عایشه وهاب؛ د امریکا کانګرس ته لومړنۍ افغانالاصله ښځه
- Zan News

- 16 hours ago
- 2 min read

عایشه وهاب، افغانالاصله امریکایۍ سیاستواله، د کالیفورنیا د څوارلسمې حوزې په ځانګړو ټاکنو کې له بریا وروسته، د امریکا کانګرس ته د رسېدلې لومړنۍ افغانالاصله ښځې او لومړنۍ افغانامریکایۍ په توګه وپېژندل شوه.
وهاب د اګست په ۱۸مه په ځانګړو ټاکنو کې خپلې ډیموکراتې سیالې ملیسا هرناندز ته ماتې ورکړه. د شاوخوا ۹۵ سلنه رایو له شمېرل کېدو وروسته، هغې له ۵۳ سلنې ډېرې رایې ترلاسه کړې.
وهاب به تر جنورۍ پورې د امریکا د استازو په مجلس کې د کالیفورنیا د څوارلسمې حوزې د استازولۍ پاتې موده بشپړه کړي او په نومبر کې به د بشپړې دوه کلنې دورې لپاره بیا ټاکنیزې سیالۍ ته ودرېږي.
کانګرس ته د عایشه وهاب رسېدل، د امریکا په سیاست کې د هغې لومړنۍ تاریخي بریا نه ده. هغې په ۲۰۱۸ کال کې د هیوارد ښار شورا ته په ټاکل کېدو سره، لومړنۍ افغانامریکایۍ ښځه شوه چې په امریکا کې یوه ټاکنیز مقام ته ورسېده. په ۲۰۲۲ کال کې د کالیفورنیا ایالتي سنا ته هم بریالۍ شوه او د دغه بنسټ لومړنۍ مسلمانه او افغانامریکایۍ ټاکل شوې ښځه شوه.
د وهاب ژوند هم له ډېرو ستونزو سره مل و. هغه په نیویارک کې د افغانستان د کډوالو په یوه کورنۍ کې زېږېدلې ده. په ماشومتوب کې یې مور او پلار له لاسه ورکړل او یوه موده یې د ماشومانو د سرپرستۍ په سیستم کې ژوند وکړ. وروسته په کالیفورنیا کې یوې افغانې کورنۍ د خپلې لور په توګه ومنله. سیاست ته له ننوتلو مخکې یې هم په ټولنیزو بنسټونو، د ټکنالوژۍ په برخه او غیرانتفاعي سازمانونو کې فعالیت کړی و.
وهاب د خپلو سیاسي فعالیتونو په کلونو کې تر ډېره د کور، اقتصادي نابرابرۍ، زدهکړو او د ښځو، ماشومانو او ټیټ عاید لرونکو کورنیو د ملاتړ پر موضوعاتو کار کړی دی. هغې د کالیفورنیا ایالتي سنا ته تر رسېدو مخکې له «Afghan Coalition» بنسټ سره هم همکاري کړې او د افغانامریکایي ټولنې اړوند پروګرامونو کې فعاله وه.
د یوې افغانالاصله ښځې بریا او د امریکا یوه مهم سیاسي بنسټ ته رسېدل په داسې شرایطو کې دي چې په افغانستان کې د ښځو وضعیت په بشپړ ډول بل لوري ته روان دی.
واک ته د طالبانو له بېرته ستنېدو پنځه کاله وروسته، نجونې لا هم له منځنیو زدهکړو او پوهنتون څخه محرومې دي او ښځې د کار، تګ راتګ او په عامه ژوند کې د حضور په برخه کې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي.
په افغانستان کې ښځې له ډېرو هغو مقامونو څخه لرې شوې دي چې له ۲۰۱ کال مخکې یې په سیاست، دولتي ادارو او ټولنه کې درلودل، خو له افغانستان بهر افغانې او افغانالاصله ښځې لا هم په علمي، رسنیزو، ټولنیزو او سیاسي برخو کې مهمو مقامونو ته رسېږي.
د عایشه وهاب کانګرس ته رسېدل له دې اړخه یوازې د یوې سیاستوالې د بریا کیسه نه ده، بلکې د هغو ښځو د وړتیا یوه بېلګه ده چې زدهکړو، سیاسي فرصتونو او برابر ګډون ته په لاسرسي سره کولای شي د پرېکړو تر لوړو کچو ورسېږي؛ هغه فرصتونه چې نن په افغانستان کې میلیونونه ښځې او نجونې ترې محرومې دي.






