
د لټون پایلې
244 results found with an empty search
- د افغانستان ښځې د طالبانو د څلور کلنې واکمنۍ په څلورمه کلیزه: «څلور کاله ظلم، ویره او بېعدالتي»
Sent to Zan TV د افغانستان د ښځو د سیاسي مشارکت شبکه، د طالبانو د بیا واک ته رسېدو د څلورمې کلیزې په درشل کې، په یوه اعلامیه کې دا ورځ د هېواد په تاریخ کې «توره ورځ» بللې او ویلي یې دي چې تېرو څلورو کلونو کې د افغانستان خلکو ته پرته له «ظلم، وېرې، فقر، جبري کډوالۍ، وژنې، زندان، شکنجې، تېرۍ، سپکاوي او بېعدالتی» بل څه نه دي پاتې شوي. په دې اعلامیه کې ویل شوي: «دا هغه ورځ ده چې نړیوالې ټولنې په بېپروايۍ د افغانستان د ۳۶ میلیونو وګړو برخلیک د یوې ترهګریزې ډلې په لاس ورکړ. د جهالت او افراطیت تیاره په هېواد سیوره واچوه، هیلې یې ماتې کړې او خلکو ته یې له رنځ ډک راتلونکی ور تحمیل کړ.» یاده شبکه وايي چې په دې څلورو کلونو کې طالبانو په منظم ډول ښځې له ټولنیز، سیاسي او تعلیمي ژوند څخه حذف کړي او د ښځو د دښمنۍ فرمانونو په صادرولو سره یې په ښکاره د جنسي توپیر نظام (جنسیتي اپارتاید) پر هېواد حاکم کړی دی. د افغانستان د ښځو د سیاسي مشارکت شبکه نړیواله ټولنه پر طالبانو د «شرمونکي جوړجاړي» په تور نیولې او ویلي یې دي: «په دې څلورو کلونو کې نړیواله ټولنه نه یوازې د افغانستان له ښځو او خلکو سره ودرېده نه، بلکې د طالبانو د اړیکو د عادي کولو او سیاسي تعامل د هڅو له لارې یې یو ځل بیا د افغانستان بېګناه خلک د خپلو سیاسي ګټو لپاره قرباني کړل.» یادې شبکې غوښتنه کړې چې د طالبانو جنایتونه دې د «جنسیتي اپارتاید» په توګه وپېژندل شي او د دې ډلې مشران دې د نړیوالو بندیزونو او قضایي تعقیب لاندې ونیول شي. همداراز یې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې طالبان په رسمیت و نه پېژني، ورسره همکاري و نه کړي، او ملګري ملتونه او نور نړیوال بنسټونه دې د افغانستان د خلکو ترڅنګ ودرېږي، نه د بشري حقونو د ناقضانو ترڅنګ. د دې شبکې غړو ټینګار کړی چې «موږ د افغانستان ښځې هېڅکله نه هېر کوو چې چا د ازادۍ لپاره خپل ژوند ورکړ. تر هغه چې ازادۍ، عدالت او برابري ته نه یو رسېدلي، ودرېږو او مبارزه کوو.»
