پنځه کاله وروسته؛ هغه نجونې چې وایي ځواني او راتلونکی یې له لاسه ورکړی
- Ariahn Raya
- 1 day ago
- 5 min read

لا هم ډېر کتابونه د هغې د خونې په یوه کونج کې پراته دي؛ ښايي ځینې یې وروستی ځل هغه مهال ور اړول شوي وي چې هغې فکر کاوه د پوهنتونونو تړل کېدل موقتي دي او ډېر ژر به بېرته خپل درسي صنف ته ستنه شي.
زرغونه په سړو سترګو دغو کتابونو ته ګوري او صنف ته د تلو خاطرې په ذهن کې راګرځوي؛ هغه خاطرې چې نږدې څلور کاله پرې تېر شوي دي.
د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په ۲۰مه، طالبانو د افغانستان په پوهنتونونو کې د نجونو لوړې زدهکړې منع کړې. هغه محصلانې چې تر هغه وخته یې د سند ترلاسه کولو، دندې موندلو او خپل راتلونکي جوړولو لپاره هڅې کولې، ناڅاپه له پوهنتونونو لرې پاتې شوې.
اوس، واک ته د طالبانو د بېرته ستنېدو له پنځمې کلیزې وروسته، یو شمېر دغو نجونو له زننیوز سره په خبرو کې ویلي چې په دې موده کې یې یوازې زدهکړې له لاسه نه دي ورکړې، بلکې احساس کوي د ځوانۍ کلونه، کاري فرصتونه او راتلونکي ته یې د هیلو یوه برخه هم ترې اخیستل شوې ده.
زرغونه، د کابل اوسېدونکې، له همدې نجونو څخه یوه ده. هغه یو وخت د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي محصله وه.
هغې وایي، د خپل راتلونکي لپاره یې پلان درلود او فکر یې کاوه چې له فراغت وروسته به یې ژوند بل ډول وي. خو د طالبانو له فرمان وروسته یې زدهکړې نیمګړې پاتې شوې.
زرغونه وایي، بېرته درسي صنفونو ته د ستنېدو انتظار ورو ورو په ناهیلۍ بدل شوی دی.
هغې وایي: «له کلونو انتظار وروسته مې ورو ورو هیله له لاسه ورکړه او اوس په رواني ستونزو اخته شوې یم. عمر مې تېر شو او پوهنتون مې هم نیمګړی پاتې شو.»
هغې د خپل اوسني ژوند حالت په قفس کې د یوې مرغۍ له ژوند سره تشبیه کړی دی.
«شپه او ورځ لکه یوه مرغۍ چې په قفس کې وي، زه هم د طالبانو د قوانینو په جوړ کړي قفس او زندان کې یم، هره شېبه خفه کېږم.»
زرغونه وایي، د خپل رواني وضعیت د مقابلې لپاره د خپګان ضد درمل کاروي، خو احساس کوي چې د پخوا په څېر توان او زغم نه لري.
«د خپګان ضد ګولۍ خورم، خو بیا هم توان او زغم مې ختم شوی. همدا لعنتي ګولۍ هم نه شي کولای دا وضعیت کنټرول کړي.»
د هغې لپاره د وخت تېرېدل یوې موخې ته د نږدې کېدو معنا نه لري. برعکس، هر څومره چې وخت تېر شوی، له هغه ژوند څخه یې واټن زیات شوی چې د ځان لپاره یې تصور کړی و.
په کندز کې ۲۶ کلنه ناجیه هم ورته کیسه لري.
هغې د هغو کلونو یادونه کوي چې جګړه، ناامني او د طالبانو پرلهپسې بریدونه د دغه ولایت د خلکو د ژوند یوه برخه وه. خو د هغې په وینا، د حکومت له بدلون سره بله ستونزه پیل شوه؛ داسې ستونزه چې دا ځل یې په مستقیم ډول د هغې او زرګونو نورو افغان نجونو تعلیمي راتلونکی په نښه کړ.
ناجیه وایي: «خدای دې د طالبانو ژوند تور کړي چې زموږ برخلیک یې خراب کړ.»
هغې د جمهوریت ورځې هم یادوي: «شپه او ورځ د جمهوریت پر مهال هم د دوی له لاسه بېغمه نه وو، جګړې یې کولې او هره ورځ یې زموږ پر ولایت بریدونه کول.»
خو هغه څه چې د طالبانو له بېرته راتګ وروسته وشول، د هغې لپاره د محرومیت بله بڼه وه.
«وروسته چې ښځهضد طالبان واک ته ورسېدل، زموږ پر زدهکړو یې برید وکړ او موږ یې له زدهکړو منع کړو.»
ناجیه د ځان لپاره داسې راتلونکی تصور کړی و چې پکې به روانشناسه وي؛ هغه دنده چې د هغې په وینا، د پوهنتوني زدهکړو له لارې یې ترلاسه کولای شوه.
