوال سازمان د اسټرالیا څانګې له خلکو غوښتي چې د یوه پرانیستي لیک په لاسلیکولو او د افغانستان د ښځو د کیسو په بیا خپرولو سره له دغه کمپاین څخه ملاتړ وکړي.


همدارنګه ټاکل شوې چې د «زموږ له لیدلوري؛ د افغانستان د ښځو او نجونو هنر» تر سرلیک لاندې یو نندارتون د «پرمختللي فکر لپاره افغانان» بنسټ په همکارۍ د اسټرالیا په کانبرا، سیډني او ملبورن ښارونو کې جوړ شي.


په دغه نندارتون کې به د افغانستان د ښځو او نجونو هنري اثار نندارې ته وړاندې شي، چې د زده‌کړو، کار او ټولنیزو محدودیتونو په اړه د هغوی تجربې او راتلونکي ته یې هیلې انځوروي.


د بښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د افغانستان ښځې او نجونې باید هېرې نه شي او د هغوی د اساسي حقونو د ملاتړ لپاره عملي اقدامات اړین دي.

 
 
bottom of page