- ملګرو ملتونو: افغان ښځې هغه هېواد ته ستنېږي چې پکې هېڅ راتلونکی نه لري
Photo: © UNFPA via media monitors د ملګرو ملتونو د مېشتېدو پروګرام وايي چې په افغانستان کې د هغو ښځو او نجونو لپاره چې له مهاجرته راستانه کېږي، هېڅ ډول تعلیمي، کاري او یا هم د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ فرصتونه نشته. د دې پروګرام مشره په افغانستان کې، استفاني لوز، د ژنیو په یوه خبري ناسته کې وویل: «زه خپله یوه لور لرم، نو کله چې زه هغو نووځوانو نجونو ته ګورم، پوهېږم چې هغوی هغه هېواد ته ستنېږي چې پکې د دولسم ټولګي پورته نجونو لپاره هېڅ زدهکړه نشته، داسې ځای چې نه پوهېږي چې چېرته ولاړې شي او په څرګنده توګه د ټولنیز یا اقتصادي پرمختګ هېڅ فرصت نه لري.» هغې زیاته کړه چې د ستنېدونکو په منځ کې داسې کورنۍ هم شته چې ښځه یې سرپرسته ده او باید هغه ټولنې ته ستنې شي چې پکې ښځې حتی د کور څخه د وتلو او ډاکتر ته د تللو لپاره د «محرم» یا نارینه سرپرست ملګرتیا ته اړتیا لري. د لوز په وینا، افغانستان دا مهال له بېسابقه د مهاجرو د ستنېدنې له بحران سره مخ دی. د ۲۰۲۳ د وږي له میاشتې راهیسې تر اوسه له درې میلیونو زیات کسان دې هېواد ته ستانه شوي چې شاوخوا ۶۰ سلنه یې له اتلس کلنۍ کم عمر لري. یوازې په یوه اونۍ کې، د چنګاښ له ۳ زره تر د زمري تر ۱۰مې، له ایران څخه تر ۸۵ زره زیات کسان او له پاکستان څخه تر درې زره زیات کسان ایستل شوي دي. هغې ټینګار وکړ چې هغه څه چې سمدستي ورته اړتیا ده، په هغو سیمو کې د بېرتهګډېدو یو همغږی پروګرام دی چې ستنېدونکي پکې مېشتېږي. له دې بهیره پرته، هغوی د وابستګۍ په کړۍ کې بند پاتې کېږي او له جدي خطرونو سره مخامخ کېږي. د ملګرو ملتونو د مېشتېدو د پروګرام مشره وویل چې د ژوند بیا رغونه له بیړنیو مرستو زیاتو شیانو ته اړتیا لري. د هغې په باور، خلک د باعزته ژوند لپاره مناسب کور، د ملکیت حق، د پاکو اوبو لاسرسی، روغتیایي خدمات او د ژوند کولو فرصتونو ته اړتیا لري. لوز وویل چې افغانستان له دې وړاندې هم له جدي ستونزو سره لاس او ګرېوان و؛ نږدې نیمايي وګړو ته بشري مرستو ته اړتیا وه او د بشري حقونو وضعیت، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو لپاره، د خرابېدو په حال کې و. هغې همدارنګه وویل چې افغانستان د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې له لسو تر ټولو زیانمنو هېوادونو څخه دی، او وچکالي، سېلابونه او ګرمي د کلیوالو معیشت او حتی په ښاري سیمو کې ژوند ته ګواښ پېښوي. دغه د ملګرو ملتونو چارواکې له نړیوالې ټولنې څخه د دوامدار مالي ملاتړ غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې بېرته ستنېدونکي باید د اضافي بوج په توګه ونه لیدل شي، بلکې هغوی له ځان سره د مهارتونو مجموعه راوړي او کولی شي خپلو ټولنو ته مرسته ورسوي.
- د رادیو نسیم خپرونې د طالبانو لهخوا د مدیرمسئول او دوو خبریالانو تر بیا نیول کېدو وروسته ودرول شوې
Photo: AFJC د رادیو نسیم خپرونې د دایکنډي او بامیان په ولایتونو کې وروسته له هغه بندې شوې دي چې د دې رادیو مدیرمسئول او دوه خبریالان د طالبانو استخباراتو لخوا ونیول شول. د چهارشنبې په ورځ ۱۵ زمری، سلطانعلي جوادي، چې د رادیو نسیم مدیرمسئول دی، له دوو خبریالانو، سیفالله رضايي او مجتبی قاسمي سره یو ځای د طالبانو د استخباراتو لهخوا په دایکنډي کې نیول شوي دي. رضا واحدي، چې د رادیو نسیم امتیاز لري، رسنیو ته ویلي چې د دغو کسانو د نیول کېدو لامل، د انتونیو ګوترش د هغه وروستي راپور خپرېدل دي چې د داعش حضور یې په افغانستان کې تایید کړی. د هغه په وینا، د طالبانو د استخباراتو رئیس پوښتنه کړې چې دا راپور ولې د نسیم لهخوا خپور شوی