top of page

څېړنیز راپور: له ایرانه راګرځېدلې له ۶۰ سلنې زیاتې ښځې له سختو رواني ستونزو سره مخ دي

  • Ariahn Raya
  • Aug 23
  • 4 min read
Photo: The New York Times, via The Japan Times
Photo: The New York Times, via The Japan Times
«د ژوند پای ښايي تر کورني زندان غوره وي»

د زن‌نیوز وروستۍ موندنې ښيي، چې په تېرو دریو میاشتو کې له ایرانه په جبري ډول ایستلې او افغانستان ته راګرځېدلې تر ۶۰ سلنې زیاتې ښځې او نجونې له سختو ذهني او رواني ستونزو سره مخ شوي دي.


دغه پایلې د یوې میداني څېړنې پر بنسټ ترلاسه شوې دي، چې په هغې کې له ۲۰۰ راګرځېدلو ښځو او نجونو سره په دریو پوله‌ییزو ولایتونو کې ــ فراه، هرات او نیمروز ــ مخامخ مرکې شوې دي. په هر یو ولایت کې شاوخوا ۶۷ تنه راګرځېدلې ښځې تر پوښتنو لاندې نیول شوې دي.


هغه ښځې چې د زن‌نیوز پوښتنو ته یې ځوابونه ویلي، ډېری وخت د بې‌پناهۍ احساس، ژور خپګان، اضطراب، د ځان وژنې فکرونه او د ژوند د دوام د هڅې نه‌لرل یاد کړي دي.


موندنې ښيي، چې دا رواني ستونزې سمدستي له ایستلو وروسته پیل شوې او د اوونیو په تېرېدو نه یوازې کمې شوې نه دي، بلکې په ډېرو مواردو کې لا پسې زیاتې شوې دي.


گلثوم، یوه ۲۲ کلنه نجلۍ چې بېرته نیمروز ته راګرځېدلې، وایي:

«په ایران کې، که څه هم ستونزې ډېرې وې، خو ځان ته مې راتلونکی انځوروه، خو اوس په داسې کور کې یم چې د باندې وتلو اجازه هم نه لرم. هره ورځ فکر کوم دا ژوند څه ګټه لري، درې ځله مې د ځان وژنې هڅه وکړه، خو بریالۍ نه شوم. ښايي د ژوند پای د کورني زندان نه غوره وي.»


په هغو کسانو کې چې ورسره مرکې شوې دي، تنکې نجونې او ځوانې تر نورو ډېر د رواني زیانونو له ګواښ سره مخ دي.


ډاکتران د هرات او فراه په کلینیکونو کې هم تأییدوي چې د رواني ستونزو لرونکو ډېری مراجعین د ۱۴ تر ۲۷ کلونو پورې نجونې جوړوي. د دوی په وینا، دغه نجونې د ژور خپګان، بې‌خوبۍ، مزمن اضطراب، د هویت ګډوډۍ او د ځان وژنې د فکرونو له نښو سره روغتیایي مرکزونو ته مراجعه کوي.


ډاکتر زرمينه، چې په هرات کې یوه روان‌شناسه ده، وایي:

«د دې مراجعینو زیاتوالی د اندېښنې وړ دی. موږ په تېرو دریو میاشتو کې له داسې څپې سره مخ شوو چې ګڼ شمېر نجونې یې را وستلې وې، د دوی ژوند د بېرته راګرځېدو وروسته په بشپړ ډول له منځه تللی دی. دوی ځان ته راتلونکی نه ویني، ځکه مکتب، کار او آزادي یې له لاسه ورکړې ده.»


د دې څېړنې د معلوماتو له مخې، د بېرته راګرځېدلو ښځو د رواني وضعیت د خرابېدو اصلي لاملونه دا دي:

  • جبري او بې‌چمتووالي ستنېدل داسې هېواد ته چې ناامنه او بې‌ثباته دی

  • د ملاتړ، اقتصادي او رواني امکاناتو نشتون له ستنېدو وروسته

  • د طالبانو محدودوونکې تګلارې چې د ښځو فردي آزادۍ سختې راکمې کړي دي


مرضیه، هغه زده‌کوونکې چې تر لسم ټولګي پورې په ایران کې درس ویلی و او اوس له جبري ایستلو وروسته په فراه کې ژوند کوي، زن‌نیوز ته وایي:

«په ایران کې مې زده‌کړې کولې او د خپل سبا لپاره مې خوبونه لرل، خو اوس دومره اجازه هم نه لرم چې له کوره ووځم. یوازې د شپې دا فکر راځی چې څنګه ځان خلاص کړم او خپل ژوند پای ته ورسوم.»


د دې څېړنې د معلوماتو له مخې، ډېری مرکې شوې ښځې یا د ځان وژنې هڅونې درلودې او یا یې د هغې هڅه کړې ده، چې د کورنۍ یا خپلو ملګرو په مرسته له مرګه ژغورل شوې دي.


فریده محمدي، یوه منځنۍ عمر لرونکې ښځه چې له ایرانه ایستل شوې او اوس له خپل معلول مېړه سره په هرات کې ژوند کوي، وایي تر اوسه یې څلور ځله د ځان وژنې هڅه کړې، خو نه ده توانېدلې خپل ژوند پای ته ورسوي.


هغې زیاته کړه:

«زه څلور ځله په خدای قسم دی چې غوښتل مې ځان ووژنم، له دې ژوند ستړې شوې یم. په هر څه چې لاس مې ورشي غواړم ځان خلاص کړم، ځکه هیڅ نه لرم، کار نه شته، اولادونه مې د ډوډۍ غوښتنه کوي، مېړه مې کار نشي کولای، له کومه یې برابر کړم، سرپناه هم نه لرو.»


زن‌نیوز په دې څېړنه کې په دقیق او منظم ډول، د مخامخ مرکو، جوړښتي پوښتنلیکونو او د تجربوي روان‌شناسي د تحلیل له لارې، د متخصصو مشاورینو په همکارۍ معلومات راټول کړي دي.


د څېړنې اصلي شمېرې

د ۲۰۰ راګرځېدلو ښځو له ډلې:

  • له ۶۰ سلنې ډېرې (یعنې ۱۶۵ تنه) په ښکاره ډول د رواني اختلالاتو د تجربې خبره کړې ده.

  • ۱۸ سلنه (یعنې ۳۶ تنه) لږ تر لږه یو ځل د ځان د ټپي کولو یا ځان وژنې هڅه کړې ده.

  • ۹۳ سلنه (یعنې ۱۸۶ تنه) ویلي چې له ستنېدو وروسته یې د راتلونکي هیله په بشپړ ډول له لاسه ورکړې ده.

ree

د متخصصانو له خبرداري سره سره، تر اوسه هېڅ دولتي او یا غیر دولتي بنسټ د دې زیان‌من قشر لپاره د رواني درملنې، مشورې یا د توانمندۍ جامع پروګرام نه دی پیل کړی.


دا راپور د هغو ښځو غږ دی چې هېرې شوي دي؛ ښځې چې که څه هم له پوله اوښتي دي، خو اوس هم له درد، یوازېتوب او سرحدي اضطراب سره ژوند کوي. ښځې چې د ژغورنې لپاره یوازې ساه باسي.

 
 
bottom of page