د ښځو د آزادۍ پر لور خوځښت: «د افغانستان ښځې عدالت غواړي، نه ترحم»
- Zan News

- Aug 10
- 2 min read

په ۱۵ د اگست د رسېدو سره، د ښځو د آزادۍ پر لور خوځښت ویلي چې دا ورځ د افغانستان د معاصر تاریخ «تر ټولو تریخې ورځې او د تیارو، سرکوب، وېرې او د بشري حقونو د پراخ نقض» د پیل یاد راژوندی کوي؛ هغه ورځ چې له هغې وروسته ویره، تبعیض او بېعدالتي د میلیونو افغانانو پر برخلیک سیوری شوی دی.
دې خوځښت ټینګار کړی چې طالبانو د جنسیتي اپارتاید په تحمیل سره ښځې له زدهکړې، کار، سفر، هنر، ورزش او په ټولنه کې له شتون څخه محرومې کړې او افغانستان یې هغه «یوازینی هېواد په نړۍ کې» ګرځولی چې پکې د شپږم ټولګي پورته نجونې د زدهکړو اجازه نه لري.
د دې خوځښت په وینا، قومي لږکۍ، په ځانګړې توګه هزاره ګان او د تشیع مذهب پیروان، د مرګونو بریدونو، جبري کډو، د شتمنیو غصب او سیستماتیک تبعیض هدف ګرځېدلي، او لسګونه بریدونه د هغوی پر تعلیمي، مذهبي او کلتوري مرکزونو ترسره شوي چې هېڅ څېړنه او ځواب وینه یې نه ده شوې.
د ښځو د آزادۍ پر لور خوځښت وايي طالبان د خبرو او مشارکت ټولې لارې تړلي، او د پراخ فقر، درنو مالیاتو او ټولنیزو محدودیتونو په وسیله یې د خلکو ژوند په «بېپایه جهنم» بدل کړی دی.
یاد خوځښت غوښتنه کړې چې د افغانستان په تړاو د نړیوال سیاست سمدستي بدلون رامنځته شي، پر طالبانو اغېزمن فشار واچول شي، یو ټولنیوښتیز سیاسي بهیر جوړ شي، د لږکیو پر ضد د جنایتونو په اړه نړیواله څېړنه وشي، د بشري حقونو له مدافعانو او خبریالانو سره عملي ملاتړ وشي، او طالبان له هر ډول نړیوالې رسمي پېژندنې محروم شي.
یاد خوځښت ټینګار کړی: «د افغانستان ښځې عدالت غواړي، نه ترحم؛ د ژوند او زدهکړې حق غواړي، نه تشې وعدې. نړۍ باید هېره نه کړي چې د هر تړلي دېوال شاته یوه نجلۍ ولاړه ده چې د ساه اخیستو حق لري. دا د یوې ملت د ښځو چیغه ده.»



