top of page

د پاکستان پولیسو په راولپنډۍ کې اته افغانې ښځې نیولې دي

Tamanna Mohammadi
1 day ago
1 min read
A group of men and women gather around a cargo truck outside a building, with several people sitting in the back of the vehicle.
Social Media

د پاکستان پولیسو د راولپنډۍ ښار په رته امرال سیمه کې د پلټنې د عملیاتو پر مهال د اتو ښځو په ګډون ۱۳ افغان وګړي نیولي دي.


ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې دغو کسانو د جمعې په ورځ د (نومبر په ۱۳مه) د استوګنې د اسنادو د پلټنې پر مهال معتبرې ویزې نه دي وړاندې کړې او په اسلام‌آباد کې د کډوالو د ساتنې مرکز ته لېږدول شوي دي.


د پولیسو د سرچینو په وینا، ټول نیول شوي کسان د کابل اوسېدونکي وو.


دا نیونې په داسې حال کې شوې چې د پاکستان حکومت د استوګنې له اسنادو پرته د کډوالو د پېژندلو او نیولو عملیات ګړندي کړي دي.


د دې بهیر دوام د افغان کډوالو کورنیو، په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو د امنیت او د ژوند د شرایطو په اړه اندېښنې راپارولې دي.

 
 
bottom of page