دی. واحدي ویلي چې دا درې واړه کسان تر پرون ماښام شاوخوا ۱۱ بجو پورې بنديان ول او وروسته له ضمانت ورکولو آزاد شوي دي. سره له دې، ټاکل شوې چې دا درې کسان نن پنجشنبه یو ځل بیا د طالبانو استخباراتو ته لاړ شي، خو د دوی وروستی برخلیک لا نه دی معلوم. ویل شوي چې د نیول کېدو پر وخت، طالبانو د رادیو نسیم د خپرونو کمپیوټر هم له ځانه سره وړي دي. سلطانعلي جوادي تر دې وړاندې هم، د ۱۴۰۲ کال د میزان میاشت کې نیول شوی و او د طالبانو پر ضد د تبلیغ په تور، یو کال بند ته محکوم شوی و. هغه د اوو میاشتو بند تېرولو وروسته، د روان کال د حمل په میاشت کې خوشې شوی و. رادیو نسیم هم د ۱۴۰۲ کال په نیمایي کې د طالبانو لهخوا تړل شوی و، خو پنځه میاشتې وروسته، د حوت په میاشت کې ورته د بیا فعالیت اجازه ورکړل شوه. دا ټول په داسې حال کې کېږي چې د نړیوالو خبریالانو فدراسیون تازه اعلان کړی چې یوازې د جولای په میاشت کې، لږ تر لږه اووه خبریالان او رسنیز کارکوونکي د طالبانو لخوا نیول شوي دي. دا اداره له طالبانو غوښتي چې ټول بندي خبریالان ژر تر ژره خوشې کړي او له خودسرانه نیونو لاس واخلي.
- طالبانو په زابل کې اووه تنه، چې یوه ښځه هم پکې شامله ده، شلاق وهلي دي
Social Media د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې د چهارشنبې په ورځ (۱۵ زمری)، اووه تنه کسان، چې یوه ښځه هم پکې شامله ده، د زابل ولایت د شاهجوي ولسوالۍ په عام محضر کې شلاق وهل شوي دي. د دې محکمې په اعلامیه کې ویل شوي چې څلور کسان د غلا او لواطت په تور، او درې نور، چې یوه ښځه هم پکې ده، د «نامشروع اړیکو» په تور مجازات شوي دي. ویل شوي چې دغو کسانو ته د ۲۰ تر ۳۰ ضربو پورې شلاق ورکړل شوی دی. دا سزا په داسې حال کې عملي شوې چې سره له پراخو نړیوالو غندنو، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې صحرایي محکمې او فزیکي سزاوې لا هم دوام لري. طالبانو له هغه وخت راهیسې چې په ۲۰۲۱ کال کې بیا واک ته ورسېدل، څو ځله ښځې او نارینه د مختلفو تورونو په موخه د خلکو په وړاندې مجازات کړي دي.
- ملګرو ملتونو له پاکستانه د افغان مېرمنو او زیانمنو پناهغوښتونکو د ایستلو د بندېدو غوښتنه کړې
Photo: Future Afghanistan ملګرو ملتونو د پاکستان د حکومت له خوا د هغو افغان پناهغوښتونکو د ایستلو پرېکړې په اړه اندېښنه ښودلې چې د لنډمهاله استوګنې کارت (POR) لري. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د چهارشنبې په ورځ (۱۵ زمری) په یوه اعلامیه کې له پاکستاني چارواکو غوښتي چې هغه افغانان چې نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري، محصلین، ناروغان، او زیانمن خلک، باید له جبري ایستلو مستثنا شي. په دغه اعلامیه کې په ځانګړې توګه د افغان ښځو او نجونو د جبري ایستلو په اړه ژوره اندېښنه ښودل شوې او ټینګار شوی چې دا اقدام به هغوی د خپلو اساسي حقونو له جدي نقض سره مخ کړي. UNHCR همداراز له هغه یو میاشتني فرصت هرکلی کړی چې د پاکستان له خوا د دې پرېکړې د عملي کېدو لپاره ورکړل شوی دی. په ورته وخت کې، ریچارد بنت، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی، هم د پاکستان دا پرېکړه چې غواړي په ډلهییز ډول افغان پناهغوښتونکي وباسي، «د اندېښنې وړ» بللې ده. نوموړي خبرداری ورکړی چې دا بهیر کولی شي د لا ډېرې بېثباتۍ لامل شي او د بېرتهستنو شوو کسانو لپاره مالي اړتیاوې لا زیاتې کړي. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت اعلان کړی چې هغه افغانان چې د لنډمهاله استوګنې کارت لري، باید تر یکم سپتمبر پورې له دې هېواده ووځي. د نړیوالو ادارو په وینا، دا پرېکړه له یو میلیون څخه زیات افغان پناهغوښتونکي له خطر سره مخامخ کوي.
