
د لټون پایلې
244 results found with an empty search
- د افغان ښځینه متشبثینو لپاره د نړیوالو بازارونو ته د ننوتو په هدف روزنیز پروګرام ترسره شو
Photo: UNDP Afghanistan, via X په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام دفتر (UNDP) د افغان ښځینه متشبثینو د ځواکمنتیا په موخه، د نړیوالو بازارونو لپاره د چمتووالي یو روزنیز پروګرام ترسره کړی دی. دې ادارې نن دوشنبه (۱۳ زمری) په خپل رسمي ایکسپاڼه کې اعلان کړی چې دا پروګرام د خصوصي سکتور د نړیوالو همکاریو مرکز (ICPSD) په همکارۍ او د HARAKAT ادارې په مشارکت ترسره شوی دی. UNDP ویلي چې د دې روزنیز پروګرام هدف، د ښځو د صادراتو په برخه کې د پوهې لوړول او هغوی د نړیوالو بازارونو لپاره چمتو کول دي. دا روزنیز پروګرام دوه ورځې دوام وکړ او شاوخوا ۸۰ ښځینه متشبثینو پکې ګډون وکړ. UNDP زیاته کړې: «دا روزنیز پروګرام هغو ښځو ته مرسته کوي چې کوچني او منځني کاروبارونه (MSMEs) رهبري کوي، څو نړیوالو بازارونو ته د خپلو تولیداتو د معرفي کولو اړین مهارتونه ترلاسه کړي.» د خپرو شوو انځورونو له مخې، دا غونډه د ښځینه متشبثینو، روزونکو او همکارو بنسټونو د مسئولینو په پراخ ګډون ترسره شوې ده. دا روزنیز پروګرام په داسې حال کې ترسره کېږي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې، په افغانستان کې د ښځو اقتصادي حضور له پراخو محدودیتونو سره مخ دی.
- یو ښځینه ډاکتره په جلالاباد کې د ناڅرګندو وسلهوالو له خوا ووژل شوه
Social Media په ننګرهار ولایت کې ځایي سرچینې وايي چې یوه ښځینه ډاکتره، پرون سهار یکشنبه (۱۲ زمری)، د جلالاباد ښار کې د ناڅرګندو وسلهوالو له خوا وژل شوې ده. د سرچینو په وینا، دغه ۲۸ کلنه ډاکتره چې «زیبا» نومېده، د ننګرهار ولایت روغتون د نسایي ولادي په برخه کې دنده لرله. هغه شاوخوا د سهار ۸:۳۰ بجې، کله چې د ښار د اوومې ناحیې په «الفت مینه» سیمه کې د خپل موټر انتظار کاوه، د ناڅرګندو وسلهوالو له خوا پرې ډزې وشوې او ځای پر ځای یې ژوند له لاسه ورکړ. د دې ډاکترې کورنۍ ویلي چې له هېچا سره یې شخصي دښمني نه لرله. دا پېښه د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ته نژدې رامنځته شوې ده. د طالبانو امنیه قوماندانۍ د دې وژنې پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې بریدکوونکي له سیمې څخه په تېښته بریالي شوي دي. خو د طالبانو چارواکو ویلي چې د دې وژنې انګېزه لا روښانه نه ده او دوی یې په تړاو څېړنې پیل کړې دي. یاده دې وي چې د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته، په هېواد کې د وژنو پېښې زیاتې شوې دي. په ډېری پېښو کې بریدکوونکي «ناشناخته وسلهوال» بلل شوي او ډېر کم راپورونه شته چې پکې عاملین وپېژندل شي یا مجازات شي.