اوس له هغه راتلونکي څخه یوازې یوه لنډه جمله پاتې ده:
«که نه، زه به اوس روانشناسه وم.»
په هرات کې راحله یو وخت د دغه ښار د دولتي پوهنتون د طب پوهنځي محصله وه. هغه د غور ولایت اوسېدونکې ده او وایي، د ډاکټرۍ د مسلک د انتخاب پرېکړه یې یوازې شخصي انتخاب نه و.
هغې غوښتل له فراغت وروسته هغو خلکو ته خدمت وکړي چې د هغې په وینا، ښځینه ډاکټرانو ته اړتیا لري.
راحله وایي: «ما غوښتل ډاکټره شم. په ټول افغانستان کې ښځینه ډاکټرانې کمې دي او په ځانګړي ډول زموږ په ولایت کې.»
خو د ډېرو نورو نجونو په څېر د هغې دا لاره هم په نیمایي کې ودرېده.
«خو طالبانو دا هیله راڅخه واخیسته او له خاورو سره یې خاورې کړه.»
اوس راحله د دې پر ځای چې په روغتون کې د ناروغانو په درملنه بوخته وي، خپله د خپلو رواني ستونزو لپاره له نورو ډاکټرانو درملنه او دوا اخلي.
هغې وایي: «په داسې حال کې چې غوښتل مې نور خلک له ناروغیو وژغورم او درملنه یې وکړم، اوس خپله د ډېر فکر او اندېښنې له امله ناروغه شوې یم، روانشناس ډاکټر ته ځم او د خپګان ضد درمل کاروم.»
په کندهار کې صبرینا هم د داسې راتلونکي په اړه خبرې کوي چې اوس ورته د پخوا په څېر روښانه نه ښکاري.
هغې وایي، له زدهکړو سره یې مینه لرله، خو له زدهکړو محرومیت یې هیله کمرنګه کړې ده.
«ما غوښتل درس ووایم او زدهکړې وکړم. تازه مې د کانکور لپاره چمتووالی نیوه، خو طالبانو کانکور او پوهنتون راڅخه واخیستل او اوس ژوند ته هېڅ هیله نه لرم.»
صبرینا د هغو فشارونو په اړه هم خبرې کوي چې د هغې په وینا، کله ناکله د ځان د زیانمنولو فکرونه ورسره پیدا کېږي.
هغې وایي: «کله ناکله بد فکرونه مې ذهن ته راځي او زړه مې غواړي ځان ته زیان ورسوم او ژوند پای ته ورسوم، یعنې ځانوژنه وکړم، ځکه زه نجلۍ یم او د انتخاب حق هم نه لرم. دا د طالبانو نظر زما او نورو نجونو او ښځو په اړه دی.»
له افغانستان د څلورو بېلابېلو سیمو څلور روایتونه؛ کابل، کندز، غور او کندهار. د هغوی تجربې توپیر لري، خو د ټولو ګډ ټکی یو دی: هغه پوهنتونونه چې نور د ننوتلو اجازه ورته نه لري.
د دغو نجونو لپاره د زدهکړو بندیز یوازې د څو کتابونو نه لوستل او د څو ازموینو نه ورکول نه دي. هغوی د داسې راتلونکي په اړه خبرې کوي چې کلونه یې ورته هڅه کړې وه؛ د هغو دندو په اړه چې غوښتل یې ولري او د هغه ژوند په اړه چې فکر یې کاوه له پوهنتون څخه تر فراغت وروسته به پیل شي.
اوس واک ته د طالبانو له بېرته ستنېدو پنځه کاله تېر شوي او په پوهنتونونو کې د نجونو د زدهکړو له بندیز څخه نږدې څلور کاله تېرېږي.
په دې موده کې، هغه نجونې چې یو وخت یې ځانونه محصلانې بللې، د خپل ژوند یوه برخه یې د پوهنتونونو د دروازو د بېرته پرانیستل کېدو په انتظار کې تېره کړې ده.
زرغونه لا هم غواړي خپلې زدهکړې بشپړې کړي، ناجیه لا هم د روانشناسۍ د مسلک په اړه فکر کوي، راحله لا هم د ډاکټرې کېدو هیله لري او صبرینا، له ټولو هغو ناهیلیو سره سره چې یادونه یې کوي، لا هم هغه ورځې په یاد لري چې غوښتل یې پوهنتون ته لاړه شي.
خو طالبانو په پوهنتونونو کې د ښځو د زدهکړو د ځنډولو له فرمان وروسته، تر اوسه پوهنتونونو ته د زرګونو نجونو د بېرته ستنېدو لپاره کوم مشخص وخت نه دی اعلان کړی.