- راضیه جان، د افغان نجونو د زدهکړې فعاله، وفات شوه
Photo: Veronique de Viguerie via the new york times راضیه جان، چې د افغان نجونو د زدهکړې له مخکښو فعالانو څخه وه، د ۸۱ کلنۍ په عمر وفات شوه. د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، نن چهارشنبه (۶ اګست)، راضیه جان چې د افغانستان زېږېدلې او د امریکا متحده ایالاتو تابعیت یې درلود، څو ورځې وړاندې د زړه د ناروغۍ له امله د لاسانجلس په ښار کې ومړه. راضیه جان په ۱۹۷۰ لسیزه کې امریکا ته مهاجره شوې وه. هغې په ۲۰۰۷ کال کې افغانستان ته بېرته راستنه شوه او د کابل په دهسبز سیمه کې یې د نجونو لپاره یو وړیا مکتب جوړ کړ. دغه مکتب په ۲۰۰۸ کال کې پیل شو او تر ۲۰۱۶ پورې یې د دولسم ټولګي زدهکوونکي لومړی ځل فارغ کړل. په ۲۰۱۷ کال کې، راضیه جان یو دوه کلن ښوونیز پروګرام هم پیل کړ چې د قابلهګۍ مسلکي زدهکړې ته ځانګړی و، څو په کلیوالو سیمو کې نجونې لوړو زدهکړو ته دوام ورکړای شي. د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته، سره له دې چې پر نجونو د زدهکړې محدودیتونه زیات شول، د راضیه جانې مکتب لا هم فعاله پاتې شوی او اوس له ماشومستانه تر شپږم ټولګي پورې، له ۸۰۰ زیات زدهکوونکي پکې شامل دي. راضیه جان د خپل فعالیت په موده کې ګڼ نړیوال جایزې هم ګټلې وې، چې پکې د CNN د قهرمان لقب او افتخاري ډاکتري شاملې دي. یاده دې وي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې، کله چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شول، د شپږم ټولګي پورته نجونې له رسمي زدهکړو محرومې شوې دي او پوهنتونونه هم د نجونو پرمخ تړل شوي دي.
- د خوړو نړیوال پروګرام: افغانستان د ماشومانو د خوارځواکۍ له خورا سخت بحران سره مخ دی
Photo: Nava Jamshidi/Getty Images via Forbes د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) اعلان کړی چې افغانستان دا مهال د ماشومانو د خوارځواکۍ د پېښو له تر ټولو سخت زیاتوالي سره مخ دی. یادې ادارې په یوه راپور کې ویلي چې نږدې ۱۰ میلیونه تنه، چې د افغانستان د نفوس یو پر څلور برخه جوړوي، له شدیدې خوړو ناسمې خونديتابه کړیږي، او له هر درې ماشومانو څخه، یو له ودې پاتې شوی یا د خوارځواکۍ له امله د قد کمښت لري. د خوړو نړیوال پروګرام د وروستیو دوو کلونو کې د بیړنیو مرستو کمېدل د دې بحران اصلي لامل بللی او ویلي یې دي چې د مرستهکوونکو هېوادونو له خوا د مالي ملاتړ کمېدو، د ماشومانو پر وضعیت مستقیم اغېز کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې متحده ایالات، چې د خوړو نړیوال پروګرام تر ټولو ستر تمویلونکی هېواد بلل کېږي، د اپریل په میاشت کې له افغانستان سره د خوراکي مرستو لېږد بند کړی. امریکا تېر کال د دې پروګرام له مجموعي ۹.۸ میلیارده ډالري بودیجې، ۴.۵ میلیارده ډالر برابر کړي وو. د مرستو له کمېدو سره یو ځای، له ګاونډیو هېوادونو د افغان مهاجرو د جبري بېرتهستنېدو لړۍ هم د هېواد د خوړو بحران ته نور هم شدت ورکړی. د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې یوازې په تېرو دوو میاشتو کې یې له ایرانه راستنو شویو ۶۰ زره کسانو ته مرستې رسولې، خو زرګونه نور لا هم له مرستو بېبرخې پاتې دي. د دې ادارې د اړیکو مسئول، ضیاءالدین صفی ویلي چې له ایرانه ټولو واجد شرایطو راستنو شوو کسانو سره د مرستو لپاره، لږ تر لږه ۱۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده. هغه همداراز زیاته کړې چې د خوړو نړیوال پروګرام تر جنورۍ میاشتې پورې، د ټول افغانستان له زیانمنو کورنیو سره د مرستو دوام لپاره، ۵۳۹ میلیونه ډالره بودیجه ته اړتیا لري.