- د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې د لوږې بحران هره ورځ ژورېږي
Photo: AP via Daily Sabah د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په یوه راپور کې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د لوږې بحران «هره ورځ ژورېږي» او ښځې او ماشومان، په ځانګړې توګه هغه کسان چې تازه له ګاونډیو هېوادونو اخراج شوي، د زیانپذېرترینو ډلو په منځ کې دي. دغه اداره نن یکشنبه (۱۲ زمری) ویلي چې د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره د میلیونونو اړمنو افغانانو د مؤثرې مرستې رسولو په موخه، ورته سمدستي ۵۳۹ میلیونه ډالره بودیجه ته اړتیا ده. د دې راپور له مخې، له هر پنځه افغان وګړو څخه، یو تن نهپوهېږي چې راتلونکی د خواړو وعده به له کومه تأمین کړي. افغانستان لا هم له هغو هېوادونو څخه دی چې له خورا سختو د لوږې بحرانونو سره مخ دی. WFP وايي، دا بحران د څلور لسیزو جګړو، پراخې بېوزلۍ، اقتصادي کړکېچ، پرلهپسې وچکالۍ او د نهقابل پیشبیني اقلیمي بدلونونو پایله ده. د ورکړل شوو شمېرنو له مخې، تمه ده چې سږ کال له پنځو کلونو کم عمره څه باندې ۳.۵ میلیونه ماشومان په افغانستان کې له خوارځواکۍ سره مخ شي؛ دا شمېره د تېر کال په پرتله نیمايي میلیونه تنو ته زیاتوالی ښيي. همداراز، ۱.۲ میلیونه حامله ښځې او شیدې ورکوونکې میندې په بحراني حالت کې دي او سمدستي د تغذیې درملنې ته اړتیا لري. د خوړو نړیوال پروګرام ټینګار کړی چې له دې وضعیت څخه تر ټولو ډېر زیان ښځې او نجونې ویني، ځکه چې له ټولنې څخه ګوښه شوي او لاسرسی یې بنسټیزو سرچینو ته محدود شوی دی. دا اداره همداراز ویلي چې د ښځو تر سرپرستۍ لاندې کورنۍ د زیانپذېرترینو ډلو په توګه، د دې سازمان د مرستو په لومړیتوب کې دي. دا خبرداری په داسې حال کې مطرح شوی چې په وروستیو میاشتو کې له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه پاکستان او ایران، د افغان مهاجرو د جبري اخراج بهیر شدت موندلی؛ یوه لړۍ چې د زرګونو بېپناه کورنیو په بېرته ستنولو سره د هېواد پر محدودو سرچینو لا ډېر فشار راوستی او د عاجلو مرستو اړتیا یې دوه برابره کړې ده.
- فیفا: د افغان ښځینه فوټبالرانو لپاره په جلاوطنۍ کې نړیوال د استعداد موندنې کمپ ترسره شو
Photo: World Sports Craze په داسې حال کې چې طالبانو په افغانستان کې د ښځو ورزش په بشپړه توګه بند کړی او د زرګونو ورزشکونکو نجونو هیلې او راتلونکې یې خاورو ته سپارلې، نړۍ اوس د افغان ښځینه فوټبال ټیم د بیا راټوکېدو شاهده ده. د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) د جمعې په ورځ (۱۰ زمری) اعلان وکړ چې د افغان ښځینه فوټبالرانو لپاره د استعداد موندنې لومړی نړیوال کمپ، د جولای له ۲۳مې تر ۲۹مې، د اسټرالیا په سیدني ښار کې ترسره شوی دی. د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، دا کمپ د فیفا د هغو هڅو یوه برخه ده چې غواړي له ۲۳ ښځینه افغان کډوالو لوبغاړو یو ټیم جوړ کړي، څو دوی د نړیوالو دوستانه سیالیو لپاره چمتو شي. فیفا هیله ښودلې چې دغه ټیم به وکولای شي تر روان کال پورې په نړیوالو دوستانه لوبو کې برخه واخلي او دا د افغانستان د ښځینه فوټبال د نړیوالو سیالیو ډګر ته د ستنېدو یو ګام وي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، دغې ډلې د شریعت له افراطي تفسیر سره سم، د ښځو ورزش بشپړ بند کړ. دغه پرېکړه عملاً د افغانستان د ښځینه ملي فوټبال ټیم له ټولو رسمي نړیوالو سیالیو څخه بهر کړ. لسګونه ښځینه لوبغاړې د امنیتي ګواښونو له امله له افغانستانه وتلي او اوس د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې جلاوطنه ژوند کوي. یاده دې وي چې فیفا د روان کال د مې په میاشت کې، د افغان ښځینه فوټبال ټیم د جوړېدو پریکړه رسمي کړه او پالین هامل، د سکاټلنډ د ښځینه ملي ټیم پخوانۍ لوبغاړې، یې د دې ټیم د روزونکې په توګه وګومارله.
