۱۳ کلنې افغانې نجلۍ د جوجیتسو په نړیوالو سیالیو کې د سپینو زرو مډال وګاټه


۱۳ کلنې افغانې ورزشکارې صوفیا سروري د متحده عربي اماراتو په ابوظبي کې د ۲۰۲۶ کال د تنکیو ځوانانو د جوجیتسو په نړیوالو سیالیو کې د سپینو زرو مډال ترلاسه کړی دی.
سروري په نیمه پایلوبه کې د قزاقستان ورزشکارې یاسمینا یلوبایوا ته د ۷ پر صفر په پایله ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لار وموندله.
هغې په پایلوبه کې د برازیل له ورزشکارې کاتریني موتا وارتو سره سیالي وکړه. دا سیالي د یو پر یو په پایله پای ته ورسېده، خو لوبڅارانو برازیلۍ سیالې ته بریا ورکړه او سروري د سپینو زرو مډال ترلاسه کړ.
د نجونو د ۴۴ کیلوګرام وزن په سیالیو کې څلورو ورزشکارانو ګډون کړی و، چې د برازیل کاتریني موتا وارتو لومړی مقام، صوفیا سروري دویم مقام، د قزاقستان یاسمینا یلوبایوا درېیم مقام او د برازیل لورا سیلوا څلورم مقام ترلاسه کړ.
د تنکیو ځوانانو د جوجیتسو نړیوالې سیالۍ د نومبر له ۱۱مې تر ۱۳مې د ابوظبي په مبادله ارینا لوبغالي کې ترسره شوې، چې د بېلابېلو هېوادونو ورزشکارانو پکې د عمر او وزن په بېلابېلو کټګوریو کې له یو بل سره سیالۍ وکړې.
دا بریا په داسې حال کې ترلاسه شوې چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له بېرته ستنېدو وروسته، په افغانستان کې ښځې او نجونې له ورزشي فعالیتونو محرومې کړې دي.
صوفیا سروري تر دې وړاندې هم د رزمي ورزشونو په نړیوالو سیالیو کې مډالونه ګټلي دي.