- د نړیوالو خبریالانو فدراسیون: طالبانو په تېره میاشت کې اووه خبریالان نیولي دي
Photo: iras.ir د نړیوالو خبریالانو فدراسیون په خپل تازه راپور کې ویلي چې طالبانو یوازې د جولای په میاشت کې لږترلږه اووه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي نیولي دي. یادې ادارې د سهشنبې په ورځ (۵ اګست) د رسنیو پر ضد د فشارونو له زیاتېدو سره خپله ژوره اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی چې د افغانستان د معاصر تاریخ په اوږدو کې د مطبوعاتو ازادي تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې ده. فدراسیون وايي چې طالبان د خبریالانو پر وړاندې فشارونه زیات کړي او خپلواکې رسنۍ یې سختې محدودې کړې دي. د نړیوالو خبریالانو فدراسیون له طالبانو غوښتي چې ژر تر ژره ټول بندیان خبریالان آزاد کړي او له خودسرانه نیونو لاس واخلي. د دې راپور له مخې، د جولای په ۲۴مه، د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د «توانا» خبري آژانس درې کارکوونکي، ابوذر سرپلی، بشیر هاتف، او شکیب احمد نظری نیولي دي. د فدراسیون په وینا، دغه کسان د نړیوالو ادارو له خوا د ښځو د ملاتړ لپاره د پروژو ترلاسه کولو او د طالبانو پر ضد د انتقادي مطالبو د خپرولو په تور نیول شوي دي. په راپور کې راغلي چې طالبانو د سرپلی د «جبري اعتراف» ویډیو خپره کړې او هغه یې په «جاسوسۍ» او «اخلاقي فساد» تورن کړی دی. سره له دې، د دغو درې کسانو برخلیک تر اوسه روښانه نه دی. دغه راز، فدراسیون ویلي چې احمد نوید عسکري، چې د پیکسل رسنیز شرکت مشر دی، او مرستیال یې مشتاق احمد حلیمي، د جولای په ۱۵مه په کابل کې نیول شوي دي. طالبانو دا دواړه د یو «غیراسلامي» سریال د دوبلې کولو په تور نیولي او د شرکت وسایل یې هم ضبط کړي دي. دا دوه کسان، له دوه اونیو بند، او د جبري اعتراف اخیستو وروسته، د جولای په ۳۰مه آزاد شوي دي. همداراز، د جولای په ۲۱مه، یو بل رسنیز کارکوونکی د دې په تور نیول شوی چې له تبعیدي رسنیو سره یې همکاري لرله. همدا راز، د جولای په ۶مه، یو سیمهییز خبریال له دوو ورځو بند وروسته، د ژمنلیک له لاسلیکولو وروسته خوشې شوی دی. د نړیوالو خبریالانو فدراسیون ویلي چې له ۲۰۲۴ کال راهیسې یې په افغانستان کې د خبریالانو د حقونو د نقض ۴۸ پېښې ثبت کړې دي چې ۲۸ یې د خبریالانو له نیونو سره تړاو لري.