- بېخبرهتيا له سمانه تاجیک؛ د شنبې د ارغواني خوځښت له ایراني حکومت نه د ځوابویلو غوښتنه وکړه
Social Media د شنبې د ارغواني خوځښت د افغانستان له یوه پنځلس کلنه مهاجره نجلۍ، سمانه تاجیک، د ورکېدو په تړاو ژوره اندېښنه ښودلې او له نړیوالو بشري حقونو ادارو څخه یې د بېړنۍ مداخلې، او له ایراني حکومت څخه د وضاحت غوښتنه کړې ده. دې خوځښت نن یکشنبه (۱۲ زمری) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د سمانه تاجیک اختطاف، او د افغان مهاجرو ښځو د مشکوکو وژنو څو پېښې، د مهاجرو د جبري ایستلو له پراخ بهیر سره یو ځای، د مهاجرو نجونو، په ځانګړې توګه د نوښتګرانو، ترمنځ د «وېرې او ناهيلۍ» فضا لا پسې پراخه کړې ده. په دې اعلامیه کې د هغو ورته پېښو یادونه شوې، لکه د کبرا رضایي وژنه، او خبرداری ورکړل شوی چې که اقدام و نه شي، ممکن دغه ډول فاجعې بیا تکرار شي. له نړیوالو ادارو غوښتنه شوې چې تر اوسه ناوخته نه وي، د سمانې د ژغورلو لپاره لاسپهکار شي. دا هم ویل شوي چې سمانه تاجیک، افغان مهاجره نجلۍ، د ۲۰۲۵ کال د جولای په ۱۵مه، د تهران د حسنآباد چهاردانګه په سیمه کې نادرکه شوې او تر اوسه پورې یې د برخلیک په اړه هېڅ معلومات نشته. د دې خوځښت په وینا، د سمانه پلار دا مهال په زندان کې دی او مور یې شاوخوا دوه کاله مخکې وفات شوې ده. سمانه بې سرپرسته ده، هېڅ ملاتړ نه لري او په مطلق بېپناهۍ کې ژوند کوي. دغه خوځښت ټینګار کړی چې ایراني حکومت تر اوسه د سمانې د وضعیت د څېړنې او تعقیب لپاره هېڅ جدي اقدام نه دی کړی. په اعلامیه کې راغلي چې سمانه یوازې یو مثال دی له هغو زرګونو افغانو مهاجرو نجونو څخه چې په ایران کې له جنسي تاوتریخوالي، نژادي تبعیض، اختطاف، جبري ایستلو او بېکوره کېدو سره مخ دي. دا خوځښت له بېسرپرسته مهاجرو نجونو سره د عاجلې حقوقي، رواني او ټولنیزې مرستې اړتیا ته په اشارې سره، له ایرانه د افغان مهاجرو د نیولو او جبري ایستلو بهیر د سمدستي بندېدو غوښتنه کړې ده. په اعلامیه کې له نړیوالو ادارو لکه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR)، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ دفتر (OHCHR)، یونیسف، د بشر د حقونو د څار ادارې او د بخښنې نړیوال سازمان څخه غوښتنه شوې چې پر ایراني حکومت فشار راوړي، د سمانه قضیه ژر تعقیب شي، او د افغان مهاجرو لپاره لا اغېزمن ملاتړیز میکانیزمونه رامنځته شي.
