top of page

يو طالب قوماندان په کاپيسا کې يوه ښځه تر موټرسايکل لاندې کړه

  • Writer: Zan News
    Zan News
  • 3 days ago
  • 1 min read
Image source: CNN
Image source: CNN

ځايي سرچينې په کاپيسا ولايت کې وايي چې د طالبانو يو قوماندان په موټرسايکل يوه ښځه لاندې کړې، چې له امله یې دغه ښځه په روغتون کې مړه شوه.


د سرچینو په وینا، دا پېښه د دوشنبې په ورځ (۲۱ تله) د کوه‌بند ولسوالۍ د «تربت» کلي کې رامنځته شوې ده.


سرچینې تأييدوي چې د موټرسايکل چلوونکی «امرالله» نومېږي او د کوه‌بند ولسوالۍ د «درنامه» کلي د طالبانو د پوستې قوماندان دی.


سرچينې زياتوي چې له دې پېښې وروسته طالبانو د وژل شوې ښځې کورنۍ د اعتراض له امله نيولې او زنداني کړې ده.


د یادونې وړ ده چې د طالبانو د غړو بې‌احتیاطي په موټر چلولو کې، مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې د ځینو خلکو د مړینې سبب شوې ده. څو ورځې وړاندې، د طالبانو ځواکونو په لغمان کې دوه ماشومان تر موټر لاندې کړل چې له امله يې دواړه ووژل شول.

 
 
bottom of page