- د ملګرو ملتونو کډوالو عالي کمېشنري: افغان نجونې د جبري ستنېدو وروسته له مخ پر زیاتېدونکو ګواښونو سره مخ دي
Photo: Wakil Kohsar / AFP via Al-Monitor د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري (UNHCR) ویلي چې هغه افغان نجونې چې تازه له ایران او پاکستان څخه اخراج شوې دي، په افغانستان کې له مخ پر زیاتېدونکو ګواښونو سره مخ دي. یادې ادارې په ایکس شبکه کې د بېرته ستنو شوو نجونو انځورونه خپاره کړي او خبرداری یې ورکړی چې د دغو نجونو هیلې له لهمنځهتلو سره مخ دي. UNHCR وايي، په وروستیو میاشتو کې نږدې دوه میلیونه افغان مهاجرین له ګاونډیو هېوادونو ایستل شوي یا جبراً بېرته ستنول شوي دي؛ هغه هېواد ته چې له وړاندې له ژورو بشري بحرانونو سره لاسوګرېوان دی، او پکې نجونې تر نورو ډېر له ګواښ، بندیزونو او محرومیت سره مخ دي. دغه سازمان خبرداری ورکړی چې ډېر بېرتهستنېدونکي د سختو رواني زیانونو سره مخ دي؛ دغه زیانونه د نیونې، له کورنیو سره د بېلتون، د شتمنیو له لاسه ورکولو، او د ایران او پاکستان په پولو کې د غیرانساني چلند له امله رامنځته شوي دي. د UNHCR د راپور پر بنسټ، هغه ښځې او نجونې چې بېرته افغانستان ته راستانه شوي، دلته له سختو محدودیتونو سره مخ دي، چې د هغوی پر حقوقو، شخصي ازادیو او ټولنیز مشارکت اغېز کوي. همداراز، قومي او مذهبي لږکۍ، د بشري حقونو مدافعین او خبریالان هم د هغو ډلو له جملې دي چې د دې ادارې په وینا، له جدي خطرونو سره مخامخ دي. دغه نړیوال سازمان، سره له دې چې د بېرتهستنو شوو کسانو د ملاتړ ژمنه تکرار کړې، ویلي چې مالي منابع یې محدود شوي او د حیاتي خدماتو د دوام لپاره د نړیوالې ټولنې بېړني ملاتړ ته اړتیا لري. ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې د مهاجرو پراخ بېرتهستنېدنه، د بېکارۍ زیاتېدل، طبیعي افتونه، او د خدماتي زیربناوو کمښت د افغانستان بشري وضعیت لا پسې خراب کړی دی. په تېرو میاشتو کې، ایران او پاکستان په سلګونو زره افغان مهاجرین، په ځانګړې توګه ښځې او نجونې، جبراً افغانستان ته راستانه کړي؛ هغه هېواد ته چې پکې د نجونو تعلیم بند دی او طالبان ښځې له ډېریو ټولنیزو، مسلکي او عامه برخو څخه محرومې کړي دي.
- پرون له زرو زیاتې افغان مهاجرې کورنۍ بېرته هېواد ته ستنې شوې
Photo: Fareed Khan / AP Photo via Human Rights Watch په داسې حال کې چې له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه له ایران او پاکستان څخه د افغان مهاجرو د جبري ایستلو بهیر زور اخیستی، د طالبانو تر مدیریت لاندې باختر خبري آژانس راپور ورکړی چې یوازې په یوه ورځ کې له ۱۱۰۰ زیاتې مهاجرې کورنۍ افغانستان ته راستانه شوې دي. د دې راپور له مخې، پرون یکشنبه (۱۲ زمری)، ۷۰ کورنۍ د تورخم له لارې، ۲۰ کورنۍ د کندهار له سپینبولدک، ۸۵ کورنۍ د نیمروز له پُلابریشم، یوه کورنۍ د هلمند له بهرامچې، او ۹۳۲ کورنۍ د هرات له اسلامقلعې څخه افغانستان ته داخل شوې دي. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له دې وړاندې ویلي وو چې یوازې په تېرو دریو میاشتو کې له ایران څخه له یو میلیون زیات افغان مهاجرین ایستل شوي دي.









