هغه ښځې چې د ژمي له راتګ څخه وېرېږي

د ژمي موسم په رانږدې کېدو سره، د هرات ولایت د یو شمېر کونډو او د کورنیو سرپرستو ښځو ترمنځ د اقتصادي ستونزو د زیاتېدو او د ژوند د لومړنیو امکاناتو د نشتوالي په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي.
دغه ښځې له زننیوز سره په خبرو کې وایي چې ټول کال له بېوزلۍ، بېکارۍ او محرومیت سره لاس او ګرېوان دي او اوس د سړو ورځو په رانږدې کېدو د هغو مرستو په تمه دي چې وکولای شي دوی او ماشومان یې د ژمي له یخنۍ څخه خوندي وساتي.
د کافي خوراکي توکو نشتوالی، د کورونو د تودولو لپاره د سون توکو نه لرل، نامناسبه سرپناه او د ژوند د لومړنیو وسایلو کمښت هغه ستونزې دي چې دغه ښځې ورسره مخ دي. دا ستونزې د ژمي په رارسېدو د هغوی ژوند لا سختوي.
بيبي زرغونه، یوه سپینسرې ښځه چې د خپلو دریو لوڼو د ژوند د اړتیاوو د برابرولو مسؤلیت پر غاړه لري، وایي چې شپږ کاله وړاندې د ښه ژوند د موندلو په هیله له فاریاب ولایت څخه هرات ته کډه شوې ده، خو د کلونو په تېرېدو سره لا هم نه ده توانېدلې چې د ځان او خپلو لوڼو لپاره د ژوند مناسب شرایط برابر کړي.
هغه وایي چې نه د خپلې کورنۍ د اړتیاوو د پوره کولو لپاره عاید لري او نه هم د ژمي له یخنۍ سره د مقابلې امکانات.
«له فاریابه د بدبختیو او ستونزو له امله هرات ته راغلم، خو دلته وضعیت تر هغه ځای هم خراب دی. کله چې ژمی راورسېږي، زموږ اندېښنې او تشویشونه څو برابره کېږي. نه ډوډۍ لرو او نه لرګي چې کور پرې تود کړو.»
دغه سپینسرې ښځه زیاتوي چې تېرو شپږو ژمیو کې یې د یوې زړې او شلېدلې خېمې لاندې ژوند کړی او هر کال د روغتیا او ژوند د اړتیاوو په برخه کې له لا ډېرو ستونزو سره مخ شوې ده.
«شپږ کاله کېږي چې ژمي د همدې شلېدلې خېمې لاندې تېروم. هر کال مې ناروغۍ زیاتېږي. سږ کال نه پوهېږم چې دا ژمی به څنګه تېر کړم.»
په همدې حال کې، بشرا، یوه بله کونډه ښځه چې اصلاً د بادغیس ولایت اوسېدونکې ده او اوس په هرات کې ژوند کوي، وایي چې د لومړنیو امکاناتو نشتوالي ان خوب او استراحت هم ورته ستونزمن کړي دي.
هغه وایي چې په دوبي کې د هوا د ګرمۍ له امله کولای شي له کوره بهر پر ځمکه ویده شي، خو د ژمي په رارسېدو د توشک، بالښت، لرګیو او د سون توکو د اخیستلو لپاره د پیسو نشتوالی ژوند ورته د زغم وړ نه پرېږدي.
بشرا همدارنګه د اړین ملاتړ له نشتوالي شکایت کوي او ادعا کوي چې د اړمنو خلکو لپاره ځانګړې شوې مرستې هم تل مستحقو کسانو ته نه رسېږي.
هغه وایي: «په دوبي کې چې هوا ګرمه وي، له کوره بهر ان پر ځمکه هم سړی ویده کېدای شي، خو ژمی سخت دی. نه سم توشک او بالښت لرو، نه لرګي او نه یې د اخیستلو پیسې. طالبان هم له موږ سره هېڅ مرسته نه کوي. ان دوی خپله د کډوالو کلي ته راغلي، څو هغه مرستې چې د خلکو لپاره کېږي، ځان ته واخلي.»
بيبي هاجره، په هرات کې یوه بله کونډه ښځه، هم وایي چې په یوه خټین او زوړ کور کې ژوند او د مناسبو امکاناتو نشتوالي یې روغتیايي وضعیت ستونزمن کړی دی.
هغه وایي چې درې کاله وړاندې ناروغه شوې او له هغه وخت راهیسې د پښو له درد او پړسوب سره ژوند کوي. د هغې په وینا، دا ستونزه د هوا په سړېدو سره زیاتېږي او د ورځنیو کارونو د ترسره کولو توان ترې اخلي.
«درې کاله وړاندې ناروغه شوم. پښې مې پړسېدلې او درد یې کاوه. تر اوسه هم په همدې حالت کې یم. کله چې هوا سړه شي، درد مې زیاتېږي. هېڅ کار نه شم کولای او د کور د تودولو لپاره هم هېڅ نه لرم. کله چې ژمی رانږدې شي، زموږ ستونزې سل برابره کېږي.»
دغه ښځې وایي چې د سرپرست، دندې او ثابت عاید له نشتوالي سره د خپلو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري. د دوی لپاره ژمی یوازې د موسم بدلون نه دی، بلکې داسې دوره ده چې د خوړو، سرپناه، ناروغیو او له سختې یخنۍ څخه د ژوندي پاتې کېدو په اړه له اندېښنو ډکه وي.
د سړو ورځو په رانږدې کېدو سره، دوی له حکومت او مرستندویه بنسټونو غواړي چې د بېسرپرستو او زیانمنونکو کورنیو وضعیت جدي ونیسي او د یخنۍ له زیاتېدو وړاندې ورته اړینې مرستې ورسوي.
بيبي زرغونه وایي چې په اوسنیو شرایطو کې ان لږ لرګي هم د هغې له کورنۍ سره لویه مرسته کولای شي.
«طالبان باید له بېچاره او بېکسه خلکو سره مرسته وکړي، ځکه موږ نه سرپرست لرو، نه کار او نه پیسې. زموږ غوښتنه دا ده چې په ژمي کې لږ تر لږه یو څه لرګي راکړي.»
بيبي هاجره هم د اړمنو کورنیو لپاره د تودوخې د وسایلو د برابرولو غوښتنه کوي او وایي چې له دغو امکاناتو پرته د ژمي تېرول ستونزمن دي.
هغه ټینګار کوي: «حکومت باید د بېکسه خلکو غم وخوري. له دولت څخه زموږ غوښتنه دا ده چې زموږ د ژغورلو لپاره د تودوخې وسایل راکړي، څو وکولای شو خپل کورونه تود کړو.»
د دغو ښځو کیسې ښيي چې د مناسبې سرپناه، سون توکو، خوراکي موادو او روغتیايي امکاناتو نشتوالی کولای شي د ژمي یخني د بېسرپرستو کورنیو لپاره په یوه جدي ناورین بدله کړي.