- یوه ځوانه ښځه په غور کې ځانوژنه کړې ده
Social Media محلي سرچینو د غور ولایت د لعلوسرجنګل ولسوالۍ په یوه کلي کې د یوې ځوانې ښځې د ځانوژنې راپور ورکړی دی. سرچینو زن نیوز ته ویلي چې دا پېښه د لعلوسرجنګل ولسوالۍ د «کشک سفلا» په کلي کې رامنځته شوې، او یاده ښځه یې ځان ځوړند کړی او خپل ژوند ته یې د پای ټکی ایښی دی. د عیني شاهدانو په وینا، دې ښځې فاطمه نوم درلود، او د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۹مه) له غرمې مخکې، د کورني تاوتریخوالي له امله ځانوژنه کړې ده. یو تن شاهد، چې نهغواړي نوم یې واخیستل شي، وايي فاطمه ۳۳ کلنه او د درېیو ماشومانو مور وه، او له ډېرې مودې راهیسې د خپل ژوند له سختو شرایطو شکایت درلود. نوموړی زیاتوي چې دا پېښه د کلي ښځې ژور غمجنې او حیرانې کړې دي. د سرچینو په وینا، له پېښې وروسته د طالبانو امنیتي ځواکونو د فاطمې مېړه نیولی او د ولسوالۍ زندان ته یې لېږدولی دی. یاده دې وي چې له هغې راهیسې چې طالبان بېرته واک ته رسېدلي، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ښځو او نجونو د ځانوژنې پېښې په اندېښمن ډول ډېرې شوې دي؛ دا یوه داسې پدیده ده چې ډېری وخت د کورني تاوتریخوالي، رواني فشارونو او د ښځو لپاره د ټولنیزو او حقوقي ملاتړونو د نشتوالي پایله بلل کېږي.
- د کډوالو د حقونو نړیوال بنسټ له ایرانه د افغان مهاجرو د اخراج د بندېدو غوښتنه کړې ده
Photo: UNAMA – via Twitter (@UN) د کډوالو د حقونو نړیوال سازمان (Refugee Rights Watch Global) له ایرانه د افغان مهاجرو د پراخ جبري اخراج په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او د دې بهیر د سمدستي بندېدو غوښتنه کړې ده. په هغه اعلامیه کې چې دا بنسټ د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۹مه) خپره کړې، راغلي چې یوازې د روان میلادي کال له پیله، له یو میلیون ډېر افغان مهاجر په جبري ډول له ایرانه افغانستان ته شړل شوي دي؛ پداسې حال کې چې یو شمېر دغه کسان په ایران کې زېږېدلي یا له څو لسیزو راهیسې هلته ژوند کاوه. یاد حقوقي بنسټ ټینګار کړی چې دا پراخ اخراجونه د کډوالو د نړیوالو حقونو او د بشر د حقونو د قوانینو ښکاره نقض دی، او د زرګونو کسانو، په ځانګړي ډول ښځو، ماشومانو او نورو زیانپذېرو وګړو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کوي. په یوې برخې کې یې ویل شوي: «هغه مهاجر چې افغانستان ته بېرته استول کېږي، له سختو بشري، اقتصادي او امنیتي بحرانونو سره مخ دي.» د کډوالو د حقونو نړیوال سازمان له ایراني چارواکو غوښتنه کړې چې خپل نړیوال تعهدات رعایت کړي او ژر تر ژره دې جبري بېرتهراستنېدنه ودروي. همداراز، له نړیوالو ادارو لکه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR)، د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) او نورو اړوندو بنسټونو څخه غوښتنه شوې چې د نورو اخراجونو د مخنیوي او د افغان پناهغوښتونکو د کرامت د خوندي کولو لپاره ژر، همغږي او جدي اقدام وکړي. دا غوښتنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د ایرانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ لا هم روانه ده. ایراني چارواکو اعلان کړی چې تر دې دمه یې له یو میلیون زیات افغان مهاجر ایستلي او ټینګار کوي چې ټول بېمدرکه مهاجر باید له هېواده ووځي. لازم یادونه ده چې د افغان مهاجرو د اخراج بهیر په ځانګړي ډول وروسته له هغه زیات شوی چې د ایران او اسراییلو ترمنځ سیمهییز کړکېچونه زیات شوي دي. دا پراخ بېرتهراستنېدنه پداسې حال کې روانه ده چې افغانستان له سخت اقتصادي بحران سره لاسوګرېوان دی، او د داخلي بنسټونو وړتیا د دې بېساري شمېر راستنېدونکو د رسیدنې لپاره ډېره محدود ده.
