
د لټون پایلې
Search this site
352 results found with an empty search
- یوه ځوانه ښځه په ننګرهار کې ځانوژنه کړې ده
Social Media محلي سرچینو په ننګرهار ولایت کې راپور ورکړی چې یوه ځوانه ښځه د دې ولایت په غنيخېل ولسوالۍ کې د ټوپک په ډز ځانوژنه کړې ده. د راپورونو له مخې، دا پېښه د جمعې په ورځ (د زمري درېیمه نېټه) د غنيخېل ولسوالۍ په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده. یوه محلي سرچینه وايي، دا ښځه شاوخوا اته میاشتې مخکې واده شوې وه او د خپل مېړه له وسلې څخه په استفادې یې خپل ژوند پای ته رسولی دی. د دې ځانوژنې علت «کورنی تاوتریخوالی» بلل شوی دی. د دې ښځې د هویت او عمر په اړه جزئیات نه دي ورکړل شوي. په ننګرهار کې د طالبانو محلي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. دا په داسې حال کې ده چې له هغې راهیسې چې طالبان بېرته واک ته رسېدلي، د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د ښځو او نجونو د ځانوژنې پېښې بېسارې زیاتې شوې دي. ډېری دا پېښې د کورني تاوتریخوالي، شدید فقر او د ښځو پر حقونو او ازادیو سختو محدودیتونو له امله رامنځته کېږي.
- د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو شدت له پاکستانه، هممهاله د ویزو د تمدید له بندېدو سره
Photo: AP, published via VOA News د پاکستان پولیسو له هغه وروسته چې د افغان کډوالو د ویزو د تمدید بهیر یې درولی، په اسلامآباد او راولپنډۍ کې د نیولو او جبري ایستلو عملیاتو ته زور ورکړی دی. محلي سرچینو د شنبې په ورځ (د زمري ۴مه) راپور ورکړی چې په ښارک بی۱۷، راولپنډۍ او د اسلامآباد په بېلابېلو سیمو کې ماشومان، ښځې، سپینږیري او ناروغان چې ویزې یې ختمې شوې، نیول کېږي. ویل شوي چې پاکستان له شاوخوا شلو ورځو راهیسې د افغان کډوالو د ویزو تمدید بهیر بشپړ بند کړی، او تر دې دمه یې د دې بهیر د بیا پيلېدو په اړه هېڅ وضاحت نه دی ورکړی. تر دې مخکې، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د افغان مهاجرو د ویزو موده له شپږو میاشتو یوه میاشت ته راکمه کړې وه. پناهغوښتونکو خبرداری ورکړی چې د دې بهیر بندېدل او د نیونو زیاتوالی، د زرګونو هغو افغانانو ژوند له خطر سره مخ کړی چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري له ګواښ سره مخ دي؛ پدې کې خبریالان، مدني فعالان او ښځې شاملې دي. په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو سازمان په یوه تازه راپور کې تایید کړې چې له ګاونډیو هېوادونو څخه ایستل شوي کسان، چې بېرته افغانستان ته ستانه شوي، د طالبانو له لوري نیول شوي، شکنجه شوي او زنداني شوي دي.