- اوچا: په افغانستان کې ۲۴۵ بشري پروژې د طالبانو د مداخلې له امله درول شوې دي
Photo: REUTERS/Sayed Hassib via Amu TV د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په خپل تازه راپور کې د افغانستان د بشري عملیاتو د اندېښمن وضعیت خبر ورکړی او ویلي یې دي چې یوازې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې، له ۲۴۵ ډېرې بشري پروژې د طالبانو د لاسوهنې، جنسيتي فشارونو او اداري محدودیتونو له امله درېدلي یا ځنډېدلي دي. اوچا وایي، د افغانستان په کچه بشردوستانه مرستو ته لاسرسی له جدي خنډونو سره مخ دی؛ په ځانګړې توګه د ښځو لپاره، چې ډېری یې له مرستو بېبرخې پاتې دي. همداراز، حیاتي خدمات لکه واکسین، رواني مشورې او ټولنیز ملاتړ په یو شمېر سیمو کې بشپړ درېدلي دي. د دې راپور پر بنسټ، چې له غیرحکومتي بنسټونو او ځایي ادارو سره په ګډه جوړ شوی، ۷۳ سلنه د پروژو ځنډونه د طالبانو له خوا د ښځو پر ګمارنه بندیز، د تفاهملیکونو پر امضا ځنډ او د مرستو ترلاسه کوونکو د پېژندنې په پروسه کې مداخله سره تړاو لري. ۱۹ سلنه نور بیا مستقیماً د ښځو پر کار بندیز پورې اړه لري، حتی کله چې د شرعي محرم سره هم وي. په هېواد کې د مرکزي، جنوبي او لوېدیځو سیمو په یو شمېر برخو کې د بشري ماموریتونو فعالیتونه یا لغوه شوي یا هم ځنډول شوي. دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د پراخ بشري بحران سره لاسوګرېوان دی، او میلیونونه خلک د خوړو، روغتیايي او ملاتړ خدماتو ته اړتیا لري. اوچا همداراز ویلي چې د مرستندویه ادارو پر وړاندې ۵۹ امنیتي پېښې ثبت شوې دي، چې پکې لږ تر لږه ۱۰۰ کارکوونکي (۳۱ ښځې) نیول شوي، ګواښل شوي، سپکې سپورې ورته شوې، وسایل یې ضبط شوي او دفترونه یې تړل شوي دي. اوچا خبرداری ورکړی که دا وضعیت دوام وکړي او جنسيتي فشارونه زیات شي، نو په افغانستان کې د بشري عملیاتو د بشپړ توقف خطر شته. دا بنسټ یو ځل بیا ټینګار کړی چې باید مرستې بېطرفانه، غیرسیاسي او شفافې وې، او په ځانګړي ډول ښځو او زیانمنو قشرونو ته ورسېږي. سره له دې چې طالبان ادعا کوي چې یوازې د مرستو د بهیر څارنه کوي، خو د ملګرو ملتونو ګڼ راپورونه ښيي چې دا ډله په مستقیم ډول د پروژو پر مدیریت، د کارکوونکو پر ټاکنه او د ښځو پر فعالیتونو محدودیتونه لګوي؛ هغه لړۍ چې په عملي ډول د میلیونونو ښځو او ماشومانو ژوند ته د مرستو لاسرسی له جدي خطر سره مخ کړی دی.
- څلور مدني بنسټونو د افغان ښځو لپاره ولسي محکمه پیل کړې ده
Photo: Victor J. Blue / The New York Times د څلورو مدني نهادونو ائتلاف د افغان ښځو لپاره د یوې ولسي محکمې د جوړېدو خبر ورکړی دی. د دې ائتلاف لهخوا د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۹مه) خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دې محکمې هدف د معافیت له منځه وړل، او د طالبانو له لوري پر ښځو د سرکوب عادي کېدو مخنیوی دی. په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغې ولسي محکمې د استماع غونډې به د اکتوبر له ۸مې تر ۱۰مې نېټې پورې، د یو نړیوال قضايي پلاوي په حضور کې، د اسپانیا په مادرید ښار کې ترسره شي. د اعلامیې پر بنسټ، څلور څارنوالان له نړیوالو کارپوهانو سره په ګډه یو رسمي تورنلیک چمتو کوي چې د محکمې مخې ته وړاندې شي، او یو ځانګړی ټیم هم د اسنادو او شواهدو راټولولو لپاره ټاکل شوی دی. دا بېسارې نوښت د «رواداري»، «د بشر حقونو مدافعان»، «په افغانستان کې د بشر حقونو او دموکراسۍ» او «پژوهش او پراختیا» په نومونو څلورو بنسټونو له لوري پیل شوی دی. د دې ولسي محکمې یو تن څارنوال ویلي: «کله چې د بشریت پر ضد جنایت ترسره کېږي، د نورو دولتونو چوپتیا پخپله یو جنایت دی. د افغانستان د ښځو ولسي محکمه به نړیوال اړ کړي چې د افغان ښځو غږ واوري.» دا نوښت په داسې حال کې ترسره کېږي چې د جزا نړیوالې محکمې د طالبانو پر مشر هبتالله اخندزاده او د دوی د سترې محکمې پر رئیس عبدالحکیم حقاني، د بشریت ضد جنایتونو په تور د نیولو حکم صادر کړی دی. د یادې محکمې د اعلامیې پر بنسټ، معقوله دلایل شته چې ښيي «اخندزاده او حقاني د طالبانو د جنسیتمحور سیاستونو پر بنسټ، د ښځو او نجونو د ځورونې، او د هغو کسانو د ځورونې چې له دغو سیاستونو سره مخالف دي، د امر، هڅونې یا غوښتنې له لارې، د نړیوال جزا قانون د روم د اساسنامې د ۷مې مادې (۱)(هـ) له مخې، د بشریت ضد جنایت مرتکب شوي دي.» طالبانو اعلان کړی چې د جزا نړیواله محکمه نهپېژني، خو د بشري حقونو بنسټونو له دې قضایي بهیر تود هرکلی کړی دی.
- عفو بینالملل د افغان کډوالو د اخراج د بندېدو او د استوګنې د کارتونو د تمدید غوښتنه کړې ده
Photo: AP via voanews د عفو بینالملل سازمان د پاکستان کې د افغان کډوالو د نامعلوم وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له دې هېواد یې غوښتي چې د افغان مهاجرو د اخراج لړۍ بنده کړي او د هغوی د قانوني استوګنې کارتونه (پیاوآر) تمدید کړي. د یاد سازمان په راپور کې راغلي، د «پیاوآر» کارتونو نهتمدید، د شاوخوا ۱.۴ میلیونه افغان مهاجرو ژوند له بېسرنوشتۍ سره مخ کړی دی. یاد کارتونه د ۲۰۲۵ کال د جون میاشتې په ۳۰مه نېټه ختم شوي، او تر یو میاشت ډېر وخت وروسته، لا هم د هغوی د تمدید په اړه هېڅ پرېکړه نه ده شوې. د دې وضعیت دوام، افغان پناهغوښتونکي، په ځانګړي ډول بېسرپرسته ښځې او ماشومان، له نیونې، ځورونې، جبري اخراج او لا زیاتې بېسرنوشتي سره مخ کوي. دا ډله له ټولو زیات زیانپذیره ګڼل کېږي. همداراز، له پاکستان سره موازي، له ایران څخه هم د افغان کډوالو د پراخ اخراج لړۍ روانه ده. د طالبانو د ورکړل شویو شمېرو پر بنسټ، یوازې په تېرو درې میاشتو کې نږدې ۱.۸ میلیونه افغان مهاجر په زور له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي دي. دا اخراجونه په داسې حال کې دوام لري چې افغانستان د سخت اقتصادي بحران، د راستنېدونکو د ملاتړ د بنسټونو له نشتوالي، او پر ښځو او زیانمنو قشرونو د پراخ فشار سره مخ دی. ډېری هغه ښځې چې له ایران او پاکستانه راستانه شوې، وایي چې بې له سرپناه، کار یا کوم ملاتړ، په خیمو یا جوماتونو کې ژوند کوي. له کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، ښځې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي؛ له زدهکړې او کار څخه محرومې دي، له شرعي محرم پرته ګرځېدا ورباندې بنده ده، او عامې فضاوې پر دوی تړل شوي دي. د ښځینه مهاجرو بېرتهراستنېدل داسې وضعیت ته، مانا دا ده چې هغوی بیا د تاوتریخوالي، تبعیض او فقر په دور باطل کې راګیرې شوې دي.









